آرشیف

2020-3-28

شاه ولی آرین

د وطـن غـېـږ

دا نړیدلې کلا
دا سوځیدلې خونه
زما د بابا دیره وه
پرون پردي پرې ناست وو
ځوانه تر تورې او غیرت دې جارشم
د سکندر او پرنګي د ماتو
تا هنګامې او کارنامې ژوندۍ کړې
اوس نو کرار شه، توپک مه چلوه
دا د نیکونو کور دې مه ورانوه
نه کوم انګریز او نه اوس روس دلته دی
نه کوم چنګیز، نه هم مجوس دلته دی
اوس نړیدلې، سوزیدلی کلا
بیا جوړول غواړي
دا زورېدلی ربړیدلی انسان
د خپل ټاټوبی نه شړلی انسان
پردوملکونو کې ترټلی انسان
د وطن غېـږ ته ستنېدل غواړي
د خپل بابا د دیری بېرته جوړول غواړي
د سوزیدلی چمن بېـرته شین کول غواړي
د خپل فرهنګ د څانګو بیا سمسورېدل غواړي
 

۱۳۶۹کابل
 شاه ولی ارین