X

آرشیف

د قيامت حساب دعيسايانوپه اند
دسامبر 31, 2014

eazam

بسم الله الرحمن الرحيم 
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
نصاری دقيامت په ورځ عقيده لري خوورسره په دې عقيده هم دي چي دقيامت په ورځ به حساب حضرت عيسی عليه السلام ته و سپارل شي اوهغه به دخلگوسره حساب کوي.
په دې هکله په انجيل يوحناکي بيان راغلی دی:لکه چي پلارمړي پاڅوي اوهغوی ته ژوندورکوي دغه شان زوی هم هرچاله چي وغواړي ژوندورکوي .بياداچي پلارديوه کس هم عدالت نه کوي دعدالت ټول کاريې زوی ته سپارلی دی(انجيل يوحناباب ۵آيت :۲۱ ،۲۲)
همدارازلږوروسته ليکي: دابن آدم په حيث هغه ته دااختيارهم ورکړل شوی دی چي هغه عدالت وکړي.په دې حيرانېږئ مه ځکه چي يوداسي وخت راتلونکی دی چي هغه ټول څوک چي په قبرونوکي دي به دده داوازاوري.اوچاچي نيکي کړې وي هغوی دتل ژوندون لپاره اوچاچي بدکړي و ي هغوی به سزالپاره راپورته کړل شي.(انجيل يوحناباب ۵آيت ۲۷، ۲۹):
همدارازدپولس په دوهم خط کي چي کورنتيانوته يې استولی وو،راغلي دي:ځکه ضروري ده چي موږټول به دمسيح دعدالت دتخت مخ ته ورځو،زموږټولوحالت به ښکارکړل شي،څوهرڅوک دخپلوکارونوبدله ومومي کوم چي ده په خپل بدن سره کړي وي،که هغه ښه وي اوکه بد(دکورنتيانوپه نوم دپولس دوهم خط باب۵ آيت۱۰)
ددوی ددغودلائلوجواب دادی چي ستاسودامسئله به هلته ثابتېږي چي ستاسودليل ثابت شي.
ستاسودليل اوسنی انجيل اودپولس خط دی.
دانجيلونوپه هکله به وروسته تحقيق راشي چي دااوسني اصلي انجيلونه نه دي اودپولس دخط جواب دادی چي دده خبره هم دمنلووړنه ده ځکه نوموړی متعصب يهودي دی،دخپل تعصب پربنياديې په نصرانيت کي غلطي مسئلې ورگډي کړلې چي ترده مخکي يې سابقه نه درلودله چي يوه مسئله يې داهم ده.
په دې هکله صحيح عقيده داده چي دحساب اختياردالله پاک سره دی اوالله پاک به په خپله دبندگانوسره حساب کوي،دااختياربل چاته نه سپاري الله پاک په قرآن کريم کي فرمايلي دي:ان اليناايابهم،ثم ان عليناحسابهم(سورة الغاشية آيت:۲۵ ،۲۶)
ژباړه:يقيناددوی راگرځېدل زموږلورته دي بياددوی حساب کول پرموږباندي دی!!
ددې وجه داده چي حساب پوره قدرت اوپوره علم غواړي دادواړه صفات يوازي دالله پاک دي نوځکه حساب کول هم يوازي دالله پاک کاردی.

پای 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين 
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.