آرشیف

2020-7-4

شاه ولی آرین

د عملي سولې اړتیاوې او شرایط (دویمه برخه)

دا یوڅرګند حقیقت دي چې سوله د یو باثبات او پیاوړې ځواک یا موقف له لوري ژر تر ژره عملي کېداي شې. د خواشينۍ ځای دي چې زموږ په هیواد کې د جګړې د ټولو اړخونو موقف او ځواک پاشلي او په سیاسي، قومي او ګروپیکو تمایلاتو د بهرنیو له لوري په اګاهانه توګه ویشل شوي دي.
 
په دولتي سیستم یا نظام کې، د ګوندونو، سیاسیونو، تنظیمونو او داسې نورو ډلو ټپلو تر منځ د قدرت غیر عادلانه ویش، د هیواد موجود نظام دومره سره پاشلی دی، چې سوله خو لا پر ځای پرېږده، حتا چې خپل عادي دندې نه شي تر سره کولای. دا ځکه چې بهرنیان او په خاص ډول امریکا او پاکستان نه غواړي چې په هیواد کې یو پیاوړی، ځواکمن نظام موجود وي.
 
د بُن تر کنفرانس را وروسته جوړ شوي حکومتونه او نظامونه یې روښانه بیلګه ده.
 
همدا د بهرنیو هیوادو استخباراتي او مافیائي کړۍ دي چې په هیواد کې د فساد، قاچاق، د عامه شتمنیو، معدنونو د لوټمارانو او نورو داسې منفي عامیلینو نه ملاتړ کوي او د یوځواکمن نظام د منځته راتلو مخنیوی پرې کوي.
 
ډېر داسې لیدل شوي، کله چې د یوې مافیایي کړۍ د ځپلو له پاره حکومت اقدام وکړي، بهرنیانو مجرم کسان له صحني کښلي او بیا وروسته د دغو مجرمینو سرونه په هیواد کې د همدغو هیوادو له سفارتونو او یا قونسلګریو نه راپورته شي، داسې ګونګوسي وي، چې د ناقانونه وسلو لرونکي سیمه ایز قوماندان قیساري د بلخ ولایت د جرمني په قونسلګرۍ کې ساتل کیده یې څرګنده بیلګه په ګوته کولای شو، چې دا په خپله د نظام او خلکو له پاره ستر ګواښ یادولای شو.
 
بله د اندیښنو وړ ستونزه دا ده او ولیدل شول، کله چې د سولې پروسه  پیل شوه په هیواد کې موجود نظام یا افغان حکومت، دومره بیچاره و، چې د سیاسیونو او ګوندونو د استازو په نامه د دولت او نظام د مشورې یا تفاهم پرته قطر، پاکستان او مسکو ته سفرونه وکړل، چې دا د یو هیواد د دپلوماتیکو اړیکو خلاف عمل و، مګر د هیواد بهرنیو د شمنانو او په سر کې امریکا روسیې او پاکستان د دې عمل له لارې د طالبانو بین المللي موقف د افغان دولت په پرتله خورا لوړ وښود.
 
په هیواد او ولس مینو افغانانو باید په دې څلویښت کلنه نیابي جګړه کې خپل دوستان او دښمنان ښه پېژندلي وي.
 
زما په اند موږ افغانان بله لار نه لرو تر څو خپله سره متحد نه شو، ملي یووالي جوړ نه کړو د اوسنې نظام لیکې پیاوړي نه کړو او اصلاحات په کې را منځته نه کړو د سولې ارمان ته نه شو رسیداي.
 
ټولو ته جوته ده، د طالبانو د نظام له ړنګیدو وروسته له پنځوسو نه زیاتو هیوادو زموږ په هیواد کې نظامي او استخباراتي فعالیت او اړیکې تینګي کړي او دومره ډالر او ایرو یې په خپلو ګوډاکیانو وویشلي چې د دوی په موجودیت کې د ملي یووالي رامنځته کیدل ستونزمن کار دی. خو هغه وخت اسانه کیداي شې چې هر قوم، هر تنظیم هر حزب او نور ځواکونه خپل خائین ته دوی خپله د هیواد پلورونکي او خاین په سترګه وګوري او پلوي ترې ونه کړي.
 
د دې هیواد د ټولو ستونزو اساسي عاملین ممکن سل یا دوه سوه کسان وي، که چیرې ولس خپلي ملي ګټې، خپلي ګټې وګڼي او په دفاع کې یې برخه واخلي، دغه کسان خپله یا په تیښته دا هیواد پرېږدي او یا مجبور دې چې د قانون حاکمیت ته ځان وسپاري.
 
ټولو هیوادوالو ولیدل چې په اوکراین کې همدا ولس وو، چې راپورته شول خپل هیواد ته خاین اومفسید کسان یې په ککړو کانتینرونو کې وغورځول او خپلو هیواد والو ته یې رسوا کړل.
 
د سولې د پروسې بل اساسي خنډ په طالبانو کې هم د یووالي او د هیواد پالنې د شتون نیمګړتیا او نه شتون دی، طالبان هم د بهرنیو او په خاص ډول د پاکستان، سعودی عرب، ایران، چین او روسیې له لورې په څوګونو ډلو ویشل شوي او هره ډله ځانته غوښتنې او پروګرامونه عملي کوي، چې د همدغو یاد شوو هیوادو استخبارات یې په لاس ورکوي. بله موضوع چې طالبان یې په ګروپونو ویشلي، د مخدره توکو نه د هغو عوایدو ناسم ویش دی چې دوي یې تر لاسه کوي. د طالبانو تر منځ دغو اختلافاتو، دوي په څو ګونو شورا ګانو، د داخلي قوماندانو په ګروپونو ویشلي دي.
 
