آرشیف

2020-6-30

شاه ولی آرین

د عملي سولې اړتیاوې او شرایط (لومړۍ برخه)

دا چې سوله د افغانانو یو عیني او حیاتي اړتیا ده، نو ځکه د سولې د عملي کولو له پاره لارې چارې لټول، مطرح کول او د ټولو افغانانو ورته رابلل، هغه څه دي چې د اوسني زمان او شرایطو غوښتنه ده.
 
تر هغه ځایه چې ولیدل شوول، د سولې په روانو خبرو کې چې  د امریکا استازی زلمی خلیلزاد او طالب مشرانو تر منځ حتا د توافقنامې د امضا تر کچې تر سره شول، نه دا چې کومې مثبتي پایلې یې د هیواد والو په برخه کړي وي، بلکې نور هم افغان وژنو زور وموند او هیواد وال یې له سترو غمېزو او اندیښنو سره مخ کړل.
 
ازموینو او په عمل کې وښودل شوه چې دغه هلېځلې له پیله له تېروتنو سره تر سره شوي او لا هم له تېروتنو سره دوام لري.
 
زما په اند د دایمي او حقیقي سولې د عملي کېدو له پاره د لاندې فکتورونو عملي کول اړین او لازمي وو او دي:
 
۱- په هیواد کې د یو قوي، با ثباته نظام او دولت موجودیت چېټولو او یا اکثریت افغانانو ته د منلو وړ وي.
۲- د ټولو افغانانو ترمنځ ملي یووالي او د هیواد لوړوګټو ته ژمنتیا.
۳- د سولې د پروسې په ټولو اړخونو کې د فاسدو اشخاصو د شتون مخنیوی.
۴- د هیواد په دننه کې د ملي اجماع له لارې د سولې د عملي کیدو له پاره واحد غږ او موضیعګري.
۵- سیمه ایزه اجماع او د ګاونډیو هیوادو د متقابله ګټو بیلانس او ورته پاملرنه. 
۶- بین المللي اجماع د امریکا، روسیی، چین، جرمنی، انګلیس او هندوستان تر منځ د افغان دولت په موجودیت کې.
۷- د سولې له پروسې نه د ملګروملتونو، اسلامي کنفرانس او اروپایي اتحاد څارنه او ضمانت.
۸- د طالبانو د ډلوټپلو او ګروپونو تر منځ د عمل او نظر یووالي.
۹- بې له قید او شرطه اوربند عملي کول.
 
ترڅو چې پورتني فکتورونه د سولې په پروسه کې عملي نه شي،په هیواد کې د سولې روانه پروسه، هسي د وخت تیرول دی.
 
اړین یې بولم چې د سولې په پروسه کې د پورتنیو اړتیاوو د اهمیت په هکله لوستونکو ته لازم معلومات وړاندی کړم،ځکه چې زموږ د هیواد روانه جګړه، هغه نیابتي دردونکې جګړه ده چې پورتني فکتورونه په کې شامل او برخه لري.
 
په دې کې شک نه شته چې دغه جګړه د افغانانو تر منځ روانه ده، افغانان په کې وژل کېږي، خو د بیرون او بهر نه په افغانانو تپل شوې او همدغه بهرنیانیې اصلي عاملین هم دي.
 
د خواشنۍ خبره خو داده چې د جګړې په ټولو اړخونو کې افغانان وژل کېږي، د افغانانو هیواد ورانېږي، نوځکه که طالب دی که حکومت دی، په دې باید و پوهېږی، چې دغه جګړه، چې ګټه یې یوازې بهرنیان وړي او بیه یې افغانان ورکوي، باید د خپل  وجدان په حکم و دروي.
 
تر هغه ځایه چې لیدل کېږي د امریکا روانې هلې ځلې د سولې د پروسې په لار کې د پوښتنو وړ دي، ځکه چې له طالبانو سره د موافقتنامې، نه روڼتیا او همدا ډول دوه نور پټ قراردانونه یې روښانه بیلګه یادولي شو.
 
