آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

د لیبیا مظلوم ولس سره خواخوږی که دامریکی اوغرب ستراتیژیک اواقتصادی ګټی

 
 
وا وا، دادی د اسلام او بی وزله ولسونو نه د دفاع ټیکه دارانو د عراق او افغا نستان په شان دا وار پریو بل اسلامی هیواد او بی وزلو خلکو لېبیا پوځی هوای یرغل او برید وکړ. دغو هوایی بریدونو ډېر شمیر بی ګناه ملکی انسانان ووژل او او دا لړی لا پسی دوام لری.
   منم یې چې قزافی به یو دیکتاتور وی مګرددی پریکړه او قضاوت یوازی او یوازی د لېبیا د ولسونو کار دی،نه د امریکی اوغربی نړی یا ددوی د جاسوسانو،سوال خو دلته دی چې څنګه یو ځل ورو ورو پرله پسی په عربی نړی کې خوځښتونه پیل لومړی په تونس او بیا مصرکې نظامونو تغېر وموند وروسته دغه لړی د لېبیا،الجزایر،یمن او بحرین خوته وغزیده او په لېبیا کې یې ولی خورا زوروموند؟ ددی سوال د ځواب د پاره  هرڅوک د خپل لور لید له مخی ځواب ورکولی شی،خو زما اند دادی چې د مصر نه وروسته راپا تی هیوادو کې لېبیا د ستراتیژیکی موقعیت له مخی اروپا ته نږدی پروت او د اروپایی ځینوهیوادو د سوخت مواد یانی پترول او نور نفتی مواد ددی هیواد نه تر لاسه کیږی،له بله پلوه د نفتو همدغو سرشاره پریمانو سرچینوامریکا او د ورسره متحدو انډیوالانو لیوالتیا دی ته را اړوی چې د قزافی حکومت راوپرزوی او پر ځای یې یو بوډاګی حکومت رامنځ ته کې او دوی د نوی نظام د ثبا ت د راوستواو هغه ورانی اوویجاړی چې ددوی د بمباریو له وجی رامنځ ته کیږی د بیا رغاونی تر نامه هلته پوځی شتون پیدا کړی او د لېبیا د بی وزلو ولسونو پرملی او اسلامی ارزښتونو     تېری وکړی، نفتی اونوراقتصادی شتشمنی یې چور اوتالا کړی او د عراق ،افغانستان په شان یې د انسان وژنی ،نا امنیواود بی ثبا تیو مرکز وګرزوی.
امریکا او غرب په دغوعربی اسلامی هیوادو کې د دغو هیوادو د دیکتا تورحکومتونو پرضد لمسونی د دموکراسی او ولسی       حکومتونو د راوستلو تر نامه په داسی حال کې کوی چې په کې خپلی ځا نګړی ستراتیژی او موخی لری لکه:
-دخپلولاسپوڅواجنټانواو استخباراتی کړیوپواسطه د هغو حکومتونوپرضد تاو تریخوالی راپارول نظم سره پاشل او د خپلو تازه او نووجاسوسانود پاره په نورمال ډول که نه د زوراونظامی تجاوز،هوای بمباریواو مستقیمی مداخلی له لاری د قدرت انتقال،لکه په یوګوسلاویا،عراق،افغانستان او همدا اوس یې په لېبیا کې تر سره کوی.
-هغه څه چې دوی،امریکایان او غربیان د دموکراسی په نامه تر سره کوی او ددغه هیوادو او یا د لېبیا د ولس سره یې کوی،لومړی دی د ځانه و پوښتی چې په عراق،افغانستان او خپلوزندانونو کې ددغو ولسونو پر ضد څه کوی او څه روان دی؟
-هغه بشری ضد او انسانی کرامت ته سپکاوی چې په اشغال شوو هیوادو او ددوی په زندانونو کې تر سره شوی او کېږی نړیوالی میډیا او خپاره شوی ویدیوګانی یې ښکاره بیلګی دی ،ایا دوی د همداسی دموکراسی د پاره مرستی ته وردانګی؟ او که د خپلواقتصادی ګټوپه خاطر، او یا ددغو هیوادو د ستراتیژیکو موقیعیتونو نه د خپلو ناوړوګټو اوموخود لاسته راوړلو په خاطراو کنه، یا د پخوانیو استعماری ماتو د بدل اخستلو په خاطر.
-که چېری د اسلام اواسلامی ارزښتونو نه د دفاع په خاطروی دا کلونه او کلونه چې د فلسطین پر بی وزله مسلمان ولس د اسراییلی اشغا لګرو له خوا ظلم او زور زیاتی روان دی ایا هلته دموکراسی په خطرکې نه ده؟او یا هغه انسانان نه دی؟ایا
بیت المقدس د مسلمانانو یومقدس ځای ندی چې اسراییلوپه زور نیولی دی؟ ولی امریکایان او غربیان ورته ګوری او چوپه
خوله پا تی وی.
مګر دا تر لمر روښانه ده چې دوی ته یوازی خپلی ګتی ارزښت لری نه د انسانانو ژوند.امریکا او ددوی د زور جبر او ستم
انډیوالان دی پدی پوه وی چې په نړی کې هیڅ یو استعماری تا قت او امپراتوری د تل د پاره ندی پاتی شوی داسی یوه ورځ حتمی راتلونکی ده چې د امریکی استعماری تاقت د پخوانی شوروی اتحاد په شان دړی وړی شی،د همداسی یوی ورځی د راتلو په هیله. پای
 
په درنښت