آرشیف

2021-4-24

شاه ولی آرین

د شوروي او امریکائې ځواکونو د وتلو توپـېر (دریمه او وروستۍ برخه)

 

د شورو

لکه چې په تېره برخه کې د شوروي اتحاد د یرغل منفي اغیزې او همدا ډول مثبتو ټکو ته اشاره شوې، دلته هم غواړم د امریکا د یرغل نه وروسته یو شمېر مثبتي کړنې شته چې د یادولو وړ یې بولم. د امریکا او نړیوالې ټولنې د یرغل موضوع د دوی له نظره مشروعیت ځانته لری، دا ځکه چې دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د توافق سره زموږ هیواد افغانستان ته ځواکونه د ناتو تر مشرۍ راوستل د طالبانو نظام یې نسکور کړ او په یو شمېر اقداماتو یې لاس پورې کړ چې په لاندې ډول یې د یادولو وړ بولم:

معلومه ده چې د طالبانو د سقوط وروسته هر څه له منځه تللی وو، امریکا او نړیوالو شریکانو یې هر څه له سره جوړ او احیا کړل. د نظام د اداري تشکیلاتو او دفاعي سیستم جوړول او تر یوه حده پیاوړې کول، په میلیاردونو ډالر مرستې یو له هغو اساسي لاسته راوړنو له جملې دې چې هیڅوک ترې سترګې نه شې پټولی، مګر دا چې خپله افغان مشرانو ونه شو کولای له دغو امکاناتو نه د هیواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره ترې مطلوبه استفاده کړی وای، همدغه کسان باید افغان ولس ته ځواب ورکړي.

د هیواد په دفاعي سیستم کې لومړۍ تیروتنه دا وه چې په لومړي سر کې یې د هوائې ځواک د جوړیدو سره توافق نه درلود خو وروسته یې د افغان دولت  د تقاضا پر اساس د هوائي ځواک په جوړیدو هم اقدام وکړ، چې همدا اوس هم نیمګړي دي، ولی بیا هم دا دی همدا اوس په مستقلانه ډول د هیواد د امنیت او دفاع په حالت کې قرار لری.

د نظام د بنسټونو او تشکیلاتي مرکزي او ولایتي سیستم جوړول، اکمالول او عملي کول سره له دې چې ستونزې به یې لرلې، مګر دا په لاسته راوړنو کې حسابی دي شي.

دموکراسي، د ښځو د حقوقو تامین، د ازادو رسنیو پراخ فعالیت هغه څه دې چې د ستونزو سره، سره بیا هم پرې حساب کیدای شي.

د هیواد په مرکز او ځینو ولایاتو کې د هوائي ډګرونو جوړول، احیا کول هم هغه څه دې چې د یادولو وړ یې ګڼم.

په اداراتو کې د نوی تکنالوژۍ سیستمونه فعالول، د مخابراتو او تیلی کمونکشن او انترنیتي سیستم پرخوالی او ټول هیواد یې د پوښښ لاندې راوستل.

د طبابت په هکله هم نوی سیستمونه عملي کول، د روغتونونو کمي او کیفي حالت ته بهبود ورکول.

درنو لوستونکو ټولو ته معلومه ده چې بهرنی نیواک او یرغل د تل له پاره نه شي پاتې کیدای. تاریخي پیښو وښوده چې انګریزان او شوروي څه ډول له دې هیواد نه وشړل شوول او دا دی همدا اوس امریکا له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان ده.

لیدل کیږي چې د وخت د شوروي او ډاکتر نجیب الله د سولې پروګرام او همدا اوس د امریکا او طالبانو د سولې پروګرام او وضعیت څومره سره شریک ټکی لری او ایا بیا به افغانستان د یو بل ځل له پاره د نیابتي جګړو ډګر ونه ګرزي؟

 

د نجیب الله او غني د حکومت ورتوالی او توپیرونه:

په حقیقت کې دواړه ته پردو پورې تړل شوي حکومتونه وو او دي، چې بقا یې هم د پردو په مرستو پورې تړلې وه او ده. غواړم د دواړو ورتوالی او ټوپیرونه په لنډ ډول د لوستونکو مخې ته کیږدم:

۱- د هغه وخت نړیوال او سیمه ایز سیاست له اوس سره ستر توپېر لری، هغه دا چې د نړۍ د هغه وخت اکثریت هیوادونه حتا د شوروي په شمول نور د داکتر نجیب الله د حکومت نه لاس اخیستي و، اما اوس د نړۍ اکثریت هیوادونه د غني له حکومت نه ملاتړ کوي، پرته له  ګوتو په شمار څو محدود هیوادونه.

۲- د داکتر نجیب الله د حاکمیت پر ضد افغان اووه تنظیمونو په پاکستان او اته نورو په ایران کې ضد فعالیت کاوه، چې د نړۍ د ډیرو هیوادو کمپاین ورسره وو او په ایران او پاکستان دوه ګاونډیو هیوادو کې تجهیز او تمویلیدل او د شوروي د اشغال ضد شعار هم ورسره و او دغه ډلې ازمایل شوي هم نه وي، اما اوس د اشرف غنی له حکومت سره د نړۍ اکثره هیوادونه، ناټو ولاړ دي، چې په ظاهره د بهرني قوواو د وتلو وروسته هم د نظام د پایښت له پاره امریکا او ناټو د ستراتیژیک او امنیتي تړونونو پر بنسټ د مرستو پروسه جارې ساتي، همدا ډولو طالبان په تیره کې ازمایل شوي او اوس د نړۍ اکثریت هیوادونه حتا پاکستان هم نه غواړی، چې اسلامي امارت دې بیا تکرار شي، چې د مسکو دغونډې ګډه اعلامیه یې د بیلګې په توګه یادولی شو.

