X

آرشیف

 

څو ورځی وړاندی دجون پر ۲۳ نیټه د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کی د « کنړ کلتوری ټولنی » په زیار د ( کنړ سیند ) تر نامه لاندی دودیزه مشاعره په پام کی نیول شوی وه او زه یی هم د مسئولو کسانو لخوا ورته بللی وم چی له کبله یی منندوی یم . داچی ما د یولړ ستونزو لامله هلته ګډون نه شو کولای ، نو لاندی شعر می ور ولیږه . اوس غواړم ستاسی د سایټ ادبی برخی ته یی ډالۍ کړم. په درنښت. 
 

نن می د زړه یو څو خبری واوره !
دکنړ سینده ! له څپو دی جارشم
چی یی بی ډاره درته غیږ درکړی
له هسکو غرونو له دښتو دی جارشم 
پیړۍ کلونه دی خړوب له تانه
له توپانی خړو اوبو دی جار شم
د استکبار ککرۍ ماتی کړی تا
له ګړنګونو له شیلو دی جار شم 
چی به په خوب کی لرزیده ورڅخه
دخوشحالخان دتوری شرنګ له تا وو 
ستا د مهار ارمان یی ګورته یووړ
په زړه کی زخم د اورنګ له تا وو 
مغل پر خوا درته کتلای نه شوه
چی پریواته یی له پالنګ له تا وو 
هر یو غازی الهام له تا اخیسته
هر یو شفق په وینو رنګ له تا وو 
دښمن به لا کاږه کتلی نه وه
په خروښیدو دخطر زنګ له تا وو 
لاس د پرنګ وو تا تر شا تړلی
اوس یی بچیان پرتا ټوپونه وهی 
تاخو وزر ګوره د باز ماتاوه
ولی کارغان پرتا ټوپونه وهی ؟
هم ماشومان دی په ځانګو کی وژنی
چی پنجابیان پرتا ټوپونه وهی 
له زغم دی وګرځم ، دقهر وخت دی
څه بی کسان پرتا ټوپونه وهی 
د کنړ روده ! ګوره هیر دی نشی
سترګی کړه خلاصی نن دی وار راغلی 
د ګرګینانو دسرونو قاتل
د هلمند رود هم بیا په قار راغلی 
پاڅه څپو ته دی بیا زور ورکوه
چی له میوند درته رویبار راغلی
پیغلو ته وکړه د ملالی کیسی
وخت د ایوب د کاروبار راغلی 
تا ته راغلی په ګیلو یمه نن
څه په بل خوا مخ اړولای نه شم 
که می هلمند دی په څپو راوستی
ویده پښتون را ویښولای نه شم 
په لروبرکی دی لوخړی پورته
د جنازو مخه نیولای نه شم
خپل او پردی می اوس په کاڼو ولی
درد می د زړه چاته ویلای نه شم 
ته د څپو په وزر ورشه ورته
دا خوب وهلی پښتانه را ویښ کړه 
ورته غوږو کی نغاری ووهه
په رڼو سترګو دا ویده را ویښ کړه 
د لمر دښار په لور یی و هڅوه
په تورتمونو کی پراته راویښ کړه 
پر ویدو زړونو زلزلی راوله
په ککرو کی یی ماغزه راویښ کړه 
د غنی خان پیغام هرکورته وروړه
چی درته پاتی فقط دوی دی لاری 
« یا خو عدن کړی دا بی ننګه ملک مو
او یا کوڅی د پښتنو ویجاړی »
د«جهانی» شپیلۍ یی غوږکی پوکړه
چی مو په سپینه ورځ «کښتۍ ډوبیږی !»
د نوزادی اوښکی توپان کړه ورته
پکښی ناوړی ککرۍ ډوبیږی 
زه له ناکامه یم راغلی درته
د کنړ روده ! له څپو دی جار شم !

ډنمارک – جون – ۲۰۱۲
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
په کوپنهاګن کی « د کنړ سیند مشاعری » ته 
( ۲۳ – جون – ۲۰۱۲ )

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.