آرشیف

2020-7-4

شاه ولی آرین

د عملي سولې اړتیاوې او شرایط (دریمه او ورستۍ برخه)

ټولو ته معلومه ده چې زموږ هېواد د تاریخ په اوږدو کې له ځینوګاونډیو هیوادو سره ستونزې لري چې د تېرو استعماري ځواکونو د لاسوهنو په نتیجه کې په خاص ډول د انګریزانو له لوري په سیمه کې د دایمي کړکیچ په خاطر په اګاهانه ډول پاتې شوې دي، د دیورند د کړغېړنې کرښې ستونزه د پاکستان او افغانستان تر منځ او د کشمېر لانجه د هند او پاکستان تر منځ، د پنجده سرحدي پرابلم په تېره کې د شوروی او افغانستان تر منځ او د اوبو ستونزه له پاکستان او ایران سره د افغان دولت، دا هغه عمده ستونزې دي، چې ګاونډی هیوادونه د تل له پاره کوښښ کوي چې په افغانستان کې یوځواکمن او باثباته حکومت شتون ونه لري.
 
په تېره ځلویښت کلنه جګړه او په خاص ډول دا نولس کاله د امریکا په موجودیت کې پاکستان په پټه او څرګند ډول د جګړې د ختم له پاره یو شرط د دیورند د کرښې په رسمیت پېژندنه او زموږ په هیواد کې د داسې یوه حکومت د استقرار غوښتنه کړې چې بهرنې سیاست یې د پاکستان تر اغیزو لاندې وي، او له هندوستان سره باید سیاسي مثبتې اړیکې ونه لري، چې دا په خپله د یوه هیواد په کورنیو چارو کې مستقیمه لاس وهنه ده.
 
پاکستان د سردار محمد داود له حاکمیت نه را پيل بیا تر ننه پورې زموږ د هیواد د ورانکاریو له پاره کمپونه جوړ، ترهګر تربیه، تجهیز او د افغان وژنو او هیواد ورانونو په خاطر یې رالېږي او بر بنډه پلوي یې کوي.
 
په څلویښت کلنه جګړه کې د پاکستان او ایران  له لوري د غرب، امریکا او سعودی عرب په نظامي او مالي مرستو د  اوو ګونو او اته ګونو په نوم اسلامي بنسټپالو ډلو او تنظیمونو سره مرستې یې روښانه بېلګه یادولي شو.
 
همدا اوس د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پیل سره سم، د روسیې، چین او ایران اړیکې له طالبانو سره ټینګې او هلې ځلې یې پیل شوي.
 
دا چې ګاونډي هیوادونه د هیواد په جګړه کې ښکېل وو او دي، نو سوله هم د دوي له ګډون او تفاهم پرته ناشونې بریښي.
 
د سولې د روان بهېر یو له سترو نیمګړتیاوو نه همدا سیمه ایزه اجماع ده چې امریکا او طالبانو ورته پاملرنه ونه کړه.
 
زما په اند امریکا د سولې د خبرو په روان بهېر کې یوازې له پاکستان سره سر خوځوي او نور ګاونډي هېوادونه یې له پامه غورځولي دي.
 
په افغانستان کې د سرحدي، ستراتیژیکي، اتنیکي، قومي او مذهبي جوړښتونو پر اساس د اوسني وخت او شرایطو په نظر کې نیولو سره پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، چین، ترکیه، روسیه او حتا سعودی عرب هر یو زموږ په هیواد کې یوه ډله، یا قوم او یا مذهبي اغیزې لري، د مثال په توګه ترکیه او ازبکستان د اوزبکو، تاجکستان له دری ژبو، ایران له هزاره ګانو اوشعیه مذهب نه په مستقیمه او یا پټه توګه ملاتړ کوي او د خپلو اخیستل شوو ګوډاګیانو له لارې جګړو ته هم شدت ورکولاي شي او هم یې په نسبي ډول کنترولولی شي.
 
نوځکه د امریکا پاملرنه یوازې پاکستان ته چې د طالبانو نسبت نورو ته نږدې تمویلونکی دی، تېروتنه ده. که چېری رښتیا هم امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د وتلو او د دایمي سولې د راتلو تکل یا پلان لري، نو د یادو هیوادو سیمه اېزه اجماع اړینه وه او ده. ځکه چې دغه هیوادونه هر یو په افغانستان کې ځانګړي موخې، اغیزې او ګټې لري.
 
