آرشیف

2021-5-22

شاه ولی آرین

د طالبانو نه بښونکې تېروتنه

 

نن سبا د نړۍ بی شمېره سیاستوال او شنونکي د۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نیټې د پیښې په هکله ځانګړی لید لوری او د نظر ټکي لري او خورا ډېري پوښتنې یې را پارولې دي چې:

ایا امریکایان او نړیواله ټولنه د افغانانو د مرستې او د القاعدې د ځپلو له پاره سیمې ته راودانګل او که د نورو ستراتېژیکو سیاسي اقتصادي موخو له پاره؟

ایا امریکا او ورسره انډیوالان یې په افغانستان کې  خپلو موخو ته ورسیدل؟

که چېری په رښتیا هم طالبانو غوښتل چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد رښتینی مقاومت وکړی، نو اړینه دا وه، چې لومړی یې د هغوي عوامل او هغه کورني لامل چې د امریکایانو او ناټو پښه یې زموږ ګران هیواد ته راوغزوله، میندلی واي.

طالبانو په هېواد کې د نظار شورا د ناخولو ډک حکومت راوپرزاوه او د هیواد اکثریت ولس ترې په ټینګه ملاتړ وکړ، د هغه نظام مؤثرو کړیو تر پایه مقاومت وکړ او نړیوال ملاتړ یې له لاسه ورنه کړ.

طالبانو ورځ تر بلې د افراطي حرکتونو او سیاستونو په نتیجه کې خپل طبعی پلویان، هیوادوال او نړیوال اعتبار له لاسه ورکړ، جمعیت (شورای نظار) د خپلو دپلوماتیکو هلوځلو په نتیجه کې امریکا او اروپائې هیوادونه د طالبانو د افراطیت له وېرې دې ته وهڅول چې پر افغانستان نظامي یرغل وکړي.

امریکا او غرب په میلیونونو ډالری په خپلو اصلي اجنټانو او مهرو وویشلي او خپل دغه لاسپوڅي یې په هیواد کې په سیاسي، اقتصادي، قومي او سیمه ایزه مافیا بدل کړل، چې مهار کول یې اوس د هر چا له پاره ګران کار دي.

اوس داسې څرګندېږي چې تروریزم، القاعده او د سپتمبر پیښه یوه وسېله اما اصلي موخې، ممکن ستراتیژیکي، سیاسي او اقتصادي ګټې وې، غواړم د دغو موخو څو اساسي ټکو ته د لوستونکو پام را واړوم:

۱ـ د افغانستان ډېر په زړه پورې ستراتیژیک موقعیت چې امریکا کولاي شو ترې د خېز په توګه د روسیې، منځنۍاسیا ، ایران ، چېن ، پاکستان نه یو ستراتېژیک کمربند را تاو کړي.

۲ـ د پاکستان د زروي سلاح نه وېره چې د اسلامي بنسټ پالو لاس ته ورنه شي.

۳ـ د ایران زروی سلاح تر کنترول لاندې راوستل او د نورو اغیزو مخنیوي یې، همدا ډول په سېمه او د منځني ختېځ نورو په تیلو مړو او بډایو هیواد ته لاس رسی.

۴- د هیواد له بډایو زیرمو نه بې شمېره استفاده تر سره کول.

 

۵ـ بل خورا مهم او د ډېرې اندیښنې وړ لامل چې امریکا یې په سیمه کې شتون ته راهڅوله د شانګهای د تړون غړو هیوادو نه پوره وېره چې ممکن د منځنۍ اسیا سترهیوادونه لکه قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان ، قرغزستان او ازبکستان پر ځان راټول نکړي، د شانګهای تړون په حقیقت کې د امریکا د نوي رامنځته کېدونکي ګواښ د مخنیوي له پاره جوړ او رامنځته شو. دا هغه ګواښ و چې په خپل وار د چېن او روسیې پرمختګ او اقتصادي ګتې یې په سېمه او نړۍ کې تر ننګونې لاندې نیولې.

