آرشیف

2020-7-6

شاه ولی آرین

د ملي ارزښتونو لیلام

پرون می د یو دوست حیات پیاوړی صاحب په فیسبوک پاڼه کې د ملا نصرالدین د ویناوو دا مطلب ولوست:
 
«وايي چې یوه ورځ ملانصرالدین خپل خر له ځانه سره د بام سر ته په ډیر تکلیف، چل او هنر و خیژاوه. یو وخت یې و غوښتل چې خر له ځانه سره بیرته را کوز کړي، نو خره لغتي او زورونه شروع کړل او له راکوزیدو څخه یې انکار وکړ. ملانصرالدین ستړی شو او خپله یوازې له بام څخه را کښته شو او خر یې په بام پریښود، خر چې هلته پاتې شو نو د بام پر سر یې منډې رامنډې او لغتې وهل پیل کړل. د ډیرو منډو را منډو او لغتو په پایله کې یې بام ړنګ کړ او د بام د را پریوتو سره سم خر هم لاندې را ولویده. خر هم بام ړنګ کړ او هم خپله مردار شو.
 
ملانصرالدین له ځانه سره د یاد داښت کتابچه کې و لیکل:«هر څوک چې خر ته لوړ مقام ورکوي او یا یې لوړ مقام ته خیژوي د هغه کور به بالاخره ورانیږي.» 
  
د یو بل ګران او قدرمن دوست جنرال صاحب مجید راغستاني په مقاله کې چې په نعیمي ویب سایټ کې خپره شوې داسې راغلي دي: 
 
«څو ورځي کیږي یو ځل بیا احساساتي ځوانانو په شعوري یا غیر شعوري ډول د یوه دولتي کارمند یا چارواکي پر کړنه چي ګویا د معاصر افغانستان د موسس او تاریخي ستر نړیوال شخصیت احمدشاه بابا له نامه سره د امپراطور کلمه حذف کړیده درز او دروز شروع کړیدئ، زه یقین لرم دا کیسه به هفته وروسته د چا په یاد هم نه وي او لکه نوري کیسې هیري به سي.سربیره پر دې چي یاد کس دا خبره رد کړیده او وضاحت یې حد اقل ماته د منلو وړ دئ چي هغه وایي " زه نه د دې کار صلاحیت لرم او نه داسي عقیده…
 
په نړۍ کي د داسي مسائیلو د حل لاره داده چي یو څوک د خپل عمل یا کړني نه بخښنه و غواړي یا وضاحت ور کړي چي یاده کړنه یې قصدي نده کړې ،او هغه لیک چي موصوف پژواک ته لیږلی دئ کاملآ ده ته براءت ور کوي. 
زه نه غواړم دلته بحث پر دې وکړم چي ستر بابا امپراطور وو که نه؟او دا لقب د نوموړي سره وړ دئ که نه ؟ زما د بحث موضوع بله ده. 
یو متل دئ " زه دي باغ نه وینم ته وا تارو درغئ". 
دا محلي متل دئ یو سړی و بل ته نارې وهي چي زما د باغ لخوا تارو(یو ډول مرغه دئ) بل پر ناره کړي زه ستا باغ نه وینم ته وایه تارو درغئ . 
د احمد شاه بابا تر ټولو ستره کارنامه د اوسني افغانستان تهداب ایښودل او د یوه مستقل افغانستان جوړول دي داچي وروسته یې فتوحات کړیدي یا څه کارنامې لري دا د همدې ستر او واحد هیواد د جوړیدو برکت وو.اوس نو چي یو سړی وایي زه افغان نه یم!،زه افغانستان نه منم!ا حمدشاه درانی یوه جعلي څیره وه!……..او تا سوټی را اخیستی دئ چي څنګه دي د امپراطور کلمه نده ور سره لیکلې؟ 
ما اوتا ولي هغه سړی له پارلمانه و نه ایستئ چي نه افغانستان منم،نه افغان منم،نه بیرغ منم ،نه ملي سرود منم ،نه احمدشاه بابا او امان الله خان منم!؟ نو دا ښاغلی د کوم هیواد د ولسي جرګې غړی وو؟ 
همدا کس بیا څنګه نر غوندي د افغانستان جمهوري ریاست ته کاندید سو او ما او تا مړې سترګي ورته کتله ؟ 
-همدا کس دا ۱۷ کاله رسمي راجستر سوی ګوند ولي لري ؟ 
که یې نه پیژنې نوم عبدالطیف دئ پدرام تخلص کوي. 
او جالبه لا دا چي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر لیکي چي " د ایران ولسمشر ۵۰۰۰۰ ډالره را ته په تحفه کي ایښي وه او یو لیک هم ور سره وو چي ویلي یې وه پدرام زموږ سړی دئ جدي پاملرنه او مرسته به ور سره کوئ"د وخت له ولسمشر نه شروع تر ما او تا پوري ولي چا سپوڼ و نه واهه؟ 
د ډاکټر عبدالله ارشد سیاسي مشاور،د دفتر او مطبوعاتو ریس او هر کاره چي بې،بې،سي ته یې د فهیم وردګ سره په بحث کي احمدشاه بابا یوه جعلي څهره و بلل او شیرسرخ جرګه یې دروغ وبلل او افغانستان یې جعلي او ساختګي ډرامه وبلل،همدا ښاغلي هرات ته په سفر کي په خپله فیسبوک پاڼه و لیکل " د ایران شرقي برخه هرات باستان…" 
چا څه ورته وویل؟دا سړی رحیمي نومیږي ،هغوی چي ډاکټر عبدالله ته کندهارۍ،شینوارۍ او هلمندۍ لونګۍ ور پر سر کولې ولي عبدالله ته ونه ویل چي لیري که دا د ایران اجنټ له دفتره؟ 
هغه وخت چي په لویه جرګه کي اساسي قانون تصوبیدئ احمدشاه مسعود ته د ملي قهرمان!؟ لقب ور کول کیدئ،او پخوانی پاچا د ملت بابا لقب اخیستئ ولي چا ونه ویل چي د افغانستان د موسس موقف او مقام چیري دئ؟ 
زور مو په قصاب نه رسیږي پر موچي پهلوانان یو. 
لطیف پدرام افغانستان نام جعلي است. 
آقای پدرام در نشست عمومی امروز (شنبه، ۱۵ ثور) مجلس با بیان‌ اینکه برخی‌ها هویت کاذب و جعلی را بر شهروندان تحمیل کرده اند، تاکید کرد که او یک "خراسانی" است و به آن افتخار می‌کند.و نام کاذب افغانستان را قبول ندارد". 
خو دا اوسنی بیا داسي لیکي"حقایق تاریخی با بود و نبود یک جمله نه تغییر می کند و نه انکار شده می تواند بناءا خط کشیدن و حذف کردن یک عنوان در یک مکتوب نمیتواند حقایق تاریخی را تغییر دهد و دست زدن به چنین کار های سخیفی جهالت محض است، کسانی که مرا می شناسند می دانند افکار، منطق و روحیه من سخیف و احمقانه نیست." 
اوس نو ستاسو خوښه په قصاب پسي ځئ که په موچي پسي؟ 
البته لکه د ښاغلي کرزي نه چي د ملي ارزښتونو د ساتني تمه نه وه ، د اشرف غني نه هم داسي تمه نسي کیدای هغوی د خپلو مقامونو ساتلو په خاطر هغه څه وکړل چي تاریخ په شرمیږي».
 
