آرشیف

2021-2-21

شاه ولی آرین

د ژوند قافله

قــافــلــه  کـار د ژوندي کړي
رقــیـبـان دې دوه مخي کــړي
 
مـوږ بــه سـولې تــه رسـېــږو
دښـمـنـان دې غــمازي کــړي
 
حــریــت زمـــوږ ارمــان دی
دوی کـه سل ناخرسندي کړي
 
یـــوه ورځ بـــه رسـوا کېـږي
چې هــیــواد کې تباهي کـړي
 
رسـوائـي بــه یـې نصیب شي
چـې خـدمـت د اجـنـبي کـړي

 
۱۰/۰۲/۲۰۲۱ 
دنمارک  
شاه ولی ارین