آرشیف

2017-4-1

دوکتور ص. سعیدي

د پاکستان نوې دوکې او زمونږه سادګي!

د افغانستان حاکمیت او یوشمیر افغانان داسې نظر لري چې د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین په هکله تصمیم د ددې خط د دواړو غاړو د تصمیمه پورې تعلق لري!  
دا نظر له ‌‌‌‌‌‌ډېرو او د افغان حکومت له مشرانو هم اورم. اما خطاء نظر  او د ای اس ای  د راتلونکو پلانو سره مطابقت لري. 
واې به دا دې څه وويلې؟ زه او د ای اس ای پلانو ته کار کول؟ دا خودې دې راته توهین وکړ. 
نه خدای دې ماته دا توان نه راکوي چې مشرانو او حتی کشرانو ته توهین وکړم. 
نو څه ويل غواړم؟ 
پاکستان د بنو له خونړي قیامه تر دا ننه پښتانه او بلوچ او ټول افغان ملت ستر مشران تباه او لوټ کړل. 
زما یو زړه ته قریب شخص راته څو ورځې مخکې وویلې او قه وکړه: د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب د حکومت له سقوطه تقریباً یونیم کال مخکې د افغانستان د خارجه چارو  په وزارت  کې ماښامنۍ مېلمستیا وه. په دغه مېلمستیا کې راته د پاکستان سفیر رانږدې شو او راته یې ووېلې: ولې له ما نه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوې او ما سره نه دریږې؟ 
ما ورته وویلې داسې نه ده، تاسې سره دریږم. له لن‌‌‌‌‌‌ډو خبرو روسته یې راته وویلې:‌‌‌‌‌‌ مونږ ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب چپه کړای او پر ستوني مو ورته چاړه ایښی او ورته وایو چې د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین کرښه په رسمیت و پیژنه او نږدې دی چې چاړه راکش کړو خو دی لا تر اوسه هم لج کوي. ( عین عبارات ندي بالمفهوم دي). 
راوي وايي چې زما له جدیت روسته له لن‌‌‌‌‌‌ډو خبرو پس د پاکستان سفیر خبره ټوکو ته واړوله او …
راوی وایی ما سهار اول وخت کې دا خبر سکتوري وزیر ته ګزارش ورکړ او … خو نتیجه دا چې د افغانستان جمهور رئيس د پاکستان په لاس حلال شو. انا لله و انا الیه راجعون. 
خبر داده چې له ملنګ جانه تر داننه پاکستان سیمه کې د پښتنو او بلوڅو د سر سړی ژوندی نه پریږدي. 
هغه شخص چې د پاکستان تمامیت ته خطر شي جواب: پانسي او وژنه ده. که وژنه و نه شوه، تطمیع او ‌‌‌‌‌‌ډارونه او دا کار ادامه لري. حتی بعض افغان ملي خرڅ شوي او ‌‌‌‌‌‌ډارول شوي مشران خو اوس قاقستان زندا باد پيل کړای او د ستر باچاخان لمسی ایمل خان ولی خو په ښکاره د افغانستان پر ضد د ای اس ای ټوپک په اوږه کړای. 
بله داچې د پاکستان مستقیما په سیمه کې 200 زره جلاده اردو او د اسلام ترنامه لاندي جهادی ملیشه او نورې مکارۍ لري. د پښتنو او بلوچو مشرانو د وژلو او ترور لپاره د 48 دیموکراتیکه!? او د حقوق بشر!? مدافعین هیوادونه لري. بې ګناانسانان یې ووژل او وژني، بې کوره او بې شتو کړل او لیا لګیا دی. 
دده له پاسه: سپی کوهي ته غورځيدلای او ملا وایی ۷۰ دولچه  اوبه وباسه کوهي پاکیږي. زه وایم نو ۷۰ څه چې ۱۰۰ وباسم نو کوھی به پاک نه شي؟ تاسې به وایاست هو ملا همداسې واي! زه وایم نه نه پاکیږي. ته به وایې شرعه نه منې. زه وایم منم. ریفراندم منم، د دواړو غاړو پښتنو  او بلوڅو او افغان ولس نظر مهماو اساسی دی او منم. خو اول باید سپی له کوهي وویستل شي او بیا 70 څه چې 50 دولچې به هم کوهي پاک کړي! 
اول باید د پنجاب چاره وشي او بیا د اوبو ایستلو او د دواچو شمار وشي. 
یوه بله: د احمدپلار مړ شو او دوی ګ‌‌‌‌‌‌ډ کور لري. کلۍ، تاریخ، تاریخي مستندات واضح او ښکاره مستندات شته چې دا یو شریک او ګ‌‌‌‌‌‌ډکور دی او زما د پلار او نیکه کور دی. تاسې وایاست په دغه هکله چې زما پلار زما پلار وه او دا مو ګ‌‌‌‌‌‌ډکور دی نو زما د کور غړي به پرې فیصله کوي او تصمیم به نیسي? 
آیا دا ستاسې نظر ماته توهین نه دی؟ زما په پلار کې راباندې شک لرې? داسې توهین نباید چاته اجازه وکړل شي. 
هو دیموکراسي او آزادی او حق تعین سرنوشت او رای او رایګیری منم. کله چې هانګان د 99 کلو په تېریدم له انګلستان د چین هیواد ته واپس کیده نو هلته د انګلیسانو له خواه یوه مظاهره تنظيم شوه چې مونږ د انګلستان سره پاتې کیږو. د انګلیس استازي چینته وویلې چې دا خلک زمونږ سره خوښ دي او باد هانکانګ زمونږ سره پاتې شي! د چین هیواد په سړه سینه د انګلستان هیواد ته وویل: دا خو ‌‌‌‌‌‌ډېره ښه ده هله ژر شئ ټولو هغو ته انګلیسي پاسپورتونه توذیع کړئ چې تاسې سره خوشاله دي چې تاسې سره درشي. اما هانکانګ د چین د هیواد جز دی او همداسې به پاتې کیږي. 
زه  منم چې د لغمان خلک حق لري چې تصمیم ونیسي چې د کابل سره ژوند کوي که مستقل جمهوریت اعلانوي؟ هو دا بحث هغه وقت مطرح كيدای شي چې درجانبه او څلور جانبه صمیمه اړتیا شته چې اول د پنجاب لاس ددې سیمو نه قطع او لن‌‌‌‌‌‌ډ شي نو بیا به خپلو کې خپله جوړ شو. 
هو مونږ حق لرو د نظام په نوعیت چې واحد مرکزی د لوی افغانستان حاکمیت او که د پښتنو او بلوڅو خود مختاره اداره او بیا روسته او روسته نور نږدی والی راشي. 
اما نن زمونږ بحث دادی چې ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین په نامه کوم  مشروع خط وجود قانوناً او فزیکي مشروعیت لري؟ 
مشروع دی که نه فرضي، تحمیلي، تپل شوای او غیر قانوني? 
دا د متخصص، حقوق دان او کار پوه وکیل ثابتولای شي او ثابت دی. 
دا زمونږ دکلی خرکار ماما او د ولس او یا د ولسونو خبر نه ده او دا نادرسته طرحه ده
چې دا د دواړو. ولسونو ار دی. د ولسونو کار د حقوقی او شرعی مستداتو پر بنیاد دیورندلاین غیر مشروع اعلانول او بیا ولسونو ته د پردو له وجو بهر مراجعه ده چې څه نور کول غواړي؟

 نور تفاصیل هم لري.
مننه 
دوکتور صلاح الدین سعیدی
29/3/2017
00447886474638