آرشیف

2015-10-30

Shahla Latifi

راځی میرمن شهلا لطیفي وپیژنو
 

کله کله په نړۍ کې داسي انسانان پیدا کیږي چې هنر غبرګ ورسره زیږیږي. میرمن شهلا لطیفي هم د هغو کسانو له ډلې څخه یوه داسي نوښتګره شاعره ده چې له قلم څخه يي د رنګ پر ځاي شات څاڅي. راځی چې د خپل ګران هیواد دغه نوښتګره شاعره و پیژنو، او ژوند لیک ته يي یوه ځغلنده کتنه وکړو. 
میرمن شهلا د کابل ښار د چهار دهي په ولسوالۍ کې خپلي تورې سترګې د نړۍ پر مخ و رپولې، نو کله يي چې پلار د دې ښکلې سترګې و لیدلې نو سمدلاسه یي د شهلا نوم ورته خوښ کړ. د میرمن شهلا پلار خداي بخښلی رحمان لطیفي وه. ښاغلی لطیفي، د خپل اولس په مینځ کې لمړی کس و چې د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځی څخه فارغ شوی و. هغې، له کوچنوالي څخه له کتاب سره ډیره مېنه درلودله ، او د ادبیاتو د ښکلا نړۍ ته یي لمړی لارښود، لطیفي صاحب و چې په خوندورو کېسو سره يي د میرمن شهلا روح نازوله او روزله. دهغه مرحوم بله بیلګه دا وه چې د ښکلو مجلو، د سعدی ګلستان، او بوستان، د «ګلزار ادب»، او داسي نورو په زړه پوري کتابونو څلی يي په خپل کور کې جوړ کړی و.
میرمن شهلا لمړنۍ او مینځنۍ ښوونځی د بې بې ایمنې په ښوونتون کې ولوستل او لېسه یي د آریانا په ښوونځی کې، چې خورا نون ودان شوی و او له غوره ښوونکو څخه برخمن ښوونتون و ولوستل. میرمن شهلا، لا تر اوسه هم د بې بې ایمنې له ښوونځی څخه خورا ښې خاطرې لرې او مېنه يي لا هم ورسره ځلانده ده. کله چې د فارمسې (درملتون) پوهنځی ته و ټاکل شوه نو ډیره غمګېنه شوه، ځکه مېنه یي له ادب سره وه او په یوه بدل ځاي کې زده کړه ورته ګرانه او ستونزمنه وه. سره له دې هم، هغې خپلې ادبې مېنې ته کلکه پاملرنه کوله او د کابل په ملي کتابتون کې به یي د ادبي کتابونو لوست کول.
په ۱۹۹۱ میلادي کال کې میرمن شهلا د بخت کور ته ستنه شوه. په هماغه کال له کابل څخه هندوستان او له هندوستان څخه د امریکا متحده ایالتونو ته ستنه شوه. په متحده ایالتونو کې خداي (ج) ورته دوه زامن ورکړل. د مور ولی تر څنګ یي د خپل خاوند په روغتون کې د مدیرې په توګه کار کاوه. په زړه کې یي د ادب د هنر نغری لا هم توود و. همدا وو چې خپلې لمړنۍ مېنې (لیکنې) ته مخه کړه او د۲۰۱۲ میلادي کال په پسرلي کې يي لمړی کتاب (پرستو ها) چاپ شو. دوهم کتاب یی د (عسل وحشی) تر سر لیک لاندي د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون په مېاشت کې له چاپ څخه را ووت. 
د آغلې شهلا شعري قریحه د بلبل په څیر د سپرلي د ښکلو ګلونو زړونه تخڼوی او د مینو پروانو احساسات را پاروي. هغه یوه بیباکه شاعره ده، چې نه د چا په لاره ځي او نه هم قید او شرط مني. لکه څنګه چې خداي (ج) انسان آزاد او بي پرې زیږولی دی، میرمن شهلا هم د هماغه ازلي آزادۍ په قید کې ده. شعر یي ساده، خوږ او د مېنې له نازکو احساساتو څخه ډک دی. د هغې شعرونه نیغ په نېغه له زړه سره خبرې کوې او په عاشقانه خلوت کې روح ته د ژوند د کړاوونو او دردونو حکایتونه او شکایتونه کوي.
محترمه شهلا کله د یوي زړه سواندې مور په څیر خپلو بچیانو ته د زړه له تل څخه نصیحتونه، کله د یوې مینې په څیر د مېنې له دردونو څخه ګېلې، او کله هم د ملالۍ انا غوندي له خپل قلم څخه د تورې کار اخلې او د افغانستان د ښځو د حقونو څخه په کلکه دفاع کوي. هغه خپلې لیکنې د درې په خوږه ژبه د خپلو هیوادوالو غوږونو ته رسوي، او په انګلیسې ژبه، له نړیوالو سره د خپل زړه دردونه شریکوي. د ادب د شمعې دغې وزر سوې پروانې ته د لا نور بري په هېله.
میرمن شهلا د خپل ټاټوبي په هکله وايي:
"زما رېښې زما لپاره هر څه دي. زما په دماغونو کې د چهار دهې د ښکلو باغونو او تازه هوا بوي لا هم تازه دی. کله چې خغه شم، نو د خیالونو په ټال کې خپل د ماشومتوب کور ته ستنیږم. خپل ټاټوبی ما ته لا هم آرامې را کوي."

سلیم وردګ
د بانو مجلی نوی همکار