آرشیف

2015-2-8

دوکتور ص. سعیدي

د مولانا ضعیف د سولې په لیکنې لنډه کتنه

د لوی او بخښونکي څښتن په نامه
د روانې میاشتي په ۱۲ نیټه د شبنې په سهار مې په زغرده د خپلې لیکنې تر کتنو وروسته چې د افغانستان او د سیمی د خلکو د تراژیدی عوامل په کې څیړل شوي وه د محترت عبدالسلام ضعیف د سولې له پاره شپـږ اساسي او مهم قطعیاتو په نامه نشرته سپارل شوې لیکنه په ډیر دقت مطالعه کړه. په دقت په دې خاطر چې د طالبانو حرکت د افغانستان د سیاسي څیرې یو مهمه څیره ده او جناب عبدالسلام ضعیف ددې حرکت دمهمو رسمی شخصیتو څخه ګڼل کیده او اوس هم په ډیرو مواردو کې د هغه د افکارو ممثل دی، که څه هم مولانا ضعیف د طالبانو رسمی نماینده ځان نه بولي. 
د دوستانو دمشورو رعایت مې په کلکه وکړ او خپل لیدو لوری مې نه د تقابل په توګه بلکی دیو الترناتیف به توګه داسې وړاندې کړچې لوستونکی پرې لږ ستړی کړم چې په هغه کې د محترم ضعیف او زما دلیدلوري تفاوت په خپله پیدا کړي. 
تفاوت ولې؟ تفاوت په دې چې مشترکات خو شته اما لوستونکو ته تفاوت مطرح دی او د هدف ته درسیدو عملی لارې. په بعضی مواردو کې یواځې نه ویل شوای مطلب او وړاندیزونو بشپړ والي باندې تأکید کول غواړم تر څو لید لورې او دهغوی طرحی زما له نظره عملی جنبه پیدا کړي اوتناقض يې له منځه ولاړ شي. 
زه په کلکه پدی باور یم چې دا مسایل دومره دقت ته اړتیا لري چې (الف ) ووایاست او ( ب ) ونه وایاست نو نسخه به نیمګړې وي او که دا کار په دقت علمی کول غواړۍ نو بیا د پراخوالي له کبله د لوستونکي د حوصلې اوچتیږي. په هرصورت: 
سوله په هیواد کې هغه وخت راتللای شي چې بهرنیان د افغانستان په داخلي چارو کې له مداخلې لاس واخلي، د سولې په اولي او بنسټیزو شرایطو د موجوده سیاسي ځواکونه له خوا داسې مقدماتی تفاهم او توافقات وشي چې د هغه په پایله کې د افغانستان خلک خپله په خپل سرنوشت تصمیم ونیسي. داسې شرایط چې په هغه که د ملت له تصمیم نه دمخه کوم اساسی کړنلاریز تصمیم او تغییرباندې په کنفرانسو او محدود جرګو کې تصمیم و نه نیول شي او په دې توګه دملت حق ځانته منحصر نه کړي. هغه کار چې څو څو ځلي شوای او بیا هم په همدغه روش و کړنلاری هڅې روانې دي. 
په کار ده چې ټول احزاب، سازمانونو اوسیاسي ګروپونه د خپلو نسخو د عملی کولو مشروعیت د خلکو نه باید تر لاسه کړي. په عالم اسباب کې داسې انتخاب چې کامیاب او د بري لرونکې او ناکام (او هغه چا چې د ملت رایه نه ده ترلاسه کړی) په دې باور شي چې د ملت انتخاب او ټاکنه شفافه او آزادانه وه. په دې کې هیڅ شک نه شته چې هر ګروپ او سازمان د خپلو نسخوپه ریښتینوالي او درست والي ایمان لري او د انتخاباتو ، ټاکنو او په هغو کې در رایو تر لاسه کونه او یا نه ترلاسه کونه د نسخو د درست والی او عدم درست والی سند نه دی. 
په اولی مراحلو کې د لمړنیزو توافقات په څنګ کې عملي میکانیزم داسې جوړ شي چې دټوپک په ځای انساني عقل، افغانیت او اسلامیت اساس وګرځي. 
هو د سولې سره په حاکمیت کې او هغه خوا داسې ځواکونه شته چې د سولې پرځای د متقابل جذب او ادغام او په ناروا توګه د ځان دبقا او فریب په اصولو کار کوي او د درک او د فهم وړ خبر هم ده. داچې سولې ته حاضر ځواکونه د افغاني او یا بهرني رسمي او غیر رسمي جانب له خوا دمشکل سره مواجه کیږي او په بهر کې د بهرنیو استخباراتی ځواکونو لخوا په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه موانع ایجادوي د فهم او د دقت وړ ده. اما عملی داسې تدابیر نیول په کار دي چې دا مجبوریتونه او موانع له منځه لاړ شي. دا به خیرات او عذر نه کیږي. دداسې ظرفیتونو، امکاناتو او میکانیزم عیارول او فعالول په کاردي چې متخلف دې ته اړل باسي دمغرضانه عمل او شرارت نا لاس واخلي. افغانستان داسې امکانات او ظرفیتونه لري.
