آرشیف

2018-5-28

دوکتور ص. سعیدي

د پنجاب_ پاکستان جهاد میوه ورکوي!

د پنجاب جهاداو مجاهدت د نتیجه او ثمره ورکولو په حال کې.

طالب او یا د طالب تر نامه لاندې د طالب  په خوښه او یا د طالب د خوښې پرته خود طالب په نامه د پاکستان د محتاجۍ نه د افغانستان د خلاصیدو د ممانعت لپاره او د افغانستان احتیاج د کراچۍ بندر نه د خلاصیدو لار کې او دا چې افغانستان د چاه بهار د بندر په فعالیدو  د پاکستان له احتیاجه خلاص نه شي  نو طالب راته مرسته شوي  غنم او د مسلمان رزق کفري غنم کړل او هغه یې وسوځول او افتخار هم پرې کوي. 
ما ویل چې طالب به کومه بله توره یې ګړې. بله توره نه وه. د هند د ملت افغان اولس ته خیراتي غنم د طالب په نامه اورپکو له خوا د افغانستان داخل  کې تر برید او حملې لاندې راغلل او  د کفري غنمو نوم پرې کېښودل شو او په افتخار وسوځول شول او نطاق یې ماته ( چې لس وارې مې بند کړ خو لیا هم ) له پنجاب ایمیل راغی چې کفري غنم مو وسوځول. دا د شرم پيټی او د شرم خبر به د طالب  او اسلام په نامه څوک په اوږه کاږي او تحمل کوي؟ 
زه خو والله چې د یو مسلمان او افغان په نامه په دغه دریځ چې غنمو ته کفري  غنم وویل شي او بیا وسوځول شي او په دې توګه د پنجاب  د اوړو مو محتاج وساتي، سخت شرمیږم. او هو اوس لږ لږ غلی شم او ځان تیر باسم چې په جګ اواز غږ کړم چې طالب افغان دی او ددی وطن بچی دی. آیا ددې وطن بچی د خپل ورور د خولې ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی د هند او د پنجاب په جګړه کې د پنجاب په ګټه سوځي او د پنجاب نوکر او محتاج موساتي؟ هغه پنجاب چې ددوی د رسمي ارقامو په حواله د ۴۰۰۰  زیات انسانان او‌مسلمان نر او ښځه یې بوجی واچول. او  بهرنیو ته لا څه چې کفارو ته د پيسو مقابل کې پلورلي دي. 
هو د پنجاب جهاد نتیجه ورکړه چې د طالب او جهاد په نامه هر هغه سر له تنه جدا کړای شو  چې د افغان او پښتون ملت او بلوڅو حقوق یې له پنجابه غوښتل او حتې د همدوی، هو د طالب کارنامې وې چې دغه سیمو کې یې د سر سړي  ووژل او تباه کړل او اوس پنجاب په مختلفو بهانو او پلمو فاتا له پاکستانه سره مدغموي او مدغمه کره ۲۵/۵/۲۰۱۸. 
هو د اف سی ار قانون باید لغوه شوای وای او دغه سیمه  د تاریخي مستنداتو پر بیان مستقله سیمه او مستقل اداری واحد، خپلو صلاحیتونو سره د افغانستان سره په مشوره مستقل وجود لرلای. خو دا طالب دی چې د افغانستان په لسو ولایاتو کې د اور لمبې او د جهاد!؟ ترنامه لاندې د کابل حکومت معاملې او سکوت ته اړ ایستلای او طالب لا پر خپل جهاد افتخار کوي. 
دا د طالب د فشار له برکته دی چې پدرامیان د افغانستان سره صریح خیانت کې دومره ګستاخه دي او تجزیه اعلانوي، او د کابل حاکمیت ورته د طالب په جګړه کې مصروف ساتل شوای. 

زه به طالب هغه وخت ومنم چې پدرام او پدرامیان ته اعلام وکړي او ووایي:  خوله سمه ښوره او دا وطن به ستا پلار هم تجزیه نشي کړای. 
زه به طالب هغه وخت ومنم چې د افغانستان د عمرانی پروژو د ساتنې او حمایې تضمین او ژمنه وکړي. 
زه به طالب هغه وخت ومنم چې د خپلو جهادي هلو ځلو کې د بیګناه انسان د وینې تویدو مخه ونیسي. 
زه به طالب هغه وخت منم چې د حق او عدالت مبازره کې د ټو‌پک تر څنګ د قلم او خبرو ممکن عملي طرحې ملت ته وړاندې کړي او ملت قناعت ورکړي چې زه د پنجاب ګو‌‌‌‌‌‌‌ډاګی  نه بلکې د اسلام نوکر او د افغان د منافعو او ګټو ساتونکی او د انسان ، مسلمان او د افغان د بې ځایه  وینې توییدو د مخنوي په خاطر مې د باعزته سولې دغه عملي طرحې او قدمونه واخیستل او خپل رسالت مې اداء کړ. خو مقابل لوري، افغان حاکمیت،  دا عملي طرحه ونه منله، نو مجبور یم توپک ته زور ورکړم.
تاريخ مو څاري او د الهي عدالت مخ ته حتمي دریدونکي یو! 
داچې د پنجاب جهاد؟!  نتيجه وركوي ګناه یې د طالب په غاړه هم ده. 
الله (ج ) دې ټولو ته د نیکۍ هدایت وکړي. 

آمین یا رب العالمین 
د. صلاح الدین سعیدی 
۲۷/۰۵/۲۰۱۸
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