X

آرشیف

د علم یوه ستره لاسته راوړنه

راتلونکي ته ښه راغلاست !
دا اوس په جراحي طبابت کي یوه عادي خبره ده چي یوه انسان ته د بل انسان پښتورګي ، ینه ، زړه او ان لاس او پښي یا نور غړي پیوندوي ، خو د میترو اکسپرس ( MX.dk ) پنامه ډنمارکي ورځپاڼي د روان ۲۰۱۵ کال د سپتمبر د ۱۴ نیټې په ګڼه کي د « سر  به بیخي نوی بدن تر لاسه کړي » تر سرلیک لاندي د یوه تن و بدن ته د بل چا د سر د پیوند په هکله د طبابت علم له ډګره د یوې ستري بریا خبر خپور کړی دي . پدې کی هیڅ شک نسته چي که دا کار په بریالیتوب تر سره سی ، دا به د بشر په تاریخ کي د انسانانو یوه ډیره ستره لاسته راوړنه وي .
      د سرلیک دغه جمله بندي هم ډیره د پام وړ ده . د زړه پیوندول چي نژدی درې لسیزي وړاندي پیل سوی ، تر اوسه می هیچیري ندي لوستلي چي « زړه ته نوی بدن پیوند کوي » . موږ تل وایو چي « د فلاني کس بدن ته بل زړه پیوند کوي » .
      اوس دا سوال منځته راغی چي بدن ته نوی سر پیوند کیږی او که سرته نوی بدن ؟ که پدغو جمله بندیو کي که د انسان د ژوند د پاره د اهمیت خبره په پام کي و نیول سي ، نو د ( زړه ) او ( سر ) اړینتوب یو شان دی ځکه د هر یوه نه شتون ژوند ته د پای ټکی ږدی .
    راسئ پر دې خبري فکر وکړو چي ځواب مو باید د کومو منطقو پر بنست ولاړ وي ؟ زما په آند بنسټیز توکی باید دلته پوهه او د جهان معرفت په پام کي نیول وی . که د انسان بدن ته بیله سره بل هر غړی پیوند سي ، انسان د خپلي ورسره پوهي سره هم هغه پخوانی انسان پاته کیږي ، مګر که د نوموړي انسان بدن ته د بل انسان سر ور پیوند سی ، دا ځل نو د بدن څخه د خپلي پوهي او تفکر سره هغه انسان جوړ سو چي سر ور نه پرې سوی دی ، نه هغه انسان چي پر بدن یې نوي یانی د بل چا سر نصب سوی دی . داځکه چي دغه انسان که تر عملیاتو او روغتیا وروسته د روغتون نه رخصت او پر خپل اختیار د کورته تګ اجازه ورکړل سي ، دی به د هغه چا کورته ولاړ سي او دهغه پشان به پوهه او تفکر ولري چی سر ورڅخه اخیستل سوی دی ، نه د هغه چا کورته چي پر بدن یې بل سر ایښودل سوی دی . پدی خاطر نو د سر پیوند د نورو غړو د پیوند په پرتله و نوو جمله بندیو ته اړتیا پیدا کوي . د همدې کبله پکار ده وویل سی چي « د فلاني کس سر ته نوی بدن پیوند کیږي » . پدې توګه د زړه یا بل هر نجیب غړي په پرتله چي ژوند بیله هغه نه امکان نلري ، د سر اهمیت توپیر کوي او ارزښت یې زیاتیږي .
    اوس به راسو د نوموړی بریا او لاسته راوړني پښتو بڼي ته چي ژباړلي می ده او د لوستونکو مخته یې ږدم :
      ایټالیا ـ اوس هغه وخت را رسیدلی چي باید د نړۍ په تاریخ کي د لومړی ځل د پاره د سر د پیوند په موخه عملیات تر سره سي . په راتلونکو دوه کاله او دوو میاشتو کي به نړیوال د سر د پیوندولو د هغو عملیاتو شاهدان وي چي هیڅکله یې لیدلي او ارویدلي نه وي ـ دا هغه څه دي چي د FOX News  لخوا یې خبر خپور سوی دی . 
       والري سپیریدونوف Valery Spiridonov چي د Werdnig-Hoffmann  پنامه د عضلاتو د یو ډول ځانګړي ناروغۍ سره تشخیص سویدی ، ځان یې په خپله خوښه وړاندي کړی څو په نړۍ کي لومړی ځل د سر د پیوند څیړني او عملیات ورباندي تر سره سي . د ایټالیایې جراح Sergio Canavero د وینا سره سم به دغه عملیات په یقیني ډول د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په میاشت کي سر ته ورسیږي . پخپله  Valery Spiridonov پدي اړه یادوونه کوي : « زه پوهیږم او هیڅ شک نلرم چي په یوه ډیر مهم او ستر کار کي برخه اخلم . ما پدي هکله ډیر فکر او غور کړي دی . یواځنی شی چي زه یې حسوم ، هغه ارامتیا اوتلوار دی . فکر کوم چي ما ټول عمر ځان و دغسی یوه مهم کارته اماده کړي او وخت یې دادي اوس په را رسیدو دی » .
       دغه روسي داتالوګ datalog و داسی عملیاتو ته سترګي په لار دی چي ښایې ۳۶ ساعته دوام وکړي .  ددې د پاره چي حجرات د اکسیجن پرته یوه نسبتاً لږ زیاته موده ژوندئ پاته سي ، پکار ده چي د والری سپیریدونوف سر او د هغه بل سړي بدن دواړه د حرارت په ټیټو درجو کي یخ کړل سي .
     له دې نه پرته یو زیات شمیر تستونه( تجربي ) ، تجزیې او معاینات پکار دي چي د عملیاتو وړاندي باید تر سره سي . د بیلګي په توګه دا یوه مهمه پوښتنه په مخ کي ده چي مغز به ددغو عملیاتو سره څنګه کړنه وکړي . د Raymond Dieter په قول چي په Illinois کي یو جراح دي ، مغز بیله د ویني د جریان څخه یوازي د څو دقیقو په موده کي ژوندی پاته کیدلاي سي او وروسته مري . دی وایي : « کله مغز ته د وینو د جریان د لاری اکسیجن و نه رسیږي ، د درو څخه تر پنځو دقیقو وروسته انسان مړ کیږي » .
   د ژباړي پای  . ډنمارک ۲۲ / ۹ / ۲۰۱۵
د ژباړونکي یادوونه :
جراحان او نړیوال خو پدي اُمید دي چي دا عملیات به په بریالیتوب سره سرته ورسیږي ځکه لومړنيو اوږدو  څیړنو ددې خوب رښتینوالی ښودلی دی . پدې هکله که د ادبي جمله بندیو څخه تیر سو ، چی په یوه یا بله بڼه به یې ولیکو ، مګر ددې کار د پایلي ټولیز اړخ د غور وړ دی . ایا دا نوی دوه ګونی سړی به د کومي کورنۍ سره و اوسیږي ؟ که دا سړۍ په ایټالیا کی د بدن والا کورته ولیږل سي ، هلته هر څه ورته بیګانه دي او تل به یې خپله کورنۍ ( میرمن ، بچیان او نور خپلوان ) یادیږی . او که په روسیه کي د سر والا کور ته ولاړ سي ، د بدن والا کورنۍ د نیوکو او جنجال سره به موضوع تړلي پاته سي . پدې خاطر پکار ده چي ددې خبري پر حقوقي او ټولنیز اړخ باندي سر د اوس نه غور وسي .
ــ د نوموړی عملیاتو د بریا په هیله !

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.