هو سوله په سازش، معامله او تقسیم دغنایمو او دهویت دلاسه ورکونو په مانا نه ده. هغه کار چې په اکثرو موارد کې د سولې په نامه تر اوسه شوای دی.
هغه سوله چې مقابل لوري يو دبل نه دخپل بقا او دمقابل لوري نه د خپل مشروعیت او په حاکمیت کې د بقا او یا حاکمیت ته د رسیدو غیر مشروع اهداف په کې مضمر وي هغه سوله نه ده چې افغان ولس يې رسیدو ته هڅې کوي. دا حالت به هسې په بیاله کې خټه(چِم) ايښودل او له بیالې نه تیریدل وي چې ډیره مؤقته او بې بنسټه سوله به وی او د تراژیدی د اوږوالي عامل به شي. 
سیاسي سوله او سیاسي توافق په مفهوم د واقعی د کلمې چې هر څوک خپل ځای اود ملت ځای پکښې وپیژني بل ښه الترناتیف او قایمقام نه لري. مونږ داسې سولې ته په کلکه او بې تأخیره اړتیا لرو. 
په ولس کې د سیاسي انتباه او هوښیاری د موجودیت سره سره د پردو لاسونه زمونږ به داخل کې داسې قوی دي چې یوشمیر يې بهرنیو اهداف ته دخدمت لپار مجبور کړي او یوشمیر نور بیا په ریښتیار ددې وطن د جرړو دایستو مقصد او موخه لري. د افغان ولس ډیه موده شته والی په پاکستان او ایران کې او موجوده مجبوریتونه په دې پروسه کې مجبور سیاسي او انفرادي ځواکونه د مجبوریتونو د ادامې عامل او په دې توګه بهرنیو استخباراتی ځواکونو ته به افغانستان کې لاس بری ورکوي. ددې حالت باید دوتلو لارې چارې ولټول شي. په کار ده چې پردي مزدور او خرابکاره عناصر په ملت کې تجرید کړای شي. دا کار دخیر خواه افرادو او ټولنوپه انفرادی او ډله ایزو هڅو اوهاند د یوې پروسې په توګه کیدای شي. په دې برخه کې افراط او تفریط مضر او معکوس نتایج (کنتراپرودکتیف) لرلای شي او لري. به کار ده خیر خواه افراد سره وپیژني او مستقمیه او غیر مستقیمه، په مريي او نا مریي ډول سره دمشترک خیر هدف لپاره لاس ورکړي او دخیر ممد، همکار او همیاره شي.
د فهم وړ ده چې پاکستان کاُفی داسې امکانات په اختیار کې لري چې د ۱۳۹۳ (۲۰۱۴م) کال وروسته به وضعه هماغسې کړي چې هغوی يې غواړي. د پاکستان اصلی ستابلشمنت او اصلی حاکمان د افغانستان په خرابې کې برخه ، لاس او غټ تأثیر لره او لرلای شي. دا چې دا تأثیر دې مثبت وي هغه عملاً محدود وینم. دلیل: په پاکستان کې مختلف سیاسیي، مسلح ګروپونه او ډلې د پاکستان د ارادې نه پرته شته او وي به. پاکستان توانیدلای او په توافق رسیدلای چې بعضی دا ډلې او مسلح ځواکونه دې خپل فعالیتونه په افغانستان کې کوي په دې قیمت چې هغوی به یوبل ته څه نه وایی. او په بعضی مواردو کې خپل اهداف پرې عملی کوم. مثلا دومره زندانیان دې خوشې کوم خو په دې شرط چې په فلاني ځای او فلاني سړي دماکه او حمله وکړئ. ۲۰۰۰ موټرسایکله درکوم خو په دې شرط چې دغه اویا هغه راته کړئ. او داسې نور معاملې چې دواړه خواوې (مسلحې ډلې او پاکستاني ستابلشمنت او نظامیان ) په کې خپل خپل اهداف او آرمانونه لري. 
