آرشیف

2017-2-24

دوکتور ص. سعیدي

د پاکستان جھاد مېوه وركړه!

هماغسې چې جنرال ضیاالحق او نورو د پاکستان مشرانو، د دین او مذهب ټيکه دارانو ، د هغوی استابلشمنت فرض كړې وه نن سبا ښکاري د پاکستان جهاد مېوه او ثمره ورکړه. 
کابل مشران ؟! ښکاره او په پټه په گون‌‌‌‌‌‌ډو ښکاري. د انگور ا‌‌‌‌‌‌ډه، د تورخم دروازه، او نورې د ناروا ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین په فرضي  او ‌‌‌‌‌‌خيالي، تحملي كرښې فزیکي وجود ورکول  او  د کابل چپ پاتې کېدل او حتی همغږي کول یعنې د سرحدي قواو د وجود او قوت هڅې او د بار‌‌‌‌‌‌ډر منجمنت د زرداري هڅې چې د جناب ح. کرزي لخوا لندن کې رد شوې خو دادې د تحقق لپاره یې ورته عملا کار روان دي. اوس اوس  عملاً دې ته زمینه برابریږي چې هغه کار چې امیر عبدالرحمان خان کمیتې له 1893-1897ز كاله تحميل او روښانه نشوه کړای او حتی امیر عبد الرحمن خان د تاج التواریخ په حواله هغه وخت رسما اعتراض وکړ چې دا هغه  نقشه نه ده چې سر تیمار ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ ورته ښودلې وه او ګویا دا هغه نقشه نه ده چې د افغان امیر او برتانوي استعمار د نفوذ ساحه يې مالوموله او سر حد نه وه او انګلیسي جانب هم ومنله او د اصلي نقشې وعده ورکړل شوه. اما تر نن عملي نه شوه. 
له بلې خوا د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ فرضي  او تحميلي كرښې شرقي  خوا هیڅكله هم حتی د ‌‌‌‌‌‌سر تيمار ډیورند په لیکنو کې د برتانوي  هند خاوره نه وه بلل شوې.
د بر تانوي هند په قلمرو  كې هغه وخت یواځې پېښاور او یوه برخه د دیره جات او هغه هم د ګندمک د ګروي خط د نامشروع توافق پر بنياد د استعمار له خوا په یوجانبه ‌‌‌‌‌‌ډول عملي شوې وه. یعنې داچې یعقوب خان د انګلیس ضد سیاست له کبله د خپل پلار امیر شیر علیخان یعنې د پلار په اته کلن بند کې حواس بایللي خاین  ( د انګلیسي جنرالانو  لخوا ورته هم هغه وخت  په لیکنو کې خاین ویل شوای چې هغه مات او د انګلیس سره تسلیم هم وه) اما د ګندمک د ګروي خط توافق ته مجبور شوای او مادي امتیازات يې تر لاسه کړل( لکه چې تاريخ تكراريږي) نو په ١٩٤٧ز كال د هندد وېش پرمهال او د پاکستان د ایجاد پر مهال. باید هماغه هند تقسیم شوای وای چې د هند اداري واحد وه نه له هغه نه بهر. 
په هر صورت حقوقي، قانوني او انساني تفاصیل او مستندات زیاد دي خو دلته دا ویل غواړو چې کابل په ګون‌‌‌‌‌‌ډو شو، زرګري جنګونه عوام فریبي ده او پټ خیانت او معاملې نورې پټې نه دي. 

تاریخ یې خپل وشرماوه او خپل تقدیر يې 
خپله ولیکه. 

د افغان – کابل حاکمیت. ۱۷ کلن  لاسپوڅی سیاست، غلطه او خطاء دیپلوماسي. ددې عامل شوې چې پاکستان او ھر لاروی پر افغانستان لاس پاک کړي او خپل چتلۍ افغانستان کې وغورځاوي او دا پروسه لا دوام لري. دده عوامل به ‌‌‌‌‌‌ډېر وي او دي خو. په ایران او پاکستان کې د افغانستان د اوسنیو پر کابل مسلط مشرانو. په تېره کې د ای اس ای د یوه عادي مأمور. دروازې ته ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي اوږد انتظار او د تضرع حالت کې پاتې او محتاج لیدل شوي او د هغوی له داسې خلکو له سره حیا نه کیږي. دا كار دله هغه مخكې د روسانو له خوا هم کله کله محسوس په دومره دنایت او پستۍ هیڅکله نه وه. هو هغه د  جناب حامد کرزي د نطاق خبر او نکل را یاد شي چې د پاکستان په سفر د جناب حامد کرزي په هدایت د پاکستاني لوری سره د سفر د پریکړه په سر د یوه اختلاف په وجه ورته پنجابی پاکستاني مامور ویلي وه چې تر پرونه مې درته راشن درکوه او اوس را سره د پریکړه پر محتوی جګړه کوې. خو ګمان کیږي افغاني جانب ضعیف او حقیر جواب ورکړای وه یي وه چې دا راشن ستا نه بلکې ته د نړۍ والې مرستې غل وې. 

