آرشیف

2017-11-9

دوکتور ص. سعیدي

د پاکستان د ادارې فتنې او قوت وګورئ!

د پاکستان د داخلې وزیر دغه   هفته کې پاکستان پارلمان ته  ګزارش ورکړ چې هغه درې د پاکستان د پاسپورت کارکونکي یې د پاکستان د پاسپورت  له ادارې شړلي چې د طالبان پخواني مشر ملا منصور ته یې د ولي محمد په نامه پاسپورت صادر کړای وه. دغه خبر دپاکستان سیاسیون ، پارلمان او مطبوعاتو سرلیکنه او د سیمې  په هکله نړېوالې رسنیو کې داسې مهم خبر  سرلیکنو  جوړ کړي او خپاره کړي چې لولو:

د طالبانو د مشر ملا منصور پاکستاني پاسپورت جعلي وه. 

او بیاد پاکستان د پارلمان غړو پوښتنې کړي: چې دا باید مالومه شي چې دې کې د ای اس ای لاس وه که نه؟ 

زما ددې لیکنې موخه او پوښتنه داسې ده چې ددې بحث او خبر څخه هدف او موخه څه ده؟
جواب دادی چې دا بل هیڅ نه شي کېدای چې د پاکستان است غواړي جهان ته ووایي چې   دا د طالبانو دمشر پاسپورت خو  جعلي وه. او مونږ پاکستانیانو  ددې جعلي بودن ثابت کړ او چې جعلي شو نو زمونږ څه ګناه. او یو شمېر ګلخانانو بیا پارلمان کې پوښتنه کړې چې دا د ای اس ای لاس هم په کې تحقیق وشي. 
ساده خلکو د ای اس ای د زرهاو پښتنو او بلوچو زنجیري او تارګیت  کیلنګ او هدفمندو وژنو سلسله مو خو ښه مالومه کړه چې اوس به تاسې د پاسپورت د صدور د لینک پر بنیاد څوک دا رابطه مالومه کړي.    داسې کار ای اس ای په درېم او څلورم لاس کوي او ای اس ای داسې ساده هم نه دی. 
داسې درواغو او عمدي غلط فهمی او مصروفیت ایجاد او خلک پرې. مشغولول 
 ددوی د قوت او فتنو. ښکاره نښه او علامه ده. 

دوهمه بېلګه: د افغانستان او پاکستان تر مېنځ 2600کیلو متر خط، ٣٦٢ د عبور او مرورمحلات ، ١٢ محل كنترول هغه نقطې، له دې دولسو نه  ٢ نا قانونه دروازې.  اما له بلې خوا د تېرو میاشتو د قندهار پر  هوایی ‌‌‌‌‌‌ډګر  باندې تروریستانو ته سلاح د میدان داخل نه ورکړل شوې وه خو د پاکستان اداره توانیدلې نړۍ باندې قبوله کړي چې د افغانستان او پاکستان تر مېنځ د اغزن سیم تېرول، دیوار او خندق به دوی وتوانوي چې د تروریستانو د داخلیدو مخه ونیسي. هغه کار چې یهودي حکومت. په غزه او ‌‌‌‌‌‌ډېره وړه غزه کې و نه توانیده. اما د ای اس ای او دا دپاکستاني د فتنو او خدعې ‌‌‌‌‌‌ډکه اداره توانیدلې ده د افغان حکومت هم پرې خاموشه کړي او  پاکستانیان توانیدلي پر دغو دروغو او خدعې  امریکې او انګلستان   ته هم قناعت ورکړي چې په دغه برخه کې د اغزن سیم تېرول پاکستان د مشکل حل معرفي کوي! 
دا مشکل او د تروریستان د مخنیوي  برخه کې  دا آغزن سیم چاپیرول  یو محض بې منطقه  درواغ او خدعه ده اما د پاکستان اداره توانیدلې ده دغه درواغ، خدعه او فتنه پر نړېوالۍ ټولنې، امریکې او پاکستان باندې قبوله کړي. تردې چې افغانستان کې  د انګلستان سفید په ‌‌‌‌‌‌ډاګه ددغه احمقولو منطق تأیید او ملا تړ وکړ. 
دا حالت د ای اس ای د قوي منجمنت او ادارې نښه ده چې  باید پرې اعتراف پرې وشي. 
زمونږ د کتبل حاکمیت د حق خبره او موضع او د افغان مظلوم ولس  د پاکستان د پالیسیو قرباني نړیوالې ټولنې ته نه شي مستندولای خو  پاکستان  نړیوالې ټولنې ته درواغ، مکر، حیله، منافقت او درواغ وړاندې کوي او پرې یې قبلوي. د اغزن سیم او د هغه د ساتلو لپاره امریکې تېر کال له افغانستانه د خپلو وسلو او عسکر د ایستلو په موخه پاکستان ته زرهدار موتر او لس مدرنې چرخي طیارې هم ورکړې. پاکستان په مړو سترګو او دون صفتو اعمالو ناځوانه عمل له نړیوالې ټولنې او امریکې  جزیه اخلي او ‌‌‌‌‌‌افغان حاکمیت د حق خبر او د افغان ولس مظلومیت نړۍ ته نشي مستندولای او نه شي رسولای. 

په یاد ولرئ: د پاکستان استابلشمنټ او اصلی  اداره یعنې پنجابستان او ای اس ای د سولې، د افغانستان او افغان ملت دشمن، له آمو نه تر اباسینه وه ، دی او زمان ثابته کړه او ثابته به کړي چې دشمن به پاتې شي. 
بې پایه پای