آرشیف

2020-7-6

شاه ولی آرین

د مینې څپه

ما خـو د مـېـنـې د اوبـو څــپـه کړه 
دغـو څپو کې مې غوپه، غوپه کړه

چې مـې جـمـال د خپـل اشنا لـیـدلـو 
هـغـه ظـالـم په بې رحمې خپه کړه

دلـتـه د تورو شپـو کـوټـوال ګرزي 
دغـو جابـرو رڼا ورځ  راشپه کړه

دلــتــه اواز د ازادۍ اوچـت کـړي 
ځکه مې چـیـغـه یکه زار ټـپه کړه

خـدایـه زمـا چـیـغـه په جار واوره 
د دی ظـلـمـونو استعمار چپـه کړه
 

اغوس دنمارک 
۰۳/۰۷/۲۰۲۰