آرشیف

2021-4-22

شاه ولی آرین

د شوروي او امریکائې ځواکونو د وتلو توپـېر (دویمه برخه)

 

په تېره برخه کې مو د شوروي اتحاد د یرغل نه وروسته د هغوی په، شوم نیت، جفا او د هغو تېروتنو په هکله لوستونکو ته معلومات ورکړل، چې هغه ستونزې او تیروتنې د ډاکتر نجیب الله د حاکمیت د سقوط یو له مهمو لاملونو نه و. زما په اند د یو لیکوال او شنونکې اساسي دنده دا ده، چې پیښې په عادلانه او بې پرې توګه وڅیړي، ښو ته ښه او بدو ته بد ووائي.

زموږ په ګران هیواد افغانستان د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته د ټولو تیروتنو، شوم نیت او نیمګړتیاوو سره، سره بیا هم یو شمېر مثبتي چارې هم تر سره شوي دي، چې سترګې پټول پرې عاقلانه کار نه دي، چې غواړم په لنډ ډول یې څو بیلګې دلته وړاندې کړم.

۱- ټولې هغه نقدې یا نورې مرستې چې په هغه وخت کې افغان دولت تر لاسه کړي، له نوي سلنو زیاتې یې پر ځای لګیدلي او کنترول یې هم موجود و، ممکن په ندرت سره په لس سلنې مرستو کې لاسوهنې شوې وي.

۲- هغه لویې لارې، مؤسسات، کورونه، مکروریان او د کلو او پرختیا د وزارت تر رهبرۍ لاندې کوچنۍ او سترې پروژې هم د کار د سرعت او هم د کیفیت له مدرکه د اوسنیو تاسیساتو سره هیڅ د پرتلې وړ نه دی، د مثال په توګه د مکروریانو بلاکونه او یا لویې لارې چې اوس وخت کې جوړي شوي، یو کال دوام نه کوي، مګر د هغه وخت لا تر اوسه د استفادې وړ دي.

۳- د تعلیم او لوړو زده کړو له پاره په زرګونو افغانان شوروي او سوسیالستي بلاک ته د زده کړو له پاره جلب او جذب بې سارۍ وو او بې له کوم رشوت او لاسوهنو ځوان نسل ته په لاس ورتلل.

۴- د مخدره توکو قاچاق، استعمال او کر تر ډېره حده تر کنترول لاندې و.

دا هغه څه دې که جګړه نه وای نو خورا نور اساسي پرمختګونه به تر لاسه شوي وای.

 

افغانستان کې د امریکا د یرغل ګټې او زیانونه:

ټولو ته معلومه ده چې امریکا د شوروي له ماتې او زموږ د هیواد د ورانولو او افغان وژنو په لارکې د په نوم مجاهدینو سره په میلیونو ډالرو مرسته وکړه، مګر کله چې شوروي مات شو او په هیواد کې د دوی د پارتنرانوغوبل جوړ شو، کورنیو جګړو زور وموند، بیا نو امریکا او ورسره انډیوالان یې د خیر په غونډۍ کیناستل، د افغان وژنو او د دوی د هیواد د ورانونو نه یې خوند اخیست. که چېرې امریکا او هغو نورو هیوادو چې د شوروي د ځپلو له پاره یې له افغانانو سره خواخوږي مطلب و، بیا نو ولي په هغو سختو شرائطو کې یې مرستو ته راونه دانګل، چې خپلو پارتنرانو ته ووائې چې جګړه بس کړئ خپل هیواد جوړ کړئ.

دا ځګه چې امریکا اګاهانه غوښتل چې زموږ د هیواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه تالا او برباد شې افغانان محتاج شې، کور په کور دښمني رامنځ ته شې، تر څو دوی بیا راشي او خپلو موخو ته ځان ورسوي.

 

په افغانستان کې د امریکا او ورسره انډیولانو یې د یرغل منفي اغیزی:

۱- امریکا د خپل یرغل تر مخه په خپلو یو شمېر اجنټانو زیات ډالر وویشل او هغوی یې په مافیائې او محلي ځواکونو بدل کړل، چې دغه کسان د دوی د ملاتړ له امله هیڅکله د مرکزی دولت تر کنترول لاندې را نغلل، او د سترو ستونزو عاملین وګرزیدل.

