آرشیف

2021-8-4

شاه ولی آرین

د هیواد له روان وضعیت نه د وتلو یوه لار

 

څو ورځې مخکې مې د « د هیواد روان وضعیت» تر سرلیک لاندې د هیواد د روان وضعیت په باب، د تیرې څلویښت کلنې نه زیاتې جګړې په هکله، د جګړې عوامل، جګړه ماران او د جګړې د بهرنیو او کورنیو عامیلینو په هکله خپل د نظر ټکي وړاندې کړي و.

اوس غواړم یو اساسي او اړین ټکي ته د هیوادوالو پاملرنه راوړم، چې د روان کړکیچن وضعیت نه د وتلو لار ممکن ده او که وي کومه لار؟ د چا په موجودیت او هلو ځلو کې؟ په کومه طریقه دغه موخې ته رسیدلی شو.؟

دا یو روښانه حقیقت دی، چې د جګړې او سولې مالکان هغه کسان دي چې د جګړې اړخونه تمویلوي، نه افغان حکومت او نه طالبان د دې واک لري چې جګړې ته دوام ورکړي اوږده یا یې ویې دروي، ځکه د جګړې د ماشین سویچ د پردیو په لاس کې دی او د خپلو موخو د عملي کولو په نظر کې نیولو سره دوي کولای شي جګړه نرمه کړي، شدت ورکړي او یا یې ودروي، مګر ولیدل شول چې کلونه دغو پردیو جنایتکارانو، کورنیو لاسپوڅو او غلامانو یې د خپلو موخو او ګټو د لاسته راوړلو په خاطرزموږ هیواد او هیوادوال د ستر ناورین او غمیزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

اوس د دې وخت رارسیدلی چې نور باید زموږ هیوادوال د روان ناورین اساسي عواملو باندې ځان پوه کړي او په خپله دوي له دغه انسان وژونکي او خورا دردونکي وضعیت نه ځانونه وژغوري، ځکه تاریخ وښوده چې پردي او د دوي ګوډاګیان هیڅکله سوله نه غواړي او نه باید تمه ترې وشي، ځکه په سوله کې باید دوي ولس ته حساب ورکړي، چې تر ټولو ښه بیلګه یې خلیلزاد دی.

د روانې جګړې اصلي عوامل د افغانانو ناپوهي، جهل او د زده کړو نه محرومیت او بل ستر عامل یې نفاق او بې باوري ده چې دغه دواړه عوامل د بهرنیانو او په هیواد کې د ناکاره او فاسدو حکومتونو له لوري زموږ پر ولس او هیواد تحمیل شوي دي او ورځ تر بلې نور هم ورته لمن وهل کېږي.

حقیقت خو همدا دی، چې د هیوادوالو له نا پوهۍ او نفاق نه تل د هیواد دښمنانو استفاده کړي، جګړه خپله د سواد او زده کړی د مخنیوی ستر لامل دی، چې د هیواد دښمنانو د دغې ناولي جګړی له امله ټول هیوادوال او په خاص ډول پښتانه د سواد اوزده کړی له نعمت نه بې برخې کړي او له بله پلوه یې هیوادوال  په قومي، سمتي، تنظیمي او حزبي ډلو ویشلي او خپلو موخو ته رسیدلي دي. که سمه پرتله تر سره شي په هیواد کې به اصلي او اغیزمن کورني هیواد پلورونکي ممکن( ۲۰۰۰ ) دوه زره کسان وي چې د پردیو د غلامۍ ژغ یې په اوږه ایښی او د خپل هیواد او ولس د بربادۍ هلې ځلې کوي او نور ټول هیوادوال یې د خپلو بهرنیو بادارانو په مرسته یرغمل نیولي دي.