د افغان دولت سره د تفاهم او توافق پرته د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو شرط د بین الافغاني مذاکراتو تر مخه بله هغه ستره تېروتنه وه چې طالبان یې برلاسي کړل او د اوربند شرائط یې تر اوسه ونه منل.
 
بله تیروتنه داده چې هیڅ ډول داسې ضمانت نه شته چې له زندان  نه خوشې شوي طالبان دې بیرته د جګړې ډګر ته مخه ونه کړي.
 
زما په اند افغان دولت تر ډېره حده د طالبانو غوښتنې ترسره کړې دي، چې د دری زرو نه د زیاتو زندانیانو خوشی کول یې له نظره نه شو غورځولی، اما طالبانو تر اوسه هیڅ ډول نرمښت نه ده ښودلی، بلکې جګړه او د جګړې اور یې نور هم تېز کړی او هره ورځ په لسګونو بیګناه افغانان د دغې ناروا جګړې قربانیان دي.
 
تر هغه ځایه چې لیدل کېږي طالبان د پاکستان د دښمنیو نه ډکې هغه سناریو غواړي عملي کړي چې هدف یي په هیواد کې د یوځواکمن او با ثباته نظام له منځه وړل او پر ځای یې ضعیف او د دوی د خوښې حکومت رامنځته کول دي.
 
کابل ته د باجوه وروستی سفر او په خبرو کې د مؤقت حکومت طرحه وړاندې کول، د نشئي توکو او وسلو د قاچاقبرانو او د لويو بريدونو د طراحانو خوشې کول او د بهرني سياست د محدوديت شرطونه وړاندې کول؛ هغه څه دي چې پاکستان یوځل بیا غواړي، چې د داکتر نجیب الله د وخت د سولې د ناکامیدو تراژیدي تکرار کړی.
 
د پاکستان یو بل ټینګار هم دا دی، که چېری د افغان دولت له لوري د مؤقت حکومت طرحه نه منل کېږي، نو کله چې د سولې خبری پرمختګ کوي او یوې نتیجه ته د رسیدو په حالت کې وي، سم د لاسه دې ولسمشر غني استعفا وکړي او پاکستان ټينګار کوي، او د زلمی خلیلزاد سره یې هم په کتنو کې ټینګار کړی، تر څو چې يې افغان دولت غوښتنې ونه مني طالبان د خبرو ميز ته نشي راوستلای، همدا علت هم دي، چې د باجوه تر بیرته ستنیدو وروسته د هیواد په ولايتونو کې جګړې زور اخیستی دی.
 
د قطر دفتر او کوټې شورا په تشکيلاتو کې وروستي بدلونونه او د سياسيونو پر ځای د نظامي مهرو رامخکې کول ټول د همدې له پاره دي چې له نظامي لارې افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.
 
یو بل مطلب چې د سولې پروسه ګواښمنه کوي او د جګړې د دوام نښې نښانې دي، هغه د کوټې په شورا او د قطر په سیاسي دفتر او تشکیلاتو کې بدلونونه او د سیاسي کسانو پر ځای د نظامي مهرو ځای پر ځای کول دی.
 
پورتني لاملونه دا په ګوټه کوي چې طالبان د پاکستان له دیکتې پرته د مستقل عمل صلاحیت نه لري، همدا علت هم دی چې اور کم او یا اوربند ته غاړه نه شې ايښودلاي.
 
د سولې دښمنانو تل کوښښ کړی چې د سولې پروسه له ګواښ سره مخ کړي، د هغو څارنوالانو وژل چې د طالب بندیانو د خوشي کولو چارې یې پر مخ وړلې هم هغه څه دي چې د سولې په لار کې خنډونه او اندیښنې رامنځته کولای شي.
 
نور بیا