۲- د بن په کنفرانس کې د طالبانو، د ګلبدین اسلامي حزب او د پخوانیو سیاسي ډلو رول په نظر کې نه نیول یوازې په خپلو پخوانیو پارتنرانو تکیه کول چې د هیواد د بربادۍ عاملین وو، د امریکا ستره تېروتنه یادولي شو، او یا دا چې له پیله یې همدا غوښتل.

۳- د دوی د راتګ یوه اساسي موخه د مخدره توکو پر ضد مبارزه وه، حال دا چې دغه پدیده له پخوا نه نوره هم پراخه شوه او خپله امریکایان یې د تولید او قاچاقو مدیریت تر لاسه کړ.

۴- ښه حکومتولي د دوی د راتګ بله اساسي موخه وه، چې پر ځای یې مسلکې کادرونه ورځ تر بلې د حکومت له چوکاټ نه بې برخې، تقاعد ته سوق او پر ځای یې غیر مسلکي، زورواکې او مافیائې کړۍ ځای پر ځای شوې، رشوت او فساد نهائې مرحلې ته ورسید چې د ولس او حکومت تر منځ یې واټنونه رامنځته کړل.

 

۵- د افرطیت او القاعدې د له منځه وړل یې بله موخه ویل کیده، حال داچې القاعده نه په افغانستان کې، بلکې په پاکستان کې په ازادانه توګه د پاکستان د وسلوال پوځ او ای اس ای تر سیوری لاندې فعالیت کاوه، چې د اسامه موجودیت یې روښانه بیلګه یادولي شو، اما امریکا له پاکستان سره څه وکړل؟

۶- د جمهوري ریاست په دواړو ټاکنو کې د امریکا مداخله په خپله د دې مانا لرله چې دوی هیڅکله نه غوښتل چې په هیواد کې دې یو ځواکمن نظام رامنځته شي.

۷- افغان دولت له کرزی نه را نیولي بیا تر اوسه تل تاکید کوي چې په هیواد کې د جګړې اصلي لامل او ځاله پاکستان دی، اما امریکا په دې هکله هیڅکله پر پاکستان فشار رانوړ تر څو د جګړې مخه نیول شوې وای.

۸- د امریکا تر ټولو نه بښونکې تیروتنه دا ده چې له طالبانو سره یې د سولې د خبرو په پروسه کې افغان دولت چې د جګړې اساسي اړخ و، څنډې ته پریښود، نړیواله او سیمه ایزه اجماع چې اړتیا یې لازمي وه په نظر کې ونه نیولي. د ترامپ د ادارې دې تیروتنو، طالبانو ته نړیوال او دپلوماتیک امتیاز ورکول، دا دی اوس د بایډن اداره له سختو ستونزو سره مخ کړی ده.

پورتنې لاملونه دا په ګوته کوي چې امریکا دلته زموږ هیواد او سیمې ته زموږ د هیواد ژغورلو او مرستې ته نه و راغلې، بلکې خپلې موخې یې درلودي او کله یې چې موخې لاسته ورشې همداسې چې بې پوښتنې راغلي، بې پوښتنې به وزي.

همدا اوس کله چې د بایدن له لوري د سپتمبر په میاشت کې د امریکا د ځواکونو وتل په رسمي توګه اعلان شوول، ټوله نړیوال ورته حیران پاتې دي او په خپله دا یو سوال دی، چې د څه له پاره راغلي وئ او څه مو وکړل، چې نه مو افراطیت ختم کړ، نه مو جګره پاي ته ورسوله، نه مو مخدره توکې له منځه یوړل او نه مو فساد، بلکې دغه منفي پدیدې ستاسو له راتګ سره سل سلنه نورې هم زیاتې شوې.

افغانان د دې حق لري چې پوښتنه وکړي، که چیرې امریکا د سولې روانه پروسه همداسې نیمګړی پریږدي او خپلې پښې سپکوي دا به یو تاریخي تېروتنه وي.

 

نوربیا