آرشیف

2015-8-26

شاه ولی آرین

د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکې د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت: دوهمه برخه:

 

په تیره برخه کې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د دریځ په هکله چې د سردار محمد داؤد جمهوری نظام یې تائید او په رسمی توګه یې پلوی تری اعلان کړه په لنډه توګه څرګندونی و شوی.
دا یو حقیقت دی چې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په هیواد کې تر نورو ټولو سیاسی ګوندونو پراخ او هیواد شموله ګوند و، چې د ټولو قومونو او میلیتونو استازیتوب یې کولی شو، خو دا هم باید وویل شې چې جوړښت یې د څوفرکسیونو مجموعه وه، چې د پیل نه د سلیقوی او ځینو نورو توپیرونو له امله د رهبری په کچه ستونزی او د نظر اختلاف موجود و. په ګوند کې د سلیقوی، ښاری او کلیوالی، سیمه ایزو او یو څه هم د ټولنیزو توپیرونو د موجودیت له امله له یوی خوا او هم د شوروی اتحاد او کمونست ګوند سره د ډیر نږدیوالی او یا یوازی د نیکو او متقابلو اړیکو د ساتلو نظرونو او عقایدو ګوند په دوه مهمو فرکسیونونو خلق او پرچم ویشلی وو.
د پرچم په فرکسیون کې ببرک کارمل او د هغه خاصی ډلی شوروی اتحاد او د هغوی کمونست حزب سره په نږدیوالی او استخباراتی همکاریو او د کی جی بی غړیتوب، سویتیزم ته وفاداری خپله ګوندی اصل، افتخار او انترنا سیونالیستی دنده  بلله، مګر په بل فرکسیون خلق کې د ترکی په مشری او په خاص ډول حفیط الله امین او نږدی ملګرو یې د شوروی اتحاد د تیرو تاریخی راوابطو په نظر کې نیولو سره یوازی د متقابلو همکاریو او نیکو اړیکو غوغښتونکی وو، چې همدا علت پر خلقیانو دروسانو اعتماد او باور کم کړی و.
غواړم تاریخی پیښو ته چې ولی خلقیانو پر روسانو ډیر باور نه شو کولی یو لنډه اشاره وکړم.
 په لمړی برخه کې هم ورته یو څه اشاره شوی هغه مهال چې جمال عبد ناصر د ۱۹۵۶کال د جولای په ۲۴ نیټه دعربی ناسونالیزم د ودی او پرمختیا له پاره د سویس کانال ملی کړاو د سوکانو پاڅون هم په اسیا کې د ناسونالیزم ریښی وځغلولی اود دواړو په ګډ نوښت د باندونګ کنفرانس جوړ شو او سردار محمد داؤد هم د افغانی ناسونالیزم په پلوی د پښتونستان مسئله په پام کې ونیوله او له دغه ملی غورځنګ سره چې د اسیا او افریقا د یو شمیر هیوادونو استازو په کې برخه اخیستی وه ملګرتیا وکړه. داؤد خان غوښتل چې دا موضوع د پاکستان سره مطرح کړی او د هغوی د نه منلو په صورت کې یې د نظامی او اقتصادی پیاوړتیا په نتیجه کې  په پاکستان د فشار له لاری حل کړی. نو ځکه یې لومړی خواست امریکی ته وکړ چې ورسره مرسته وکړی، مګر امریکی دغه غوښتنه رد کړه او داؤد خان اړیستل شو چې د جمال ناصر شانته د شوروی اتحاد سره اړیکی ټینګی کړی. خو اوس باید دا قضاوت وشې چې دامریکی په دوستی کې پاکستان چیرته و رسید او د روسانو په دوستئ کې داؤد خان او افغانستان څه تر لاسه کړل.
روسانو فکر کاوه چې افغانستان به یوازی دوی ته پاتی کیږی او د مرستو شرط یې هم دا و، چې له بل بهرني هیواد سره به تړون نه لاسلیک کوي په خاص ډول نظامی تړون.
دشلمی پیړۍ د اوومې لسیزې په شاوخوا کې هغه مهال چې د افغانستان د حکومت په بلنه«کسینجر» افغانستان ته راغی نو د افغانستان او پاکستان د کړکیچ د اوارولو د پاره د پام وړ خبری وشوې، په دغه لیدنه کې  هغه خبری چې د کسینجر او د هیواد د چارواکو تر منځ وشوی د افغانستان له لوری په خپله محمد داؤد بل وړاندیز له افغانستان سره د امریکا اقتصادی او نورې هر اړخیزې مرستې وي او په څانګړی ډول یې دهلمند دپروژی دودې او پرمختګ یادونه وکړه، سیال لوری هم په ډیری خوښۍ دا دواړه وړاندیزونه ومنل او له محمدداؤدنه وغوښتل شول چې د امریکی  جمهور رئیس به له ده نه بلنه وکړی  او د راتلونکی دوستي د پراختیا او پرمختیا له پاره په خبرې اترې وشي.