اوس اصلي خبره همدا ده چې په یو هیواد کې چې استعمار حاکم وي، د مامور نه نیولي تر یو ساتونکي پورې خوراک پوشاک او معاشونه یېد پردیو له خوا تمویلیږي نو د داسې مشرانو نه به ولې ګیله او یا د خپلواک سیاست غوښتنه لرو. 

دوستم که غل دی که وژونکی او یا غاصب، خو قوم او حزب یې ورسره ولاړ دي، عبد الله، عبد الله که لنډغر دی که سینګارګر؛ خو تاجک ، هزاره، او اوزبیک په نامه مشران ورسره د نامشروع ګټو په خاطر ولاړ دي، همدغه استعمارګر چې هیواد یې د بدبختیو په لور سوق کړی دی، ورسره ولاړ او پلوي ترې کوي، ځکه چې یو څه خو قوت هم په کې ویني. 
 
اما پښتون یانې څه؟ 

د جګړې او بې اتفاقیو باتوران، اما د سیاست ناکامه څېرې اوبایلونکي، نه راکې د عالم قدر شته نه د یو عیني او واقعي مشر، نورو ته وګورئ نا حقه راباندې پر حقیقت قبلوی او زموږ حقیقتونه رامسخه کوي، د خواشینۍ ځای دی چې موږ به څه وخت راویښېږو، لکه چې راغستانی صاحب هم ورته اشاره کړې، له دی چې بې ځایه ګیلې او ناندرۍ وکړو، غوره به دا وي چې سره یو شو، په ځواک ځانونه بدل کړو، دهیواد تاریخ، افتخارات او ارزښتونه په ګیلو، نیوکو او ناندرو نه ساتل کېږي، بلکې په ځواک، هوښیارئ او د یو پوه او په هیواد مین مشر غوره کول، ترشا یې دریدل، لومړی د پښتون قام یووالی او بیا د ټول هیواد ملي یووالی رامنځته کول یې اساسي لار ده.
زموږ هيواد والو تل د هیواد د ملي مشرانو په غوره کولو کې تېروتنې کړې دي او همدا اوس یې هم کوي.
د ملاتړ پر ځای یې پر ضد درېږي کله چې یې له پښو وغورزوي، بیایې کلونه وروسته ارمان کوي، نو ځکه د داسې سترو تېروتنو سزا به مو د ملي ارزښتونو لیلام وي او بس.
پای