د پورتنیو لاملونو پر بنسټ امریکا او د ډبلیو بوش ادارې د سپتامبر د یولسمې نیټې پیښه وسیله کړه او د ۲۰۰۱زکال د اکتوبر په میاشت کې یې نظامي یرغل وکړ او هغه بمونه یې را وورول، چې پخوا یې تر مخه په پلان کې لرل.

دا یو څرګند حقیقت دی چې د امریکا او ناټو د یرغل اصلي لاملان د طالبانو افراطي سیاست، پالیسي او د جمعیت تنظیم د پلوماتیکي هلې ځلې وي.

د پورتنیو عواملو په نظر کې نیولو سره امریکا ته ښه موقع په لاس راغله تر څو زموږ په ګران هیواد یرغل وکړي او خپل د خوښې یو ګوډاګي حکومت لکه د روسانو په شان په افغان ولس وتپي.

امریکا د اسلامي امارت د ځپلو او راپرځولو له پاره د شمالي ټلوالې، جنرال عبدالرشید دوستم، په ایران کې جوړ شوو تنظیمونو نه په هیواد کې او همدا ډول د ګاونډیو هیواد په مرسته په ځینو هیوادو کې د نظامي او اکمالاتي اډو په جوړولو د( ب ۵۲) بم غورځونکو الوتکو پر زور طالبان له هیواده لرې په سلګونو بیګناه انسانان یې ووژل اوهمدا ډول یې د بشر د حقوقو خلاف په زرګونو اسیر طالبان د مزارشریف، کندوز په جنګي قلاګانو او دشت لیلې کې په ډیر ظالمانه غیرانساني ډول د امریکایانو او جنرال دوستم د ملیشو له خوا ووژل شول. دا د روژې مبارکه میاشت وه چې د یو شمیر مسلمانانوغوښتنه دا وه چې امریکایان دې وژنې او بم غورځونې د روژې د مبارکې میاشتي تر ختمیدو وځنډوي، مګرد تښتیدلي حکومت مشر برهان الدین ربانی لکه دا اوس د طالبانو په شان چیغې وهلي او امریکائي ځواکونه یې تشویقول چې بمونه وغورزوي ځکه چې دلیل یې دا وه چې د أحد غزا محمد (ص) هم د روژې په میاشت کې کړی وه.

په دې ترتیب امریکایانو اسلامي امارت مات او په مقابل کې یې په بن کې جوړه شوې مؤقته اداره چې د امریکا او غربې نړۍ لاس پوڅي وو پر هیواد او هیوادوالو حاکمان کړل.

امریکایانو د خپل د راتګ موخې په افغانستان کې د یو باثباته قانونمند نظام جوړول، د القاعدې او نورو تروریستي شبکو ځپل او له منځه وړل، د مخدره موادو د کښت، قاچاق او استعمال مخنیوي او داسې نور په ګوته کړل، خو په خواشینۍ سره چې همدا موخې یې نه یوازې دا چې عملي نه کړی بلکې سل په سلو کې یې نور هم رشد او انګشاف ورکړ او زموږ ګران هیواد یې له سترو ګواښونو سره مخ کړ.

له امریکا سره د هیواد خرڅونې لومړی تړون هم د جمعیت د تنظیم کلیدي کسانو لاسلیک کړی، چې فضائې او ځمکنې بې کنتروله تګ راتګ یې تظمینوي. چې په لانې توګه یې هیواد والو ته په ګوته کوم:

 

 

 

 

د امریکایانو او شمالي ټلوالې تر منځ د یرغل وروسته تړون
د امریکایانو او شمالي ټلوالې تر منځ د یرغل وروسته تړون

(جنوری ۲۰۰۲)

هیوادوالو او ټولو نړیوالو ته جوته ده چې د اسلامي جمعیت د شورای نظار منفورې ډلې د خپل شخصي او ګروپي قدرت د تحکیم له پاره په یو ستر او تاریخي نه بښونکي جنایت لاس پورې کړ لکه د یعقوب خان د ګندمک، شاه شجاع او انګریزانو، ببرک کارمل او شورویانو، برهان الدین ربانی او پاکستانیانو او داسې نورو هیواد پلورونکو په شان یې د هیواد د خرڅلاو ننګین تړون له یرغلګر امریکا سره امضا کړ.