راشو د افغان کابل اداری تبلیغاتی برخه چې د ۱۳۹۳(۲۰۱۴م) کال نه وروسته به هرڅه ګل او ګلزار وي. اول خو داسې نه ښکاري چې نړیواله ټولنه او امریکائیان په ټپه له افغانستان بعد از ۲۰۱۴ م کال بهر شي. دومه داچه داسې نه دي اوریدل شوي چې بعد له ۲۰۱۴ کال دې ټولې خواوې تشویش ونه لري. خو د فهم وړ او د معمول له مخې دکابل د حکومت د خلکو کار دې داسې اطمینان ورکړي. واقعیت دادې چې ددې حاکمیت مخالفین په داخل او بهرکې دې ته انتظار باسي چې د بهرنیانو تأثیرات او نظامی شتون لږ شي، نو بیا به اصلي کارنامې پیل کوي. ددې کار لپاره ددې وطن خیر خواه عناصرو ته په کار ده چې لاس په لاس شي او دخیر لپاره همدا اوس داسې لارې و لټوي او عملی کړي چې بیا د افغانانوخونې لیا نورې هم خرابې نه شي او دا وطن نورهم د بهرنیو د اهداف او زور آزمایی میدان نه شي. 
د ویلو وړ ګڼم چې د افغانستان د کابل د حاکمیت مخالفین د طالب په حرکت کې خلاصه کول غیر دقیقه خبر ده. دبلې خوا د طالب او اسلامی ګوندونو رهبری اوزعامت د افقی او عمودي رهبری د خاصیتونو ته پام لرنه نه کول اوپه افقی رهبری او صفوفو کې د افغان ولس ګډون درمختلفو عوامل له کبله چې به تنظیمی لحاظ ددې احزابو سره تړون نلرل او هریو ترمعینه حده د خپلو اهدافو لپاره چې حتما به د طالب د حرکت د اهدافو سره نه لري، په پام کې نه نیول. هغه تریځ واقعیتونه دي چې سترګې پرې پټول ناروا کار او ددې وطن د واقعیت غلط انځور دی. 
په دې توګه د طالب حرکت معیینه حلقه د افغانستان د سیاسی څیرې یو جز دی نه کُل. 
په دې توګه د کُل دعوی کول افغانستان کې سوله نه شي راوستلای او دا دسولې خبر نه شي کیدلای. 
که په دې خبره ځان پوه نه کړو او دطالب حرکت بیاهم ځان یواځنې حقوقی او مشروع شخصیت ګڼي چې ملت باید ورته تسلیم شي دافغانستان د خلکو د تراژیدی عامل به وي او د الله تعالی او دملت په وړاندې به دستر مسؤولیت پیټی وړي. دا لید لوری د حل پر ځای خپله مشکل دی او جګړې او ورور وژنې ته لمن وهل دي. 
که چیرې هم په نورو موارد کې خود خواهی رده شي اما ډیرط پلاوی په عمل کې داسې برخورد کوي چې بل لوری عملاً ردوي د دافغانستان د تراژیدی د اوږدوالي عامل دی.
د اساسي قانون په اړه زما پوهه په کنفرانسو او ناستو او مقدماتی ناستو کې هیڅ تغییراو تنظیمول په دې توګه چې قانون اساسي دې څنګه وي؟ نظام دې څنګه؟ اوتغیرات دې څنګه وي؟ د یو نظر په توګه د خپل نظر توګه کوم مشکل نه لري او ملت باید تعین کوونکی وي. 
پدی ناستو او ولاړو کې اساسي توافق په دې پکار دې چې څنګه د افغانیت، اسلامیت او انسانیت پراصولو داسې زمینې برابر کړو چې په هغه کې دټوپک پر ځای انساني سلیم عقل تصمیم ونیسي. د افغانستان خلک مسلمانان دي او یو مسلمان افغان د اسلام او اسلامی ارزښتونو به چوکات کې د افغانستان د منافعو او دسولې په چوکاټ کې تصمیم نیسی. مرغۍ له قفسه خوشې کړه او وزر وهل مه ورزده کوه. هغه پوهیږي چې څه وکړي. 
دا تغییرات (قانون اساسی ، نظام او …) انقلا بی تغییرات که ممکنه وي نه دي په کار. په انقلاب کې قانون په ټپه دریږي او دا نور ډیر مشکلات پیدا کوي. 
په دې هدف او دخیر دخدمت لپاره لاس ورکول پکار دي او نورې داسې لارې او میکانیزم شته چې انشاء الله په پوره ډول ویلای شږ د افغانستان مشکل حلیدلای شي. 
خلکو پوهول په کار دي چې سیکولاریزم به مثبت جوانب هم لري اما په هغه ټولنه کې چې ۹۹ ٪ مسلمان وي . نظام او حاکمیت د خلکود ارزښتونو د پالنی او روزنې وظیفه لري ، دا سیکولاریزم او سیکولاریست نظام په افغانستان کې له سره ځای نه لري او د اسلام دین په داسې ټولنه کې سکولاریزم له سره نه مني. اما ددې انتخاب به ملت کوي. او مسلمان د اسلام د ارزښتونو په چوکات کې تصمیم نیسي. تفصل به د لوستونکو له حوصلې بهر شي. 
مننه دوکتور صلاح الدین سعیدي افغاني لندن ۱۳/۰۱/۲۰۱۲

