X

آرشیف

د ډي D ویټامین خوړل ولي دومره اړین دي ؟

د عادت له مخي مي د کاغذ پر مخ هر ډول لیکنو ته سترګي اوړي . د همدي عادت سره سم مي د « Helse » پنامه د ډنمارکي ژبي مجلي د ۲۰۰۵ کال شپږمه ګڼه پرانیسته او سمدلاسه مي سترګي پر « ډي » ویټامین و لګیدي . که څه مي هم ددې ویټامین په هکله مالومات درلود او هره میاشت یې یوه پیچکاری د خپل ډاکتر د سپارښتني سره سم لګوم ، خو بیا مي هم د هغه په اړه لیکلی مالومات تر پایه ولوست . غواړم چي ټول وطنوال مي ددې توکي په اهمیت پوه سي ځکه چي د نورمال فعال ژوند د پاره په تیره بیا په اروپایي غوندي هیوادونو کي د میشتو کسانو د پاره ډیر اړین دي .
خبره به نه غځوم ، دا تاسي او دا هم د نوموړي مطلب پښتو ژباړه :
د وګړو بیلابیل ګروپونه په تیره بیا د پاخه عمر خاوندان او په ځانګړي ډول له ۶۵ کلني عمر نه لوړ کسان هره ورځ په یوه ټاکلې کچه د « ډي » ویټامین اخیستلو ته اړتیا لري . برسیره پر دې هغه کسان چي د پوستکي رنک یې تور یا تاریک غوندي وي او هغه کسان چي تل یې ټول بدن په جامو کي پټ وي هم ددي ویټامین اخیستل ور ته ډیر اړین . په همدي خاطر ده چي د خوراکي توکو اداره او روغتیایي اداري باید تل د خلګو پام د دغي خبري و اهمیت ته را واړوي .
« ډي » ویټامین د خپلو ځانګړتیاوو له مخي له نورو ویټامینونو څخه توپیر لري . دا ځکه چي دا ویټامین هغه توکی دی چي د انسان بدن یې پخپله د لمر وړانګو ته د مخامخ کیدو په مرسته تولیدوي . پدې توګه لمرینی وړانګي د « ډي » ویټامین تر ټولو مهمه سرچینه ده . که چیري په کور کي د تړلو دروازو شاته ، یا په سیوري کي پاته یو ، بدن مو دا ویټامین نسي تولیدولای .  که چیري مو هم د بدن پوست تاریک غوندي وی همدارنګه د لمر وړانګي ددغه ویټامین په جوړولو کي مرسته نسي کولای ، ځکه چي یوازي د پوست روښانه رنګونه ددي کار وړتیا لري . هغه کسان چي د عادت یا کلتور له مخي تل په جامو کي پټ ګرځي او د بدن پوست یې د لمرینو وړانګو سره نه مخامخ کیږي ، د هغوی بدن هم ددي ویټامین په جوړولو کي فعال نه وي . ددي ټولو کتیګوریو برسیره ، هغه کسان چي عمر یې زیات وي هم یې بدن ددي ډول تولیداتو له مخي کمزوری کیږی او په اړین مقدار یې د جوړولو وس له لاسه ورکوي .
خوراکي مواد د « ډي » ویټامین د دویمي کچي سرچینه ده . داځکه چي اکثره خواړه په اړین مقدار دا ویټامین نلري او لدې کبله یوازي په غذا سره ددې ویټامین کمښت پوره کولای نسو .
په بدن کي د « ډي » ویټامین کمښت د (osteoporose ) ناروغي لامل ګرځي چي له کبله یې د هډوکو پوکوالی ( پوچوالي ) منځته راځي او هډوکي په لږه صدمه سره ماتیدلاي سي . د « ډي » ویټامین کمښت له دي پرته په ځانګړي ډول د پاخه عمر په کسانو کي د عضلاتو توان کموي چي په پایله کي یې دا ډول خلک خپل توازون نسي ساتلاي او لویږي ( غوځاریږي ) . څیړنو ښودلي ده چي دا ډول ستونزي په « ډي » ویټامین سره تداوي کیدلای سي . پدې توګه په ورځني ډول د کلسیوم په ترکیب کي د « ډي » ویټامین ګډون او خوړل د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنو پوري د (osteoporose ) او تر ۱۰ سلنو پوري د پخو کسانو د لویدلو مخنیوي کوي . د همدي لامله د لوړو یادو سوو کتیګوریو کسانو د پاره ( که ماشومان وي یا غټان ، ښځي وي یا نارینه ، اُمیدواره یا شیدې ورکونکي ) اړینه ده چي هره ورځ د ۱۰ میکروګرام په اندازه « ډي » ویټامین واخلي . هغه کسان چي شیدې یا نور لبنیات نه کاروي ، باید د « ډي » ویټامین سره ګډ کلسیوم واخلي . ددې موادو ورځنۍ کچه باید د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ملي ګرام پوري وي . تر لس کلني ټیټ ماشومانو ته ۵۰۰ ملي ګرامه هم بسنه کوي .
د زړو کسانو د پاره باید ورځنۍ کچه « ډي » ویټامین ۲۰ میکروګرامه او د کلسیوم ورځنۍ کچه یې باید د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ملی ګرامه پوري وي . دغه کسان سره لدې که شیدې یا نور لبنیات هم کاروي ، باید نوموړي توکي هره ورځ واخلي کنه نو د یادو سوو ستونزو سره لاس او ګریوان سي .  

د ژباړي پای
ډنمارک ــ ۲۲ /  ۱ / ۲۰۱۶

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.