که څه هم د امریکی هیواد په څرګند ډول د افغانستان او پاکستان د ښو اړیکو په اړه «بوټو» ته څه ونه ویل خو دا ډول زمینه بربره شوی وه چې په دی هکله به خبری جدی پر مخ ځي . په دغه حساسو شیبو کې شوروی اتحاد یو ځل بیا ویری واخست چې ګنی افغانستان یې له لاسه وځي خپل لاسپوڅی ببرک کارمل یې وپوهوه چې دغه نازک حالات بي ثباته کړي نو د ډله ایزو خپرونو له لارې کارمل په ډاګه کړه:«…اخطار به بوټو قاتل این مرد خون اشام هزاران مردم بنګله دیش..» ولی بیا هم جمی کارتر مینه وښوده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پیښ شوی کړکیچ په اړوند خبری اتری وشي او په دی اړه یې په ۱۹۴۷کال داؤد خان ته رسمی بلنه ورکړه چې په بیلا بیلو مسایلو خبري وکړي. همدا ډول د افغانستان او پاکستان د کړکیڅ په اړه سردار محمد نعیم خان او وحید عبدالله په ۱۹۷۴کال شوروی ته لاړل. برژنیف او کاسیګین سره یې ولیدل.نوموړو یو ځل بیا په تشو خبرو خوله وازه کړه او ویې ویل چې موږ دپاکستان تیری په کلکه غندو خو دعمل په ډګر کې د افغانستان حکومت په وار وار له شوروی نه غوښتی وو چې د افغانستان سره نظامی او اقتصادی داسی مرستی  وکړی چې د پاکستان جوګه شې مګر بیا هم شوروی په سیمه کې دقوواو انډول په پام کې نه نیوه یوازی دومره څه یې کول چې د افغانستان حکمتونه وغولوی.
همدا ډول په تاریخی بهیر کې د تزاری روسیی، شوروی ګډوموخو دایران او بریتانیا سره په ګډه دافغانستان دټوټه کولو او په وروستیو کې د افغانستان د خاوری یوه برخه د پنجده په سیمه کې ولکه کول، د داؤد خان د نظام پر ضد د بی شمیرو دسیسو کارول هغه څه وو چې د خلقیانو یو شمیر مشرانو دوی ته د شک او بی باوری په سترګه کتل او شورویان هم پر دوی بی باوره وو.
یو بل اساسی او مهم ټکی چې پر روسانو د خلقیانو د بی باوری د بیلګی په توګه یادولی شو هغه په مسلحو قوواو کې د ګوندی سازمانو داسی جوړول چې شورویان تری هیڅ خبر نه وو، حال دا چې د پرچم نظامی کادرونه روسانو ته څرګند او د روسی مشاورینو سره یې ګډ کار کاوه.
دیاګوکوردوویز« حقایق پشت پرده تهاجم اتحادشوروی بر افغانستان» کتاب کې چې عبدالجبار ثابت ژباړه کړی داسی لیکی«در جناح چپ، اتحاد شوروی کمک های خودا را به پرچم که رهبر ان ببرک کارمل برګزیده مسکو بود افزایش میداد». بل ځای بیا لیکی«اګر چه ظاهرآ پر چم در حزب دموکراتیک خلق افغانستان منحل شده بود لیکن منابع مطلع شوروی بمن اظهار داشتند که اداره استخباراتی قوای مسلح شوروی میر اکبر خیبرو نظامیان تربیت شده پرچم را در سال ۱۹۶۴تشویق نمود که سازمان انقلابی قوای مسلح را تشکیل دهند».
بل ځای بیا داسی لیکی:« ظهور امین بحیث قوی ترین شخص در کابل بصورت واضح در پلان بازی  شوروی شامل نبود نبود، همچنان شورویها اماده نبودند که امین را چنین به بینند که بر شبکه عسکری و پولیس قبضه و کنترول کامل داشته باشند، پالیسی امین این بود که به شورویها درمورد افغانستان حق آنقدر نظارت را ندهند که شوروی ها انرا می خواهند».  دیاګوکوردوویز د امین سره په مصاحبه کې داسی لیکی:« همچنان درماه اګست پاسخ امین به یکی از سوالات که به نفوذ شوروی ها در کابل مربوط بود بمن چنین فهماند که وی در ارتباطش با اتحاد شوروی احتمالآ با مشکلات روبرو خواهد شد. وی ګفت:
  «شما امریکائیها در مورد ما نه باید تشویشی داشته باشید. ما افغانانیم، ما میدانیم که با روسها چطور سلوک باید داشته باشیم. بیاد داشته باشید که آنها بما آنقدر ضرورت دارند که ما برای ایشان داریم حتی، ضرورت آنها بما بیشتراز ضرورت ما به انها است. روسها بمن آنقدر ضرورت دارند که من با ایشان آنقدر ضرورت را احساس نمیکنم».
