آرشیف

2018-9-20

دوکتور ص. سعیدي

د مقاومت یو ستر درس!

الله ( ج) دې د امام حسین شهادت قبول کړي. 
آسماني ادیان  او دهغو د سترو مشرانو کارنامې. د پېروانو لپاره د لارې رهنما ده. 
د اسلام د ستر پيمبر ژوند او نبوت، د اسلام د اولین سپهسالار، سید الشهدا حضرت حمزه، چې خپله پيامبر د اسلام ورته د سید الشهدا ء خطاب کړای او د یو شمېر نورو سترو صحابو ژوند او د ژوند کارنامې د مسلمانانو لپاره د سترو مثالی قهرمانانو او اتلانو ژوند او کارنامې زمونږ د ژوند رهنما ده. 
د امام حسین (رض ) مقاومت اوشهادت د مسلمان لپاره ستر الهام  او رهنما ده. داچې امام حسین سیمې ته دعوت شو او بیا ورسره غدر، خیانت او عهد شکني وشوه هم ستر اسلامي درس دی. 
د تېرو او تأریخ نه او د اسلام د پيشوایانو د سترو کارنامو او مقاومت نه زده کړه او هغه په خاطر او یاد ژوندی ساتل او نسل په نسل ورکول  رسالت، وجیبه او د اهمیت وړ کار دی. 
اما د شهید د ورځې نه د لن‌‌‌‌‌‌ډغرو ور جوړول ځان او یا نورو  ته د اذیت او آزار تلین جوړول، هغه نه سیاسي  حرامه، د شرارت او ابتذال  بهره برداري کول ، د لن‌‌‌‌‌‌ډغرو د قدرت او ‌‌‌‌‌‌ډارې اچونې سمبول جوړول، د ایران د آخوندي حاکمیت د قدرت او د ترس سمبول او د ځان وهل، ځان او بل ته ضرر رسول، غیر اسلامي، غیر اخلاقي، حرام بدعتي، او د قوانینو او اخلاقو خلاف کار دی. 
داسې مراسمو کې  یعنې قمه زني او مشابه بدعتي حرامو اعمال کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون، د هغه حرام نه ویل ، د هغه تشویق او نشر او ملاتړ حرام او غیر اسلامی کار دی او د منلو نه دی. 
 د محمد الرسول الله ( ص) حديث دی: الساکت عن الحق شیطان اخرص.
هغه چاته چې حق مالوم دی او نه بیانوي ، د هغه مثال لکه د ګنګ شیطان دی. 
و ما علینا الا البلاغ المبین
د. صلاح الدین سعیدي