۳- د ډاکتر نجیب الله د نظام ستنې له دننه د نظام د یو شمېر کلیدي مهرو له خوا په مستقیمه توګه وشړیده او حتا دا چې شوروي هم د دوستۍ په جامه کې د خپل پخوانې جاسوس احمد شاه مسعود له پاره زمینه برابره کړه نظام متلاشي شو او د نجیب د سقوط زمینه یې برابره کړه، اما اوس شرائط فرق کوي، په خاص ډول د جوبایدن د نوی حکومت پر راتګ سره دلته هم نظام نسبت طالبانو ته پیاوړی دي اوهم  په ظاهره کې خو جمهوررئیس، معاونین یې او هم د سولې د عالي شورا رئیس، پارلمان همغږې دي او د نړۍ د اکثرو هیوادو ملاتړ ورسره دی.

۴- د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط تر مخه د شهنواز تڼی او ډاکتر نجیب الله د کودتا له امله د هیواد امنیتي ځواکونه سره وپاشل شول او پاتې یې عملا د خائنو افسرانو لکه لوی درستیز اصف دلاور، د ګارنیزون قوماندان نبی عظیمی دواړه ورونه علومیان او د یو شمیر قول اردوو او فرقو قوماندانان، د شمالي ولایتونو د ملیشې قوماندان رشید دوستم عملا د دولت پر ضد د احمد شاه مسعود تر څنګ ودریدل، مګر اوس داسې څه نه تر سترګو کیږي، چې وخت به یې وښیې چې د بهرنیو قوواو تر وتلو وروسته به څه پیښیږي. اوس خو یوازې  طالبان دي، چې د دې نظام پر ضد جنګیږي.

۵- د ډاکتر نجیب الله حکومت چې د شوروي پر نظامي او اقتصادي مرستو ولاړ و، عملا یې له نجیب او د هغه له حکومت نه لاس واخیست او د احمد شاه مسعود او نورو تنظیمي ډلو تر څنګ ودرید، اما اوس امریکایان، اروپائې اتحادیه او د نړۍ ځواکمن هیوادونه که چیرې روسیه، چین، ایرن او پاکستان ترې منفي هم کړو، بیا هم نور ټول د اوسني نظام نه ملاتړ کوي.

۶- د هغه وخت د سیاسیونو او د دولت د اپوزیسیون وضعیت تقریبآ یو شانته وو، ټولو عادي ژوند درلود، هغوي ته د نظام بدلون دومره اهمیت نه درلود او نه چا ورسره کوم حساب او کتاب درلود، چې عمومي عفوې ټول له اندیښنو خلاص کړل، اما اوس دولتي لوړ رتبه کارکونکي، د په نوم مجاهدینو مشران، سیاسي اپوزیسیون، سیاسیون د چور او تالان، د غصب د معدنونو د غلا له امله د دې هیواد په دننه او بهر کې د غټو سرمایو خاوندان دي او دوی هیڅکله نه غواړي چې اوسنی نظام دې ړنګ شي، ځکه چې په دې نظام کې یې هر څه خوندي دي، اما د طالبانو د قدرت ته د رسیدو په حالت کې دوی له سترو ګواښونو سره ممکن مخ شي، نو ځکه د سولې او مؤقت حکومت غوښتونکي دي او تمه لری چې په داسې مؤقتو حکمتونو کې به دوی هم په قدرت کې برخه ولری او هر څه به یې خوندي وي.

۷- دا یو بل عیني حقیت دی، چې د هغه وخت او اوسنۍ زمانې په انسانانو کې ستر ذهني او فکري بدلون راغلی، په خاص ډول ځوان نسل تر بل هر وخت د نوې تکنالوژۍ په مرسته د ښو او بدو تفکیک کولای شي او خپله لارمثبته او غوره انتخابولی شي، په یقین سره ویلی شم، که چیری په افغاني ټولنه کې د فساد او نابرابریو مخه ډب او په نظام کې اصلاحات رامنځته شي او ځوان نسل ته د کار زمینه برابره شي، هیواد به مو ډېر ژر له دې حالت نه راووزي.

پورتنې ورتوالي او توپیرونه دا په ګوته کوي چې د طالبانو له پاره د جګړې له لارې د اوسني نظام سقوط او د اسلامي امارت بیا رامنځته کول ګران او ناشونی کار دی. ښه به دا وي، که دوی په رښتیا هم ځانونه افغانان ګڼي، د خپل هیواد او ولس د لوړو ګټو په خاطر دې د سولې او سیاسي خبرو، اترو لاره خپله کړي، تر څو یې د امریکائې یرغل په مقابل کې هم د مقاومت اهمیت خوندي پاتې وي او هم په راتلونکې کې په ویاړ سره د هیواد په سیاست کې برخه خپله کړي او د پردو له اسارت او غلامۍ نه ځانونه راخلاص کړي.

افغان دولت هم باید د رښتینې ملي اجماع له لارې او د ولس د واقعي استازو دغوښتنو او اړتیاوو پر بنسټ، په نظام او حکومت کې د اساسي اصلاحاتو په راوستلو سره په عملي ټوګه د سولې ارزښتونه رعایت او د بهرنيو قوواو له وتلو وروسته د یو مستقل افغانستان په توګه د هیوادوالو او نړیوالو د اندیښنو د رفع کولو له پاره اړین او عملي ګامونه را پورته کړي.

پای

شاه ولی ارین