X

آرشیف

د مور او پلار سره غوره ښېګڼه څه ده ؟

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلی و نسلم علی رسوله الکريم امابعد :

د مور او پلار سره ښېګڼه کول جنت ته د داخلېدلو اغېزناک سبب دی .

دا داسي يو عمل دی چي په هکله يې د ټولو پيغمبرانو- عليهم السلام  شريعتونه متفق دي او په هر شريعت کي مُهم کار ګڼل شوی دی .

د پيغمبرانو  عليهم السلام – اخلاق او د نېکانو طريقه ده او همداراز د عُمر د زياتوالي، د روزۍ د پراخوالي، د غمونو د لري کېدلو، د دُعاگانو د قبلېدلو، د سينې د خلاصېدلو او د ژوند د ښه کېدلولامل دی .

او همدا راز د مور او پلار سره د ښېګڼي ډېر زيات فضائل راغلي دي .

اوس دا چي د مور او پلار سره غوره ښېګڼه او ښه چلند څه دی ؟

غواړو د دې پوښتنې لپاره جواب ولټولو : د دې جواب دا دی چي  چي د مور او پلار غوره ښېګڼه هغه ده په کوم چي الله تعالی امر کړی دی الله تعالی فرمايي : وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ، وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا (سورة الاسراء : ۲۳ ، ۲۴ )

ژباړه : او ستا رب حکم کړی چي له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او د مور او پلار سره ښېګڼه کوئ . که ستا سره يو له هغو، يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي، نو هغوی ته اُف ( لا ) مه وايه او مه يې رټه ! او د هغوی سره په درناوي خبره کوه ! او په رحمت سره هغوی دواړو ته مات غاړی اوسه او داسي وايه چي اې زما ربه ! پر دواړو داسي رحم وکړې لکه زه چي يې وړوکی روزلی يم !!

مطلب دا راوزي چي غوره ښېګڼه د مور او پلار سره دا ده چي د دوی سره احسان، نېکي او ښه وشي !!

نېکي او ښېګڼه ګڼي طريقي لري : کله په خبره او وينا سره وي، کله په کار سره وي،کله په مال سره وي .

ضروري دا ده چي بايد د وخت او حالت سره سم د مور او سره هره هغه کړنه وشي کومه چي ښېګنه او ښه چلند ګڼل کېږي .

په دغه مبارکو آيتونه کي په راغلو الهي ارشاداتو که عمل وشي، دا د مور او پلار سره غوره ښېګڼه ده .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.