آرشیف

2017-4-12

دوکتور ص. سعیدي

د پاکستان ماهیت!

پاکستان غیر مشروع، ناروا، غیر طبعي او غیر قانوني موجود دی. نه تاریخ لري، نه جغرافیا او نه ملت. ( شاد باش سرزمین پاک…) د پاکستان ملي سرود چې اکثر یې پارسي دی او په دغه ژبه څوک پاکستان کې نه اوسي چې خبرې وکړي. پاکستان او د اوسني پاکستان د م‌ؤسسینو او اصلی  افتخاراتو پاکستانیان علامه اقبال ګڼي. هغه علامه اقبال چې وایي: سارې دنیا سې اچا- هندوستان همارا. 
نو دداسې یوموجود مېنځ ته راتلل او وجود له سره په داسې حال کې چې د شر او فساد، نامرداو کاذب سیاست لرونکی ماهیت لري او هغه ته مقدسه بڼه ورکول حرام دي. هغه پاکستان چې د خپلو قھرمانانو ښځې یې سر خرییلې په بوجو کې واچولې او بهرنیو ته په خپلو ھوایي ‌‌‌‌‌‌ډګرو کې د فې رأس په ۵۰۰۰ زره ‌‌‌‌‌‌ډالرو خرڅېکړې. 
د پاکستان خلک تر اباسینه افغانان او زمونږ ورونه دي خو د پنجاب تر سلطې لاندې وه او دي. 
 دغه خلکو د بنو له خونړي قیامه تر دا نننه قرباني ورکړې او ورکوي چې د پنجاب له سلطې خلاص شي. خو نن سبا مونږ هغه آواز اور چې پنجاب یې اوریدل غواړي او هغه د قاقستان زندا باد نارې سورې دي. باقي اوازونه ‌‌‌‌‌‌ډېر سخت زپل شوي او ټکول شوي، ‌‌‌‌‌‌ډارول شوي او یا تطمیع شوي. 
آباد او ارام، قوي، پر ځان متکي افغانستان د پاکستان په نامه د ناروا او غیر مشروع موجود تباھي ده. 
د پاګستان د استابلشمنت خرابکاره افغان 
ضد او سوله ضد سیاست به بل نه شي!
پاکستان ۶۵۰ زره عسکر او پوځيان او په دغه ان‌‌‌‌‌‌ډول  جنرالان لري. که سیمه کې سوله راشي نو دوی به څه ضرورت او اړتیا وي؟ 
نو دوی د ترور ایجاد، تربیت، تمویل او صدور کې  د ځان بقا ویني. 
د دې خبرې منطق کاملاً ساده او سوچه اړخ  دی او پوھېدل یې هم دومره سخت کار نه دی. 
نو نتیجه او پایله: افغان اولس ، د سیمې ټول خیر خواهان او جهان باید په دغه حقیقت او منطق پوه شي او پوه کړای شي او د پاکستان په نامه  ددې سرطاني غدې د عملیات او د سالم بدن نه د کاږلو علاج په ګ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي. بله لار نه شته. 
د پاکستان سره د سولې خبرې باید یو هدف ولري هغه داچې پاکستان تجرید کړای شي او بې ګناه او ساده انسانان د پاکستان د شومو اهدافو او موخو له چوپړه وکاږل شي. بله لار او چاره نه شته. ددغې طرحې او تدبیر صحت به زمان بیا بیا هم ثابته کړي. 

١٢/٤/٢٠١٧