د سولې د مذاکراتو په پروسه کې په عملي توګه ولیدل شول چې د قطر سیاسي دفتر د پاکستان د استخباراتو له مشورو پرته او بې له دې چې له داخلی قوماندانانو سره مشورې او تفاهم تر سره نه کي مستقل عمل یي تر سره کولای و نه شو. زما په اند د طالبانو له پاره دا یوښه فرصت دی چې ټولې شوراګانې او ګروپونه یې سره په یو واحد نظر او عمل سره د هیواد ملي ګټې خپلي کړي، اوربند ته غاړه کېږدي، د بهرنیو هیوادو له اغیزو نه ځان خلاص کړي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د جګړي د ختمیدو په لار کې ګامونه پورته کړي، چې دغه عمل به یې بیا د بهرنيو اشغالګرو په مقابل کې د مقاومت ښه بیلګه او د هیواد ژغورنې په نوم تاریخ کې ثبت او د یادونې وړ وګرزي.
 
تر هغه ځایه چې سوله د افغانانو یو عیني او حیاتي اړ تیا ده عملي کیدل یې څلورو اساسي فکتورونو ته اړتیا لری، لکه د مخه چې ورته اشاره شوې، افغان دولت او طالبان دواړه چې د پردیو هیوادو له لوري د جګړو د دوام په خاطر تمولیږی، ځانونه باید مستقل کړي او د خپل هیواد ګټې د پردیو له ګټو سره د ملي ارزښتونو د ساتلو په اډانه کې پرتله او په نظر کې ونیسی، چې په هغه صورت کې به هم سوله خپله کړي او هم به خپل بهرني تمویلونکي له لاسه ورنه کړي. نور دوه مهم طرفونه یو جنګ ځپلي افغان ولس دی چې د څلویښت کلنې نیابتي جګړې قرباني او بیه ورکوي. د دی ولس ملي یووالي او قوي ځواک جوړونه کولاي شي هم د جګړې پر دواړو اړخونو دولت او طالبانو او هم پر تمویلونکو هیوادو فشار راوړي تر څو په هیواد کې دایمي سوله رامنځته شې.
 
همدا اوس په هیواد کې سلګونه، سیاسي، ټولنیز، مدني خوزښتونه موجود دي چې د ټولو د موخو په سر کې سوله او د افغانانو تر منځ ملي یووالي قرار لري، خو دا چې ولې د همدې ستر هدف له پاره یو ټولشموله ځواک نه شې را منځ ته کولای د خواشينۍ وړ خبره ده، دغه قوت هغه وخت جوړیدلای شي چې ټول ملي او هیواد پال فکر وکړي، خپلې ګټې د هیواد ګټې وشمېري په یو خوله او یوغږ د هیواد ژغورنې په خاطر ودریږي خپل غږ او اړتیاوې د نړیوالو غوږونو ته ورسوي.
 
که چېرې افغانان ملي یووالی خپل کړي، هم دولت او هم طالبان ځانونه افغانان او د دې خاورې بچیان وګڼي، اوربند او سوله عملي کړي او بهرنيان مو له خاورې ووزي، زموږ هیواد ډېر اقتصادي ظرفیتونه لري، که چېرې یو خپلواک د هیواد ګټو ته ژمن حاکمیت موجود وي د نړۍ له هیوادو سره د متقابله ګټو د خوندیتوب په نظر کې نیولو سره به ډېر ژر د بساینې پر لور پر مخ ولاړ شو.
 
بله ډېره اساسي ستونزه چې د سولې د عملي کېدو په لار کې شتون لری هغه د فاسدو عناصرو او کړیو شتون دی چې هم په نظام او هم په طالبانو کې د خپلو شخصي ګټو د عملي کولو او هم د خپلو بهرنیو بادارانو د خوشالولو په خاطر د سولې پروسه سبوتاژوي، دا ځکه چې سوله د دوي په تاوان ده او خپلې شخصي ګټې له لاسه ورکوي، نو ځکه د داسې اشخاصو او کړیو په نښه کول، رسوا کول او له پروسې نه بې برخې کول اړین کار دی.
 
په تېرو نولس کلونو کې په هیواد کې د ملي اجماع غږ پورته کېږي، اما افغان ولس ته دا د سترو اندیښنو وړ ده چې ملي اجماع له چا سره؟ ایا ملي اجماع دې ته ویل کېږي چې د څوتنو زورواکو، د قدرت د تږو، د ملي شتمنیو د لوټګرو را ټولول او د هیواد مادي او معنوي ارزښتونه د دوي تر منځ تقسیمولو او قدرت د دوي تر منځ ویشلو ته ملي اجماع ویل کېږي؟ که د هیواد د ټولو منل شوو طبعي قومي مشرانو، د سیمو، ملي او هیواد پالو شخصیتونو، سازمانونو، ټولنو او مدنې خوځښتونو راټولول یا د یوې لوې غونډې له لاري او یا د یوې سترې جرګې له لارې د هیواد د روانو ستونزو د حل له پاره ترې مشوره اخیستل، په ستونزه کې یې شریکول او ګډ عمل تر سره کولو ته ملي اجماع ویلي شو؟ چې طبعي ده دغه دویمه لار د ملي اجماع مفهوم افاده کولاي شې.
 
نور بیا