دغه هیواد پلورونکی تړون چې د جعلي ستر جنرال فهیم د ربانی د حکومت د جمهور رئیس د مرستیال، عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر او محمدیونس قانونی د کورنیو چارو وزیر له خوا له امریکائي چارواکو سره لاس لیک شو، د ټولو نړیوالو موازینو خلاف امریکائي قوواوو، سیاسي، دپلوماتیکو کارکونکو،ا جیرانو او د دوي قراردادیانو ته دومره امتیازات ورکړل شول، چې خپله افغانان یې په خپل ملک کې نه شې تر لاسه کولاي. چې د پروتوکول ځینو ټکو ته اشاره کوم:

۱ـ په قرارداد کې امریکائي اتباع او امریکا پورې اړوند نظامي، سیاسي، قراردادیان او اجیران بې له کنترول او ګرویژنو هیواد ته داخیلیدی او وتلی شي.

۲ـ د افغانستان په هره سیمه کې امریکایان کولاي شي نظامي اډې جوړې کړي، لازمه اراضي کولاي شي، د دوي په اختیار کې و اوسي او د وتلو په صورت کې د ساختمان او تآ سیساتو اختیار به هم د امریکایانو په لاس کې وي چې تخریبوی یې او یا یې بیرته له ځانه سره وړي او یا یې کوم بل هیواد ته ورکوي، لکه چې ولیدل شوول امریکا د خپلو قوواو د ویستلو په وخت کې خورا ډیر نظامي توکي افغانستان ته پرینښوول، بلکې پاکستان هیواد ته یې ورکړل.

۳- امریکائې نظامي الوتکې د افغانستان له هرې سیمې نه بی له کنترول وتلی او را ننوتلی شي. چې د همدې قرارداد له مخې یې د هلمند له ولایت نه یورانیم او له نورو سیمو نه د میلیونو ډالرو په بیه قیمتي ډبرې او مخدره توکي بهر ته ویستل کیږي.

۴ـ د امریکائی چارواکو، د نظامي کارکونکو، سرتیرو د جرمونو او قانوني سرغړونو نه پوښتنې ګرویژنې یا محمکه د افغانستان د محاکمو حق نه دی او په امریکا کې به د دوي محکمه تر سره کیږي. باید وویل شې داسې نور ډیرمهم مسائل شته چې امریکایانو ته یې بشپـړ واک ورکړي وو چې د افغاني نړیوال او د بشری حقوقو د قوانینو سره په ټکر کې وو.

 

درنو هیوادوالو!

تاسو په خپله قضاوت وکړئ هغو بهرنیانو چې پر هیواد یرغل کړي، طالبان ورسره د سولې تړون لاسلیکوي، اور بند ورسره کوي، له بیزونو او اډو نه یې ساتنه کوي، مګر د خپلو افغانانوږ سره دښمني.

تاسو وګورئ، هغو معلوم الحاله اجنتانو چې د امریکایانو او ناټو پښې یې زموږ هیواد ته راغزولی، او د هیواد د خرڅونې پروتوکولونه یې ورسره لاسلیک کړی، طالبان له هغوي سره، خبرې، مذاکرات کوي، لیکونه ورته استوي، اما خپل ورونه افغانان وژني، خپل هیواد ورانوي، له نظام او دولت سره چې د هیواد د جګړې یو اړخ دی او د ټولو افغانانو استازیتوب کوي، نه ورسره سوله کوي او نه ورسره اوربند کوي او نه هم خبرې اترې، چې دا په خپله د دې ښکارندوی دې چې طالبان نه د سولې نیت لري او نه خپلواک دي او نه هم سوله غواړي، بلکې غواړي، چې د زور له لارې خپل تېر امارت د پردیو او حریصو ګاونډیو هیوادو د ګټو او شومو موخو د عملي کولو له پاره بیا پر افغان ولس تحمیل کړي، چې ممکن د دوي دغه خیال تر سره نه شي.

 

پای