 

 

نظرات شما

علم
هالند

محترم صلاح الدین سعیدی سلام.تحلیل مقایسوی خیلی مفید وبا ارزشی بود اما ازینکه بسیاری از دوستان طرح مولانا ضعیف را نخوانده بودند خوب میشد که طرح ایشان جنسا نقل میباشد وباز مواد مورد پیشنهادی شان بند بند تحلیل مقایسه وبدیل پیشنهاد میشد ولی این نوشته هم بطور کل دین را ادا نموده خیلی مفید بود مؤفق وسر افراز باشید سعیدی صاحب.

صلاح الدین سعیدی
انكلستان

محترم علم از هالند و خوانندهء معزز سلام تشکر از نظر نیک که ما را جهت و سمت میدهد وقوت تظر شما به جای است که مستند باید یک نقل قول و درمقابل نظردیګر ویا موافق برای قضاوت و انتخاب خواننده ارایه شود اما چنانچه در ابتدا هم ګفتم منظور تقابل نه بوده بلکی دادن الترناتیف و انتخاب به خواننده است. و بهتر انتخاب و آسان انتخاب این بود که جمله از آًقای ضعیف نقل قول میشد و در بعد نظر من. اما همانطوریکه در ابتدا اورده ام خواستم خواننده را زحمت بدهم که با بزرګواری معذورم خواهند داشت. از جانب دیګر در اندیشه های حرکت طالب تداوم و پیګیری موجود است. حتی تا جایکه جناب ضعیف میګویند ارتباط تشکیلاتی ندارد و … اما مواضع شان پا برجا است و مردم ما این نظریات پا بر جای حرکت طالب را میدانند و چون خوانندهء امروز به سایت های مختلف میرود مشکل نه خواهد بود اصل نوشتهء جانب مولانا ضیف را پیدا کنند. اګر من نقل قول میکردم درحالیکه نبض خوانندهء دلتنګ امروز را هم میدانم که درین صورت همان مشکل همیشګی من میبود که طویل وعریض مینویسم و خواننده حوصله ندارد آنرا بخواند. لذا بخاطر اینکه بحث طولانی نشوند از نقل قول ګذشتم. در مبدا نظر شما درست و دقیق است که باید مشخص نقل قوم میکردم. تشکر از نظر نیک شما تلاش خواهم کرد در آینده راه معتدل که هم کلام طویل نه شود و هم طرح موجه شما برآورده شود در نظر بګیرم تشکر از شما. سعیدی