آرشیف

2018-4-14

دوکتور ص. سعیدي

د پاکستان افغانستان دشمنه څېره !

دغه پاکستاني هغه بې ناموسه او ذلیل جنرال او پالیس میکر دی چې دده په سفارش د پاکستان لخوا بر افغانستان راکټونه اورول کیږي تر څو دغه سیمې له خلکو خالي او د پاکستان په خوښه افغان خاوره کې پاکستاني سرحدات او دیورند لاین جوړ شي. 

دغه هغه ذلیل او شریر پاکستاني جنرال دی چې په خپله کچه ژبه او نیمګړو محلي افادو، افغان اولس تهدیدوي او وایي: که مو مونږ پاکستانیان په قهر کړو نو تاسې افغانانو ته به جزا درکړو. 

دغه کس هغه پاکستاني شریر جنرال دی چې په خپله روستۍ وی‌‌‌‌‌‌ډيو کې منظور پښتین او د هغو قیام ته په ‌‌‌‌‌‌ډېر قهر او غوصې تهدید کوي، سپکې سپورې وایي او په ‌‌‌‌‌‌ډیره سپين سترګی او پاکستاني وقاحت د نړۍ نه افغانانو ته راغلې مرستو باندې پاکستان د اتوم بم خاوند او موټروې جوړه کړونې سترګې پټوي  او دا نه وايي چې ټولې افغانانو ته له نړۍ راغلې مرستې یې غلا او پر دې سربیره افغانانو ته خپل وطن کې له آمونه تر آباسینه مهاجر وایي او تأکید لري چې داکټر عبدالله عبدالله له نږدې پيژني او د احمد شاه مسعود یې نږدې همکار وه. 

 دغه ذلیل پاکستان جنرال په خپله روستۍ ویدیو کې د افغان مشرانو نومونه په ‌‌‌‌‌‌ډېر حقارت اخلي او افغانان ګواښي او تهدیدوي که پاکستان په قهر شي چې افغانانو ته به جزا ورکړي. 

دده له شرارته او افغانانو له توهینه او په ‌‌‌‌‌‌ډیر قوت او زور، دتهدید او د ده پاکستاني ذلیل د اوه کلن کوماندویي جنګي حضوره په افغانستان کې ددغه استکبارانه او د  افغانانو جبروتي تهدید او د هغه د ۵۰ کیلو متري بفر ( فاصل) د زون له پالیسۍ څخه چې د سترو زبر ځواکونو د موافقې او د افغان حکومت د سکوت په حالت کې د اجراء په حال کې دی، ښکاري چې دی هماغه د پاکستان د افغان او افغانستان دشمنۍ  اصلي پالیسي میکر او د پاکستان د اصلي کثیفې څیرې بیانونکی او اجرا کوونکی دی چې پېژندل یې هر افغان او د خیر انسان ته حتمي دی. 

ددې رذیل او شریر پاکستاني د روستۍ ویدیویي پيغام په اوریدو سره مې دا تأکید او نهایي نظر نور هم کلک شو چې: پاکستاني استابلشمنت او پالیسي سازان د اوسني افغانستان د ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیاسي مشرانو له مجبوریتونو خبر او اوس هم ورته په ‌‌‌‌‌‌ډیر حقارت ګوري.

ددغه شریر پنجابي جنرال د روستۍ ویدیو او خبرو له اوریدو روسته مطمین شوم چې د افغانستان حالات پر افغانستان د امریکایی ۱۱ ټنه بمب چې پوره یوکال مخکې وکارول شو، د حل لاره نه ده. د افغانستان د خلکو د تراژيدۍ د حل لار د یو شمېر تدابیرو په څنګ کې د داسې شریرو پالیسیو او جنرالانو مخه نیول او خنثا کول دي.  په یقین سره چې تر څو چې د داسې پاکستاني شریرو جنرالانو او د هغو د جهنمي استخباراتي سازمان یعنې ای اس ای مخه و نه نیول شي د افغان اولس، له آمو نه تر اباسینه، تراژيدي او د نړېوالې ټولنې د بې ګناه خلکو قرباني به ادامه لري! 

ټول مستند علایم او قراین ښکاره کوي چې اوس پاکستاني استخباراتیان او اجنسۍ د روسانو نه هم د تروریستی عملیاتو فرمایشات اخلی او د پيسو مقابل کې روسې ته د روسې جهان کې خاین اجنتان له مېنځه وړي.

ددغه پاکستاني شریر جنرال د روستۍ یوتیوب پيغام چې په ماته او ګو‌‌‌‌‌‌ډه دري ژبه وه دغه جنرال د یو ستر تنفر او تکبر له مخې افغانانو ته خطاب کوي. 

افغان اولس ته پکار ده چې خپل د تراژيدی عاملین او مجریان وپيژني او نړیواله ټولنه د افغانستان سره د پاکستان له سیمې داسې شریر او جنایتکاره، افغان دشمنه او سولې دشمنه موجود ته بلاخره متناسب او بنیادي ځواب ورکړي او ددې سرطاني موجود او د هغه د جهنمي، تروریستي سازمان اساسي چاره وکړي، که نه د بدو عواقبو لړۍ به نړیوالې ټولنې، سبمې او افغانستان ته نور هم ادامه او پراختیا پيدا کړي!

و ماعلینا الا البلاغ المبین 

۱۴/۴/۲۰۱۸