موږ د عملي جګړې تر څنګ د تبلیغاتي او رواني جګړې زیات قربانیان یو، ځکه چې روشنفکري جنبش، ملي دموکراتیک او ټولنیز بنسټونه، چپ ملي او دموکراتیک هغه ګوندونه چې په تیرو شلو کلونو کې هم افغان دولت او هم بهرنیو استعمارګرو له پامه وغورزول، د هیواد ملي او هیوادپال شخصیتونه، د مسلحو قوواوو هغه هیوادپال جنرالان او افسران چې د استعماري ځواکونو د خاېنانه پالیسیو له امله تقاعد او کورناستې ته سوق شوي دي، په بهر کې سیاسي، ټولنیز او فرهنګي بنسټونه په ټول کې یا خوب وړي دي او یا د دغې رواني، تبلیغاتي جګړې تر اغیزو لاندې نه شي کولای سره ګډه ژبه پیدا کړي، د اعتماد جوړونې او باورمندۍ احساس را لوړ کړي، د هیواد د اوسني وخت اړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي او بلاخره د یو ځواکمن قووت له جوړیدو سره پر دولت او بهرنیانو فشار واچوی او په عاقلانه او مسؤلانه توګه د هیواد د روان بحران د ختمیدو په لار کې عملي چټک ګامونه پورته کړي خپل رسالت او دیین تر سره کړي، نو ځکه باید دغه فرصت له لاسه ورنه کړي، چې همدا یې ښه وخت دی.

څنګه کیدای شي چې په هیواد دننه او له هیواده بهر د یو ځواکمن قووت په جوړولو سره روان وضعیت تر کنترول لاندی راوستل شي.

په هیواد کې تر شپیتو زیات له پخوانیو چپو ګوندونه نه رامنځته شوي سیاسي ګوندونه او په سلګونه ټولنیز او مدني جوړښتونه چې د ټولو اهداف د استعمار ضد او په هیواد کې د سولې، ترقۍ او دموکراسۍ تامین او د روانې جګړې ختمول دي، که چیرې دغه بنسټونه خپلمنځي سلیقوي اختلافات سره یو خوا کړي په یوه غږ او یو ارمان چې هغه د جګړې پاي ته رسیدل او هیواد له دې ستر ناورین نه ژغورل دي، سره یو موټي شي دا به خپله په یو نه ماتیدونکی متعهد ځواک بدل شي او هم به د ولس او په نظام کې د سپیڅلو عناصرو له ملاتړ نه برخمن شې، ځکه نور افغانان د جګړې او وژنو توان نه لري، جګړې له دوي نه هر څه واخستل، همدا اوس یې وخت رارسیدلی چې دغه یاد بنسټونه سره یو شي او یو باتور افغان یې له منځه د منظور پشتین شانته ولسي غږ را پورته کړي.

ټولو ته معلومه ده چې د بهرمیشتو افغانانو د پیوستون شورا موجوده ده، چې په هیواد دننه او بهر کې یې لسګونه سیاسي ګوندونه، ټولنیزي ټولنې، مدني نهادونه او ملي شخصیتونه غړیټوب لري، هیله شته چې دغه شورا نورهم خپل دریز پیاوړی  کړي، نړیوالو ته په هیواد کې د دوي د تیروتنو پوره انځور او حقیقت د کنفرانسونو او مستقیمو اړیکو له لارې وړاندې کړي.

دریمه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ولس بې رهبره دی، نو ځکه دا ولس تل د هیواد د بهرنیو او کورنیو دښمنانو له لورې بې وسه شوی، وږی ساتل شوی او د قومي، تنظیمی ټیکه دارانو له لورې ترې د خپلو موخو او ګټو له پاره ناوړه ګټه پورته شوې ده.

په یقین سره ویلی شم چې همدا یې وخت دی چې د پورتنیو یادو بنسټونو تاریخي رسالت او مسؤلیت دی، چې یو موټی شي او واحد غږ پورته کړي، واحده ژبه پیدا کړي او د یو ستر ازادي بښونکي نهضت او ځواک په جوړیدو سره خپلو هیوادوالو او هیواد ته له دې سترې غمیزې نه خلاصون ورپه برخه کړي.

دا ډېر ساده کار دی، مګر قرباني او هلې ځلې غواړي، اوس چې بهرنیان د وتلو په حال کې دي، په هیواد کې کاملا د نوې سیاسې فضا او وضعیت په رامنځته کیدو سره د هیوادوالو ملي یووالي کولای شي چې هم د افغانستان په جګړه کې پر دخیلو بهرنیو هیوادود او د جګړې پر دواړو اړخونو د فشار او ملي ستر ځواک په ښوولو سره د روان بحران او جګړی مخه ډب کړي، په یقین سره یو ځل بیا ټینګار کوم که هیوادپال افغانان سره یو ځای شي، نو هیواد ته به له روانې جګړې او غمیزې نه خلاصون ورپه برخه کړي.

 

پای