آرشیف

2017-1-16

دوکتور ص. سعیدي

د ولس حافظه کمزورې ده؟

داسې هم نه ده چې دا ولس دې په ځانګړۍ توګه او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول بې حافظې وي او یا دې حافظه ضعیفه ولري. 

 دا ولس ته یې او دا ولس زه یم او دا ولس ‌‌‌‌‌ډېر مظلوم او د سترو مکارو همسایګانو له خوا ‌‌‌‌‌‌ډېرپه بې رحمانه، نامردانه، مکار او بد ‌‌‌‌‌‌ډول وټکول شو او لا ټکول کیږي. 

دا ولس او ملت که د لر دی که د بر، یو خاص او ځانګړی حالت لري. 

سابق به بهرني جاسوسانو دغه وطن ته خیانت کاوه او هغه هم په پټه، ترس او لرس، اما د 40 کلو په موده او جریاناتو کې  بهرني اتباع د بهر پالو میدیاو په مټ د افغانستان د سیاسی قدرت حساسې کړۍ لاس کې لري او پر دغه هیواد او ملکو حاکمیت او قدرت تر ولکې لري. د د اوسني‌‌‌‌‌‌ پاکستان په چوکاټ کې د مقبوظه افغانستان بحث به پریږدو او دا د کابل حاکمیت ته به راشو. 

وایي  د اوسنۍ کابینې د مخابراتو وزیر په ایران کې پیدا او زیږیدلای، لوی شوای او د ایران مامور وه. 

د افغانستان د دولت د اجرائيه رئيس نطاق نه افغانستان مني، نه افغان مني او نه د  افغانستان د خلكو افتخارات. نه تنها چې نه مني بلکې دهغو د بې عزته کولو رسمي امکانات لري او زما او په برخه کې د تصمیم صلاحیت او امکانات لري. دهغه هویت نه دی مالوم  او وایي ایران دی. 

همداسې د افغانستان امنیتي  او استخباراتي ارګانو کې، د پاکستان او ای اس ای پټ او برالا اتباع او اجنټان، متعصب او پردي پاله عناصر مسلط دي. دا هغه ځای چې باید په کې د سیتسي جریاناتو پرته د وطن اصیل، با درده او با عزته، افغانستان او د هغه منافع، ګټو، مصالحو ته د قانون تابع افراد او اشخاص وي. 

وايي او مظاهر او شواهد شته چې د افغانستان په حاکمیت کې افغان دشمنه عناصر په فعاله توګه حضور لري. 

نو دا مجاهد او مقاوم ملت نه بې حافظې او  نه بې قضاوته دی. اما ستره قرباني یې ورکړې او دا پروسه او لړۍ لا ادامه لري. 

له بلې خوا هو په ‌‌‌‌‌‌عام ‌‌‌‌‌‌ډول ویل کیږي او عامه خبر ده چې وایي د ملتونو او ولسونو  حافظې له تاریخه ضعیفې دي. 

وګورئ لمړی، دوهم او هغه دریم ( په بوسنه او هرسه ګوینه، مصر، یمن، عراق او هغه پرون حلب او سوریه او …) نړیوال جنګونه او د انسان عبرت نه اخیستنه، د کوریا او ویتنام جنګونه او سترۍقربانۍ چې بشریت او ملتونه ترې تجربه نه اخلي. لږ موده کلار شي او بیا یې حافظه ضعیفه شي او بیا جنګ ته ور ودانګي او بیا لږ کلار شي او بیا جنګ ته ورځي او ‌‌‌‌‌‌ډېرې نورې تجربې چې باید همیشه پهیاد ولري خو انسان هغه له یاده باسي او عبرت ترې نه اخلي. 

او هو هغه د اجنټ، اجير او دښمن خبر او څنګه ماته مالوم دي؟ ددې خبرې سسپيناوی زه او ملت څنګه کولای او مالومولای شي؟ 

ددغه خبرې هویت او اصلیت مالومول د امنیتي‌‌‌‌‌‌ او استخباراتی ادارو کار دی، هغه ادارو کې چې د ظاهري شواهدو له مخې داسې متعصب او پردي پال لاس لري چې زما  او ستا او د ملت په هکله تصمیم نیسي. نو لار او معیار څه دی؟ زه او ته د نورو او د د ځان پ ھکله د قضاوت معیار د مواضعو او کړنو پربنیاد بلم. د بل او د ځان په هکله زمونږ د کړو او مواضعو او اعمالو پر بنیاد قضاوت کوو او دهغه تعریف او مقام ځانته او ټولنې ته ور تعریفوو او بر بن‌‌‌‌‌‌ډوو. له همدې کبله په ژوندو کې قهرمان اعلانول راته ګران ښکاري. زه نن قهرمان او اتل یم اما سبا به داسې کار وکړم چې د اتلولی سره څه. چد انسان سره نه ښایي. داهسې خوشې خبر نه ده چې مسلمان دعا کوي: الهي خاتمه مې خرابه نه کړې او آخرینه کلمه او بیاندمو: لااله الا الله کړې. 

بله داچې داهم راته آسانه نه ده چې د بد سړي او یا بدی کشف او نوم اخلو. د بدی پ لیدو خپه کیږو او دا کوم رواني تکلیف هم ندی چې د چا په بدنامولو مو خوښي او لذت راشي. دا چې پر چا  د خاین نوم ږدو دا کومه د خوشالۍ خبر نه ده خو ملت ته د ملت، هیواد او سولې د دوستانو او دښمنانو د پيژندلو په لار کې مستدله او قانع کوونکې مرسته کول پکار دي( الساكت عن الحق شيطان اخرس- الحديث) له بلې خوا یو درواغ دي او بل بهتان. درواغ او بهتان دواړه ګناه ده او د بل ګناه کمول دي. خو بهتان چې د بل په هکله و حق د پوھیدو سره سره درواغ او غیبت وکړو. دا کار کبیره ګناه ده او د الله تعالی د ستر عذاب موب ده. نو په دغه لار کې د مبلغ او ممد په توګه زمونږ رسالت دی چې د چا موضع او کړنه ضد افغاني، ضد ملي او ضد صلحه وي نو هغه ماته یو دی که مغل وي که افغان! او افشا کول یې پکار او ملت ته په وته کول او د ملت له حافظې او یاد سره مرسته کول په کار دي. 

او هو ښه حافظه او له تیرو نه ښه حافظه، له تاریخه ښه حافظه د درس او د عبرت لپاره ده او نه د انتقام او غچ اخیستو لپاره! 

و من الله التوفیق

د. ص. سعیدي