X

آرشیف

د څلویښت کلن نه لوړ کسان دې ولولي: دویمه برخه

د لومړۍ برخي سره په تړاو :
( په لومړۍ برخه کي مو ولوستل چي د تشو میتیازو پخاطر ژر ژر و تشناب ته د تګ اړتیا د څه له کبله وي ، د مثاني دنده او د کار څرنګوالۍ یې څنګه دي ، د میتیازو کولو نورمال حالت څه ته وایی او له حد نه زیات د مثانې دفعالیدو نښي کومي دي او څنګه څرنګندیږي ؟ )

د مثانې د فوق العاده او له حده زیات فعالیت علت څه دي ؟
دا یو عام پرابلم دی چي د ۴۰ کلنی نه پورته د نارینه و او ښځو نژدي ۱۷ سلنه خلګ ور سره لاس او ګریوان دي . نارینه او ښځینه یو ډول په اخته کیږي او نښانې یې د عمر په زیاتیدو سره زیاتي برجسته کیږي . دا خبره هم د یادولو وړ ده چي د هر پاخه سن والا کس سره ددې ناروغۍ شتون حتمي ندی او شتون یې د خپل همدغه تکلیف پرته د روغتیا د لا زیاتو ناخوالو باعث نه ګرځي .
      د مثانې د فعالیت په زیاتولو کي داکار لوی اغیز لري چي په نامتناسب ډول حق او ناحق د بولو په لږ احساس سره تشناب ته ځو او یا  تر اړتیا زیات مایعات څکو . پدې سره مثانه دا عادت نیسي چي ژر ژر د تشولو پخاطر ځان سره ټوله او منقبضه کړي . اکثره وختونه هیڅ ځانګړی علت هم موجود نه وي چي په ځینو کسانو کي مثانه تر حد زیاته فعاله کیږي او مشکلات پیښوي .
       د بې اختیاره بولو په ستونزه باندي د اخته نارینه وو ۳۶ سلنه کسان دا شکایت کوي چي نوموړې ستونزه یې د سکسي فعالیت د کمیدو لامل ګرځیدلې ده .
       څنګه کولای سو د مثانې د له حد نه زیات فعالیت مخنیوۍ وکړو ؟
       ددې ستونزي څخه د خلاصون په چارو کي تر ټولو لومړی چاره داده چي د خپلو څکلو مایعاتو مقدار ته او و تشناب ته د تللو شمیر ته پام واړوو اوتناسب یې په نظر کي و نیسو . ددغه حالت په پام کی نیولو سره باید کوښښ وسی د توان تر حده بولي په مثانه کي د زیات وخت لپاره وساتلي سی او تشناب ته د تلو شمیر کم سی . پدي توګه کیدلای سی مثانې ته داسی عادت ورکړو چي بولي تر پوره ډکیدو پوري وساتي او په لږ ډکیدو سره د خالي کیدو څخه لاس واخلي . که څه هم وتشناب د زیات تګ عادت پریښودل يوه په زړه پوري او اسانه چاره ده خو ددې ناروغۍ د علاج د پاره په درملتونونو کي درمل هم سته چي کیدلای سی د ډاکتر د هدایت سره سم وکارول سی .
       دلته دا خبره هم باید په پام کي ولرو چي له اړتیا نه د زیاتو او یا کمو مایعاتو د څکلو څخه ځان وساتو . یو بالغ انسان د هغه دبدن د وزن په نظر کي نیولو سره په شواروز کي د یو نیم لیټر څخه تر دوه نیم لیټره پوري مایعاتو ته اړتیا لري .
        پخپله باید څه وکړو ؟
        پکار ده چي د مثانې له حده زیات فعالیت نښو نښانو ته متوجه اوسو . باید له ځانه سره یاداښت کړو چي په شواروز کي څو ځله د تشو میتیازو پخاطر تشناب ته ځو . پدې توګه د پرابلم په اړوند یو عمومي انځور تر لاسه کولای سو .  کله چي د پرابلم په باره کي مالومات پلاس کي ولرو ، بیا نو کولای سو د معالجي مثبت اغیز مشاهده کړای سو او پر نشو نښانو باندي یې تاثیر ووینو .