سیمه ایزه اجماع، د دغو هیوادو د متقابله اړیکو، ګټو او موخو د بیلانس، تظمینونو، لاسوهنو او د جګړې د مهارولو اساسي لار ده، چې د امریکا، نه پاملرنه ورته د دی مانا لري چې یا امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي او یا هم ستره تېروتنه کويٍ.
 
سیمه اېزه اجماع د پورتنیو هېوادو تر منځ د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس غړو هیواد او اروپایي اتحادیې د استازو په ګډون او منځګړویتوب د پورتنیو هیوادو د اندیښنو او لاسوهنو د مخنیوي یوازینۍ غوره لار ده.
 
تر هغه ځایه چې لیدل کېږي د افغانستان جګړه یوازی د افغانانو تر منځ جګړه نه ده، بلکې هغه ناولې نیابتي جګړه ورته نوم ورکولای شو چې اساسآ د هند پاکستان، ایران  سعودی عرب، ایران اسرئیل، امریکا چین او امریکا روسیې د هغو تضادونو د اور د لمبو اغیزې دي، چې زموږ هیواد او هیوادوال یې د دې اوږدې څلویښت کلنې جګړې د غمېزې سره لاس او ګریوان کړي دي.
 
بله د اهمیت وړ خبره د ناټو غړو هیوادو د نظامي شتون او په روانه نولس کلنه جګړه کې یې  برخه اخیستل دي، چې د غه هیوادونه سره له دې چې زموږ په هیواد کې حضور لري، اما د دغې روانې جګړې په هکله توپېریزې ستراتېژي او برداشتونه لري.
 
امریکا او د پخواني شوروی اتحاد په ګدۍ ناستې روسیې له پخوا نه په سیمه کې د خپلو ګټو او موخو د عملي کولو په خاطر د سړې جګړې نه رانیولي، بیا تر دا ننه پورې د پردې تر شا او یا بربنډې معاملې تر سره کړې دي، د بیلګې په توګه په عراق، سوریه، اوکراین، لیبیا، فلسطین، شمالي کوریا او ایران کې یو بل ته سره تیر شوې دي.
 
دا چې امریکا د طالبانو سره د سولې د موفقطنامې تر مخه ولی د نړیوالې اجماع پرته مذاکرات پیل کړل، ممکن دا د امریکا ستره تېروتنه وي او یا بیا هم یوازې له روسیې سره د کوم تفاهم پټه معامله وي، ځکه په دې وروستیو کې د امریکا، روسیې او افغان دولت ګډه ناسته د سولې د روانو هلو ځلو په هکله یې احتمالي بیلګه یادولی شو.
 
زما په اند د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د پروسې په هکله د بین المللي اجماع پرته چې د امریکا، روسیې، چین جرمنی، انګلستان، هند، سعودی عرب، ترکیې اود افغانستان ګاونډي هیوادونه په کې شتون ونه ولري، د دایمي سولې عملي کیدل ناشونی کار دي.
 
لیدل کېږی چې امریکا همدا اوس د سولې د پروسې په هکله له بل هر هیواد نه یوازې پاکستان ته اهمیت ورکوي، او تر ډېره حده یې غوښتنې په نظر کې نیولې دي. طالبانو ته ډېر امتیازات، بین المللي موقف لوړول او د هیواد په دولتي قدرت کې یې برلاسی کول د پاکستان غوښتنې دی او امریکا ځکه د پاکستان د دوه مخې سیاست سره، سره بیا هم په سیمه کې پاکستان ته ترجیع ورکوی چې له یوې خوا وېره لري چې ډېر پخواني ستراتیژیک ملګری او د اټومي سلاح لرونکی هیواد یې له لاسه ونه وزي او په بشپړه توګه د چین او روسیې متحد نه شې او یا دا چې اتومي سلاح د افراطیونو په لاس ورنه شي.
 
بله مهمه او اړینه موضوع د هیواد د سولې د عملی کیدو او د سولې د اړخونه د تعهداتو د عملي کیدو تضمین دی، چې نړیوال اتبار او صلاحیت لرونکی مرجع وي، لکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، اسلامي کنفرانس، اروپایې اتحادیه چې د نړۍ د اکثریت هیوادو استازولي په کې شتون ولری، چې په دغه صورت کې به بیا په رښتینې توګه د دایمي  سولې راتګ یقیني او د باور وړ وګرزی.
 
پای