آرشیف

2015-8-20

eazam

د گناهونو د مغفرت اوبخښل کېدواسباب: ۴ او وروستۍ برخه

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد :
7 : دُعاگاني کول
دُعاء د گناهونو د مغفرت لپاره يو ستر لامل دی چي انسان ئې  د خپلو گناهونو د بخښني لپاره له الله پاک څخه غواړي.
په ځانگړې توگه په هغو  وختونو کي  چي دُعاء پکي قبلېږي،لکه  د شپې په نس کي، د جمعې  د ورځي په آخري ساعت کي، د آذان  او اقامت  تر منځ  او داسي نورځايونه …
همداراز د مومنانو خپلمنځي دُعاگاني چي دوی ئې يوه او بل ته کوي، د دغسي دُعاگانو د ژر قبلېدلو اميد هم زيات شته  او گناوي هم پرې بخښل کېږي.
۸ : د مرگ په وخت کي  او ترې وروسته تکليفونه :
د قبر وارخطايي او تنگېدل، همداراز د زنکدن سختۍ، د قيامت  د ورځي سختۍ، گرمۍ، پرېشانۍ  او نورو تکاليفو سره  هم الله پاک مسلمانانوته بخښنه کوي.
د دې دا مطلب وي چي گناهگارمسلمان ته د ده د گناهونو سزا ورکول کېږي، نو الله پاک يې د دغو تکليفونو په تېرولو بخښي چي دومره سزا بس ده.
۹: د نبي عليه السلام شفاعت
دا هم  د مغفرت  يو ستر او عُمده لامل دی.
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل : شفاعتي لاهل الکبائرمن امتي (رواه الترمذي ص:۷۰ج:۲ وابوداود ورواه ابن ماجة عن جابرمشکوة المصابيح ص:۴۹۴ج:۲)
ژباړه : زما شفاعت  زما له امت څخه  د لويوگناهونو د خاوندانو لپاره دی!!
عن عوف بن مالك الأشجعي قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم أتاني آت من عند ربي فخيرني بين أن يدخل نصف أمتي الجنة  و بين الشفاعة فاخترت الشفاعة وهي لمن مات لا يشرك بالله شيئا(رواه الترمذي ص : ۷۰ج : ۲و ابن ماجةمشکوة المصابيح ص : ۴۹۴ج : ۲)
له حضرت عوف بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل : ما ته زما د رب له لوري يو راتلونکی راغی، ما ته يې زما د نيم امت جنت ته  د داخلېدو او شفاعت تر منځ اختيار راکړ؟ ( يعني په دې دوو کارو کي کوم يو خوښوې؟) نو ما شفاعت خوښ کړ  او دا شفاعت  د هغه چا لپاره دی چي څوک په داسي حال کي مړ شي چي  د الله پاک سره شرک نه کوي!!
شفاعت يې په دې خوښ کړ چي دا ډېرعام دی .
همداراز شفاعت  د نورو نېکانو خلگو هم  يو سبب دی.
۱۰: د الله پاک رحمت
 د بنده گناوي که  هر څومره زياتي  او ستري وي  خو بيا هم  د الله پاک رحمت ترې پراخ  او ستر دی.
دا د مغفرت  تر ټولو ستر لامل دی.
 د مغفرت  د اسبابو په حاصلولو کي  ډېر کوښښ اړين دی، مخکي له دې چي دا موقع مو له لاسه  ووزي.(تلک عشرة کاملة)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله  و اصحابه اجمعين
ليکوال :  مولوي عصمت الله عزام