آرشیف

2016-3-22

eazam

د گناهونو دُنيوي او اُخروي زيانونه : ۳ برخه

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي  علی رسوله الکريم امابعد : 
۵ : گناوي له حلالي روزۍ څخه د محرومتيا او د برکت د ختمېدلو سبب دی . 
الله جل جلاله فرمايي : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ (الطلاق : ۲- ۳)
ترجمه : څوک چي له الله – جل جلاله –   و ويږي، الله – جل جلاله –   به د ده لپاره ( له تكليفونو ) د وتلو  لار پيدا کړي او له هغه لوري به روزي ور کړي چي دی به يې گومان نه کوي!!
دا برکتناکه او د متقيانو روزي ده، څوک چي له گناهونو ځان نه ساتي هغه له دغسي روزي څخه محروم دی، هغه ته داسي روزي ور کول کېږي چي برکت پکي نه وي، روپۍ به لري، خو ضرورتونه به يې نه پرې پوره کېږي . 
الله پاک  ځناورو ته هم روزي ور کوي، نو گناهگار ته روزي هم هغې ته ور ته ده . 
عَنْ ثَوْبَانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ الرَّجُلَ لَيُحْرَمُ الرِّزْقَ بِالذَّنْبِ يُصِيبُهُ وَلَا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلَّا الدُّعَاءُ وَلَا يَزِيدُ فِي الْعُمُرِ إِلَّا الْبِرُّ ( رواه احمد ص : 277 ج : ۵ )
ژباړه : له حضرت ثوبان رضی الله  عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه  وسلم وفرمايل : سړی د گناه له امله له داسي روزي محرومېږي چي ور ته رسېدی، تقدير پرته  له دُعاء بل څه نه ردوي او په عُمر کي له نېکۍ پرته بل څه زياتوالی نه راولي !!
۶ : د گناه له امله د عبادت نورانيت ختمېږي او په ثواب کي يې کموالی راځي . 
حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي : إنّ للحسنة ضياءً في الوجه، ونوراً في القلب، وسَعة في الرزق، وقوَّة في البدن، ومحبةً في قلوب الخلق. وإن للسيئة سواداً في الوجه، وظلمة في القبر والقلب، ووهناً في البدن، ونقصاً في الرزق، وبُغضاً في قلوب الخلق)( الجواب الكافي : 35 )
ژباړه : د نېکۍ لپاره په مخ کي رڼا وي، په زړه کي نور وي، په روزۍ کي پراخي وي، په بدن کي طاقت وي او د مخلوق په زړونو کي محبت وي . 
او د گناه له امله په مخ کي توروالی وي، په قبر او زړه کي تياره وي، په  بدن کي سُستيا وي، په رزق کي کموالی وي او د مخلوق په  زړونو کي بُغض وي !!
څوک چي عبادت کوي او ور سره له گناهونو ځان ساتي، نو د هغه په عبادت کي نورانيت او اثر زيات وي، خو چي څوک گناوي هم ور سره کوي، د عبادت نورانيت او اثر يې له منځه ځي . 
دا ځکه چي عبادتونه د دواء په څېر دي او گناهونه د زهرو او نورو ضرري خوراکونو په څېر دي .
که څوک دواء وخوري، خو ورسره داسي خواړه وخوري چي مرض ته يې زيان رسوي، نو د دواء اثر له منځه ځي . 
دغسي عبادتونه هم دي، کله چي ور سره له گناهونو پرهېز وي، اثر يې ډېر وي، خو د پرهېز د ماتولو په  صورت کي يې بيا هغه اثر نه پاتېږي . 
بل مثال يې داسي دی : يوه کوټه وي، په هغه کي اېرکنډېشن چالان وي، خو دروازه  او کړکينان خلاص وي، نو د اېرکنډېشن له امله هغه کوټه نه يخېږي، ځکه  کومه سړه هوا چي له اېرکنډېشن څخه راوزي، هغه بهر ته وزي او له بهر څخه گرمه هوا کوټه يخېدلو ته نه پرېږدي . 
همداراز عبادتونه هم دي، که د دې سره گناهونه ادامه ولري، د عبادت له امله رامنځته شوی نورانيت او اثر خوندي نه پاتېږي . 
همدا راز د دې بل مثال داسي دی : که يو بېلر وي، سوری پکي نه وي، د باران څاڅکي پکي لوېږي، نو دا به آخر د دې وړو وړو څاڅکو له ا مله ډک شي . 
خو که په هغه کي سوری وي، نو که هر څومره ډېري اوبه پکي واچول شي، بيا به هم ډک نه شي . 
دغسي عبادتونه هم دي، اثر او نورانيت يې هغه وخت انسان يوې مرتبې ته رسوي، کله چي له گناهونو ځان وساتي . 
۷ : گناهونه د ملائکو له دُعاگانو د محرومتيا لامل دی : 
الله جل جلاله فرمايي : الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آَمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ (7)
رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدْتَهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آَبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (8) وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ وَمَنْ تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ( المؤمن : ۷- ۸- 9)
ژباړه : هغه ( ملائکي ) چي عرش پورته کوي او څوک چي د هغه چاپېره دي، د خپل رب د حمد سره د هغه تسبيح وايي، په هغه ايمان لري او د مؤمنانو لپاره بخښنه غواړي، چي اې زموږ ربه ! تا هر شی په خپل رحمت او علم کي ځای کړي، نو هغه کسانو ته بخښنه وکړه چي توبه يې ايستلي او ستا د لاري تابعداري يې کړې او د دوزخ له عذابه يې وساتي، زموږ ربه ! او هغوی د همېشه استوگني هغو جنتونو ته ننباسې چي تا وعده ور سره کړې او د دوی له پلرونو، مېرمنو او اولادونو څخه چي څوک نېک عمله وي ( هغوی هم جنتونو ته داخل کړه !) همدا ته برلاسی او د حکمت خاوند يې، او هغوی له بدو ( سزاگانو ) وساتې، او په هغه ورځ چي ته څوک له بدو ( سزاگانو ) وساتې، نو يقينًا رحم دي پرې وکړ او همدا ستر بری دی !! 
په دې أيت مبارک کي د الله پاک د مقربو ملائکو دُعاگاني د هغو مؤمنانو لپاره ذکر دي څوک چي توبه باسي او نېک عمله وي .  
نو په گناهونو اصرار د دغو ملائکو له دُعاء څخه د محرومتيا لامل دی او دا ډېره لويه بدمرغي ده . 
( نور بيا …)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام