آرشیف

2020-3-4

شاه ولی آرین

د سولې موافـقـتـنامه اوګواښونه

د ۲۰۲۰ ام کال فبروری د ۲۹نیټې د موافقتنامې نه په ګران هیواد افغانستان او توله نړی کې د خوښۍ ستاینې او ملاتړ وشو، په رښتیا چې هم دغه تړون ته په هیواد کې د اوږدې جګړې د ختمیدو پیل ویلی شو.
 مګر د تړون د دواړو لورو امریکا، طالبان او همدا ډول افغان دولت او حکومت په خبرو کې ضد او نقیضو څرګندونو یو شمېر پوښتنې او تشویشونه منځ ته راوړي چې د لنډې اشارې او یادولو وړ یې بولم.
 د موافقتنامې نه یوڅو شېبې وروسته د عباس ستانکزی جګره ایزه او له پېغورونو او سپکو سپورو ډکه لهجه، چېګویا اشغالګر مات شوول، دوی ستره بریا تر لاسه کړه او دوی د کابل حکومت په رسمیت نه پیژني، د کابل د ادارې په عنوان له دوی سره حتا خبرې نه کوي، دوی به په بهرنینو ځواکونو بریدونه نه کوي، خو له افغانانو سره اوربند نورمانا نه لري او جګړو ته به دوام ورکوي،۵۰۰۰طالب بندیان به د بین الافغاني مذاکراتو له پیل ترمخه خوشې کیږي؛ دا هغه خبرې دي چې د افغاني دود، کلتور او فرهنګ له مخی د سولې د پروسې بهېرګواښمن کولای شې.
 له بله پلوه د قطر د سیاسي هیئات د بل غړي ملا خیرالله سوله اېزی خبرې، نه مغروره کیدل، د ټولو افغانانو په گډون د ګډ حکومت جوړیدل،یو بل ته متقابل احترام، او همدا ډول د ملا هیبت الله د طالبانو د مشر د عفوی فرمان او د طالبانو د قطر دفتر د ویاند سهیل شاهینڅومرکې، د هیواد په دننه کې د طالبانو د بلیډلی ملا رسول وینا؛ دا ټول هغه څه دي چې په طالبانو کې د خبرو او عمل پوره یووالی نه لیدل کیږي چې دا په خپله په هیواد کې د ډاډمنې سولی د راتلو په لار کې ستر خنډونه رامنځ ته کولای شې.
 بله اساسي موضوع او د تړون د عملي کولو ګواښ د طالبان هغه تعهد دی چې دوی به له القاعدې او نورو ټولو افراطيګروپونو سره اړیکې ختموي او د دې مخنیوي به کوي چې د دغو ډلو او ګروپونو له خوا به پر امریکا او د هغوی پر متحدینو له افغانستان نه خطر نه پیښېـږی، چې دا په خپله ممکنیو ستونزمن او د طالبانو له وسه وتلی کار وي.
لیدل کېږی چې په موافقتنامه کې د امریکا او افغان دولت تر منځ د لاسلیکیدو تر مخه کومی اساسی خبری او تفاهم نه وې تر سره شوې، چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو را خوشې کیدلیې هغه بیلګه ده چې افغان جمهور رئیس اشرف غنییې دادی د واره مخالفت څرګند کړ.
 جمهور رئیس محمد اشرف غنی په ډاګه وویل چې د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشی کول دا د امریکا کار نه دی دا د افغان ولس او د هغوی د استازي اسلامی جمهوریت او اساسی قانون حق دی، چېڅه وخت او په کومو شرائطو دغه بندیان خوشې کوي.
 و لیدل شول چې د جمهور رئیس محمد اشرف غنی ددی خبرو په اړوند د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو هم خپل غبرګون وښود او ویې ویل چې د موافقتنامې په پلی کولو کې به خنډونه نه رامنځ ته کېږي.
د حکومت او دولت د چارواکو په خبرو کې هم د واحد دریځ نه شتون د محمد اشرف غنی جمهور رئیس، امرالله صالح، د ملی امنیت مشر محب الله محب، د دفاع او کورنیو چارو د سرپرست وزیرانو د خبرو او مطبوعاتی کنفرانسونو لړۍیې د بیلګو په توګهیادولی شو.
 
بل د پوښتنې او تشویش وړ مطلب د افغانانو له پاره هغه پټه معامله او د تړون مواد دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري را وسپړل شول،  چې هغه د توافق پټ موضوعات دی چېیوازی به د امریکا د سنا مجلس ته وړاندې کېږي، چې دې ته د «کاسې لاندی نیم کاسه»ویلی شو.
 
له بله پلوه د ترامپ په ویناکې وار ـ وار تاکید چې امریکا له طالبانو سره مشروط تړون لاسلیک کړی، چې که طالبان یې په هره برخه کې عملي نه کړي، دوی به له اوسني نظامیطاقت نه نور هم ډېرځواکونه افغانستان ته راولېږی.د ترامپ دا څرګندونې دا انګیرنه یقینی کوي چې دغه تړون شاید ترامپ په تیرو ټاکنو کې چې د کمپاین په وخت کې یې له امریکایانو سره وعده کړې وه چې په افغانستان کې به جګړه ختموي، خپل سرتیري به راباسي؛ چې ممکن دا د همغی ژمنې د پوره کولو او د نوو ټاکنو لپاره د انتخاباتي کمپاین یوه برخه وي، نه په هیواد کې د سولې او د جنګ د ختمیدو لپاره هلی ځلی.
 
سره له دې چې ویل شوي و چې د موافقتنامی د لاسلیک کولو په مراسمو کې د څه له پاسه د یو شمیر هیوادو د بهرنیو وزارتونو او دیپلوماتیکو څانګو استازو ګډون کړی وو، خو دتړون په هکله د دغو بهرنیو هیوادو په خاص ډول د هیواد په قضیه کې د ښکېلو او ګاونډیو هیوادو روښانه، باورمندي او د ملاتړ دریځونه نه لیدل کېږی، چې تر اوسه یوازې ایران خپل مخالفت څرګند کړی، چین د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار څرګندوي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تړون په لاسلیک کې خپل دریځروښانه کړی او ادعا یې کړې چې طالبان دوی د موافقتنامی د لاسلیک کولو لپاره حاضر کړي دي او پر افغان حکومت یې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ژر خوشې کولو غږ کړی دی.
 
زما په اند د هیواد په غمیزه کې د ښکېلو هیوادو خاموشي، د ملګرو ملتونو، چین روسیې او نورو ځینو ګاونډیو هیوادو چوپوالی، ددې مانا لري چې ددې پروسې د عملي کولو په لار کې ستونزې ویني او د امریکا له لوري یې یو جانبه او نه عملي کونکی ګڼي.
 
زه هم په دې باور یم چې د یوې دائمي  او عملي سولې لپاره هغه شرائط او اړتیاوې چې باید تر سره شوې وای، نه په ملي او نه په نړیوال ډګر کې امریکا تر سره کړي او نه هم طالبانو د خپل ځواک او واحد عمل لپاره د هیواد په دننه او هم د هیواد نه د باندې د خپلو لیکو، متحدینو او تمویلونکو تر منځ عملي کړي دي.
 
افغان دولت هم په ستره خلا او ستونزه کې لاس او ګریوان دی، د ملی اجماع، واحد دریځ او له خپلو متحدینو سره د پوره تفاهم او واحد نظر په خلا کې قرار لري چې پورتني عوامل دعملی او تلپاتې سولې د لارې ستر خنډونه دي او که افغانان له دغه فرصت نه لازمه ګټه پورته نه کړي د یو بل خطر ناک ناورین سره یې د مخ کیدو امکانات لیدل کیږي.
 
یووالي د بری غوره لار ده!
 
 شاه ولی آرین