       خپل د خوراک او چښاک عادت ته هم پاملرنه وکړو . هغه څه چي موږ خورو او څکو یې ، د مثاني پر فعالیت باندي مستقیم اغیز ښندي . په نورمال ډول د انسان ارګانیزم په شواروز کي د یو نیم څخه تر دوو لیټرو مایعاتو ته اړتیا لري . د تشو میتیازو پخاطر و تشناب د زیا تګ د مخنیوۍ په موخه پکار ده چي د مایعاتو په څکلو کي لکه چای او قهوه ، تر یوه حده کمښت راولو . ددې د پاره چي د شپې لخوا مو په تکلیف نکړي ، ښه داد چي له خوب نه مخکي د ډیرو مایعاتو اخیستلو څخه ډډه وکړو . د معدې کلکوالی یا قبضیت هم د مثانې د فوق العاده فعالوالي یوه نښانه ده ، ځکه نو باید خپل خوراک ته متوجه اوسو او داسی غذا ګاني وخورو چي په غذایي فایبرونو باندي غني وی له د سبوس لرونکو اوړو ډوډۍ او ددې ترکیب نه نور محصولات ، میوې او ترکاري . دا هغه خوراکونه دي چي د معدې له کلکوالي نه مخنیوۍ کوي . پدي اړه د ښه هدایت تر لاسه کولو په موخه کیدلاي سي له خپل معالج ډاکتر ، یورولوجیست ( د بولي مجرا متخصص ) او یا بل اړوند روغتیایي کارکونکي سره مشوره وسي .
      د مثانې تمرین او روزنه :
      د مثانې تمرین مانا داده چي باید و تشناب ته د تشو میتیازو پخاطر د  دوو ځلو تګ تر منځ د وخت واټن په سوکه سوکه ډول یو په بل پسي اوږد کړو .  پدې توګه کولای سو په شعوري ډول خپل ارګانیزم و دې ته و روزو چي وتشناب ته د ژر ژر تګ پر غوښتنو باندي غلبه و مومي او مثانه ددې کار سره عادي کړو څو د هر ګړی تخلیه کیدو څخه لاس واخلي او د ډیر مقدار بولو د ساتلو سره عادت ونیسي . پدي کار کي باید هدف دا وی چي تشناب ته په هرو شاوخوا درو ساعتو کي یو ځل تګ وسی او هر ځل د ۲ څخه تر ۳ ډیسي لیټرو پوری بولي دفع سي او د لږ لږ بولي کولو عادت شاته پریښودل سي . ددې تمرین دپاره د بیلګي په توګه کیدلای سي چي و تشناب د تللو د غوښتني پر وخت خپله توجه بلي خواته واړوو ، مثلا د ځان سره د سلو څخه تر یوه پوري شمیر داسي وکړو : سل …. نه نوی …. اته نوي  …. اوه نوي ………… او یا هم ځان په کتاب لوستلو یا تلویزیون کتلو باندي مصروف کړو . پدې ډول د بولو موضوع او تشناب ته دتګ خبره هیریږی او سوکه سوکه وخت غځیږي .
      ددې د پاره چي په تمرین کي د پرمختګ او تر لاسه سوو ګټو باندي پوه سو ، ښه داده چي د مایعاتو د څکلو اندازه ، وتشناب ته د دوو ځلو تلو تر منځ د وخت اوږدوالی او په تشناب د دفع کیدونکو مایعاتو اندازه مالومه او ځان سره یاداښت کړو . دا هم باید یاداښت سی چي و تشناب ته تر رسیدو مخکي یو مقدار بولي درڅخه په پتلون کي څڅیدلی دي کنه . پدې ډول په عملي توګه کیدلای سي د څه مودې وروسته د تمرین پایلي سره مقایسه سي او د پرمختګ کچه یې مالومه سي . په پوره باور سره به پایله مثبته وي .
       تر بولي کولو وروسته په پتلون کي د څو اضافي څاڅکو څڅیدل :
کله داسی هم وی چی تشناب ته تر تګ وروسته څو نوري څاڅکي بولی په پتلون کي ترې نه ځي . دا حالت اکثراً هغه وخت منځته راځي چي د بولو داري ډیري ضعیفي وي . پدې تکلیف باندي معمولاً تر ۵۵ کلني پورته نارینه اخته کیږي مګر ښځي او ځوانان هم کله ناکله ور سره لاس او ګریوان وي . ددي مشکل اصلي علت د پروستات غُدې لویوالي او یا د بولي مجرا تنګوالی وي .
      د لګن خاصرې د کښتنۍ برخي تمرین :
