آرشیف

2020-7-11

شاه ولی آرین

د وحشتونو ښاماران دلته دي

دلته د ښکلو سیمه
تل به وږمې خپریدې
اوس لا باران نه اوري
پر ځای یې کاني د وحشت اوري.
دلته انصاف نشته دی
د وحشتونو ښاماران دلته دي
څومره یې ډېر وخوړل
څومره یې ډېر وداړل
څومره یې وینې توي کړې
څومره ارزانه شوه د وینو بیه
څوک یې تپوس نه کوي
دلته ولس بیده دي
دلته یووالي ورورولي نشته ده
ځکه هر څه پيښېږی
ستا ارزښتونه د لیلام په بیه
دومره ساده خرڅېږي
د احمدشاه او میرویس خان عظمت
دلته په ځمکه لوېږی
ولسه پاڅه د غفلت له خوبه
!د دی وحشت پر ضد قیام وکړئ
د خپل هیواد د ازادی له پاره
!ښه انسجام وکړئ

اغوس دنمارک
۰۱/۰۷/۲۰۲۰

 شاه ولی ارین