د افغان کابل ۱۶ کلنې غلطې او پاکستان ته  د ګون‌‌‌‌‌‌ډو کیدنې دیپلوماسي، د پاکستان په خوښې کادري سیاست حتی چې د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول د ای اس ای د مشرانو د ۱۶-۱۷ کلو مخکې د بادیګارد د هغوی د مزارشریف او افغانستان ته د سفرپه موخې بادیګارد  د افغانستان د داخلې چارو وزیر مقررول اوبل یې د پارلمان معاون انتخابول او داسې نوروته د افغانستان حساسې کرسۍ او صلاحیت ورکول( لست او نوم لړ یې اوږد دی) 

دا ټول ددې زمینه برابروي چې پاکستان او ایران په افغانستان  کې هغه وکړي چې 

غواړي. 

د برق د تولید. پرځای د اوبو د لرلو سره 

سره مونږ برق وارد کړو. 

 داسې کادرونه او داسې مس‌ؤولین نن سبا په سیاسي  !؟ ‌‌‌‌‌‌ډلو ټپلو کې د افغانستان د دفاع او ژغورنې تمثیل کوي او ځان ته مشران وایي، ویل پکار دي چې داسې نوکر  حقیقي مشر نه شي کیدای، علت داچې لکۍ یې هلته قم او اسلام اباد کې غوټه ده. 

 

طالبه او د کابل حاکمیته (دواړه  د کابل حاکمانو ته وايم) تاسې د دښمن د برنامو، هو پاکستاني دښمن د اصلي هدف عملا مجریان شوئ. داچې غوښتل مو که نه دا بل سوال. پاتې شو حزب اسلامي د جناب انجینر حکمتیار په مشرۍ او  د جمعیت اسلامي او نورو وړو او غټو احزابو تاریخي موضع  او اوسنۍ کارنامې د ملت د پام وړ دي. تاريخ او الله تعالی مو له هر کاره خبر دې نو اوس  پکار ده چې خپل  رسالت اداء او ددې ملت تراژیدۍ ته خاتمه ورکړئ. د جمعيت اسلامي په مېنځ کې د ستمي او  د ای اس ای د تعصب او قومي لومو كې پوره پوره ګیرو افرادو او حلقو ته ویل غواړم چې د الله تعالی او ملت له  قهر سره به مواجه او  نابود به شئ. 

 ملت د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي  نه چې د افغانستان د یو شخص او محدود قوم او سمت نه بهر حزب دی د هغوې د  مجبوریتونو سره سره لدې چې په لومو کې راګیر هم ښکاري  په عالم اسباب کې سترتوقعات ورځنې لري. ددغه ستر حزب د ملي افغاني سیاسیت توان سخت ضعیف کړای شوای او د صراحت توان یې سخت متضرر ښکاري خو د ملت توقعات ورنه شته. 

 شمېر افغاني ملي مشران چې د افغان حاکمیت کابل کې چوکۍ ساتي نو له دوی نه هم توقعات کم او یا مړه دي. 

 

د كابل پر حاكميت مسلط متعصب ستميان او افغان ضد ځواکونه  منظم افغان ضد خیانت جاري ساتلای او ساتي. 

 نو پاتې شو د ملت او د ملت مخکښ با عزته لیکوالانه او د انساني او افغاني عادل او منصف ضمیر لیوالان چې هڅې به جاري ساتو او انشاء الله حقایق او منطق د خبرې به پوره پوره عاموو او له ټولو با احساسه ملي وطنوالو خواهش دی چې حقایق په ټول توان نشر نشر نشر او پخش کړئ. 

د لر او بر د یو ملي، سراسري غورځنګ او حرکت پوره پوره اړتیا شته او ددغه کار او ملي حرکت پر اصولو کار روان دی چې. انشاء الله زر به مو په جریان کې واچوو. هڅې شریکول او انتظار نه پاتې کیدل حتمي حتمي او حتمي خبر ده! 

خدای ھم نه بدلوي حال د هغه قام 

څو چې خپل حالت بدل نه کړي په خپله

و من الله التوفیق

22/2/2017

00447886474638