په وروستیو کې هم امین د هیواد د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره د روس په مقابل کې هیڅکه سر ټیټ کړی نه دی او د یو مستقل ولس مشر په توګه یې د ملی ګټو ملاتړ کړی دی.اکادیمسین کاندی ابراهیم عطایی د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه کتاب کې داسی وایې«امین د شوروی سره هم په خوشونت برخورد کاوه لکه چې یوځل د ګازپر قیمت یې د شوروی له هیئت سره خبری دې حد ته ورسیدی چې هغو ته یې وویل کوم قیمت چې موږ ټاکلی او د بین المللی مقرری سره برابر دی که یې منئ ښه او که نه بیخی دا قرارداد لغو،افغانستان به په خرو خپل انتقالات وکړی او د ګاز له ګټی به تیرشې». امین ته په ورستیو کې دا بیخی جوته شوی وه چې روسان له ده سره مرسته نه کوی نوځکه یې وغوښتل چې ګاونډیو هیوادو پاکستان، ایران او ځینو نورو لکه کیوبا، یوګوسلاویا سره روابط ټینګ کړی تر څو د دوی د تجربو په نظر کې نیولو سره د شوروی د حکومت د مغرضانه مرستو پرته هیواد جوړ کړی پاکستان سره د پلوماتیکی اړیکی پیل شوی خو هلته هم د دیورند د کرښی رسمیت نه منل د دی سبب شول چې دغه هلی ځلی د رکود سره مخ شې.
 پورتنی ارقام دا په ډاګه کوی چې نه د خلقیانو د رهبری اکثریت غړو دروسانو سره ښی اړیکی درلودی او نه په روسانو دوی (خلقیان) ښه لګیدل. همدا علت هم و چې د ثور د نظامی پاڅون همزمان کله چې روسانو ولیدل چې ددوی د بوډاګیانو ونډه او ګډون کمرنګ دی د واره یې په ناځوانمردانه دسیسو لاس پوری کړ او د کارمل تر مشری پرچم ډله یې وهڅوله چې  د دولت د بد نامولو له پاره ورانکاره عملونو ته لمن ووهی او تر څنګ یې په کودتای عمل لاس پوری کړی. دپورته توضیحاتود روښانولو نه می موخه داده  چې هیوادوال او نړیوال نباید په پټو سترګو د حزب دموکراتیک خلق په هکله غیر  عادلانه قضاوت وکړی.
بله د یادونی او پاملرنی موضوع داده چې یو شمیر هیوادوال د دغو ټولو واقعتونو سره سره بیا هم په ډیره خواشیی د دغه ګوند غړو ته د کمونستانو نوم یا عنوان ورکوی حال دا چې د ګوند په هیح حقوقی او مرامی اسنادو کې دغه کلمه یا هدف نه موجودیت درلود او نه یې حقیقت لره.
د افغانستان په خلق دموکراتیک ګوند قضاوت او څیړنی باید دګوند د شرائطو ترکیب فرکسیونی تمایلاتو د خلقیانو او پرچم د ډلو د خصوصیاتو او کړنو شوروی اتحاد ته د کومو ډلو او اشخاصو د نږدیوالی او د شوروی د یرغل او تجاوز له پاره د چا او کومو کسانو  له لوری کار، مرسته او شرائط برابرول چې د دی ظالمانه یرغل لمړی مرمی د هیواد د اتل شهید حفیظ الله امین او د هغه د کورنۍ دغړو په ټتر ولګیدی سم، ملی، افغانی او اسلامی قضاوت وشې نه د ذاتی بد بینیو، پوچو او د حقیقت نه لری تبلیغاتو پر بنسټ چې ځان او یا خپلو ډلو ته د برائت ورکولو په خاطر تر سره کیږی او دوام لری سم او منصفانه به نه وی. دا هم یو علمی او منطقی اصل دی چې هره پدیده مثبت او منفی اړخونه لری د همدی اوصولو په چوکاټ کې د خلق دموکرتیک ګوند د تیروتنو اشتباهاتو او حتا دځینو غړو د خیانتونو سره سره چې پورته په تفصیل سره بحث پری وشو ډیری لاسته راوړنی هم لری چي نباید سترګی پری پټی شې، چې هغه د اداری فساد،رشوت، مخدره موادو  بیخی له منځه وړل د خلکو د مال،  ناموس او عزت درناوی دچور چپاول مخ نیوی او داسی نور مثبت او ارزښتناک مهم کارونه.
ټولو هیواد والو ته جوته ده چې د نور حزبونو د مشرانو او حتا غړو مجلل بلډنګونه په هیواد او بهرکې موجود دی او نور هم لا پسی د جوړولو او د هیواد د ورانونو،  بیت المال د چور د ځمکواو د هیواد د طبعی منابعو د چور اوغصب له لاری په مافیائی کړیو اوځواک بدل شوی او دوی هم ناری او سوری وهی چې د هیواد د بربادی عاملین کمونستان دی، ای کاش چې دا بیچاره ولس بیا هم خپل دوست او دښمن نه پیژنی او چکچکی ورته کوی.

نوربیا

شاه ولی ارین دنمارک