      دا هغه څه دي چي د لاري یې د لګن خاصري د بیخ عضلې تمرین کیږی . و تشناب ته د شدیدي اړتیا حسولو پرمهال په لګن خاصره کي د اړوندو عضلو د متشنج او کښیکښلو د تمرینو په مټ هغه عضلې غښتلي کیږی چي د مثانې ملاتړي دي او پدې سره د ناببره بولي کولو د غوښتني احساس او تمایل کمیږي . ددې ډول تمرینو د ښه تر سره کولو د لار ښودني پخاطر ښه داده چي د یوه یورولوجست ماهر سره مشوره وسی او مرسته ورڅخه و غوښتل سي .
      درمل :
      د مثانې د حد نه زیات فعالوالي مخنیوي او درملنه د دوا پواسطه هم تر سره کیدلای سي . اکثره درملونه چي پدې خاطر عرضه کوي ، اغیز یې داسي دی چي د مغزو د هغو سیګنالو مخه نیسي کوم چي مثانې ته د تخلیه کیدو په موخه د سره راټولیدو او منقبض کیدو امر رسوي . پدې سره د مثانې عضلي د استراحت په حالت پاتیږي او په مثانه کي ارامتیا منځته راځي چی په پایله کي یې د بولو د پاره تشناب ته د تګ اړتیا له منځه ځي او په مثانه کي د ډیر وخت د پاره د بولو ساتلو وړتیا زیاتیږي . که چیري د درمل اخیستل د مثانې د تمرین کولو سره یوځای سی ، مثبت اغیز یې لوړ ځي .
      څیړنو ښودلي ، د لسوهغه کسانو څخه چي د بې اختیاره میتیازو خارجیدو ستونزه لري ، شپږ تنه یې پدی هکله و ډاکتر ته د درملني پخاطر د تګ جرئت نه کوي .
       درملنه وخت ته اړتیا لري :
       د مثانې د له حده زیات فعالیت نښي نښانې د ډیري مودې په تیریدو سره ښکاره او د احساس وړ ګرځیدلي دي . ددې دپاره چي د مثانې فعالیت تر بیا کنترول لاندي راوستل سی ، دا کار هم وخت ته اړتیا لري . ځکه نو زغم او حوصله ورته پکار ده . د څلورو هفتو په تیریدو سره چي منظم تمرین د درمل خوړلو سره مل وي ، انشاالله د ښه والي نښانې به تر سترګو سی .
      د مایعاتو اخیستلو او میتیازو کولو زماني جدول :
      د هغو مایعاتو اندازه چي څکل کیږی او د هغو ځلونو شمیر چي د بولو پخاطر تشناب ته ځو ، که دا دواړه ارقام په یوه مقایسوي جدول کي درج سی ، هم ناروغ او هم معالج ډاکتر یا یوروتراپیوت ( یورولوجست ) ته دا امکان پلاس ورکوي چي د معالجي د پرمختګ کچه و ارزولای سي . ددې د پاره چي په نښو نښانو کی د بدلون انځور په ښه توګه تر لاسه سي ، باید دغسی یو جدول یا یاداښت لږ تر لږه دوه شواروزه په منظم ډول تعقیب او خانه پري سی .
      که چیري د مثانې د زیات فعالیت نښي تر سترګو سی ، باید خپل معالج ډاکتر مراجعه وسي څو پر مناسب یې درملنه او چاره وکړي .  د ژباړي پای
تاسي ته د زغم او ښه روغتیا په هیله !      ډنمارک ـ ۲۵ / ۶ / ۲۰۱۵
د ژباړونکي یادوونه :
په لوړه لیکنه کي مو ولوستل چي که اړوند تمرینونه او درمل په یوه وخت کي و کارول سی ، ددي ستونزي علاج کیدلای سی مګر د درملو نوم هلته ندي یاد سوی . تر هغه چي زه مالومات لرم نوموړي درمل دادي :

Tab. Vesicare  5 mg.

( Solifenacin.succinas ) , 30 tabletter

دغه تابلیتونه په قطۍ کي ۳۰ داني دي او یوازي د ډاکتر په نسخه ورکول کیږي . که د ورځي یوه یوه دانه د یوه ګیلاس اوبو سره واخلي او د لوړي لیکني هدایتونه همزمان ورسره عملي کړئ ، انشاالله د مشکل څخه خلاص سئ . که په یوه قطۍ بشپړ علاج و نسو ، کولای سئ یوه بله قطۍ هم واخلئ خو تمرینونه کول د علاج اړینه برخه ده .

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.