آرشیف

2020-12-21

نظر محمد مطمئن

د سولې مذاکراتو تر شا؛ پټې ناستې او ژمنې؟!!

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو نږدې ۱۷ میاشتې وخت ونیو، د ښکېلو اړخونو ترمنځ پټې او ښکاره ناستې وشوې، یولس پړاوه مذاکرات یې رسنیز کېدل، مګر ځینې ناستې پټې پاتې کيدي.
د بین الافغاني مذاکراتو له پېله دادی درې میاشتې د طالبانو او افغان حکومت د پلاوو ترمنځ پټې او ښکاره ناستې وشوې، د افغان حکومت د پلاوي له غړو سره د طالبانو انفرادي او ټولیزې ناستې پکې وشوې.
په تیرو شل کلونو کې افغانستان ته د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو تر ټولو ډیر مهم، زما په آند د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر ګڼل کیږي، چې کیدای شي د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ ځینې پټې او ښکاره ژمني یو بل سره شوې وي، دارنګه عمران خان تمه لري چې د پاکستان اقتصاد په پښو ودریږي، او پرته د افغانستان له ثبات څخه دا کار شونی نه دی.
افغان حکومت تمه درلودله چې پاکستان به وکولای شي طالبان اوربند ته راضي کړي، مګر د ډسمبر پر ۱۶مه، د ملا برادر اخوند په مشري د طالب پلاوي او د شاه محمود قریشي په مشرې د پاکستاني چارواکو  تر ناستې وروسته؛ قریشي رسنیو ته وویل:"په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي پړه یوازي پر طالبانو باید وانه چول شي."
په همدې ورځ، عمران خان بیا ډاکټر غني ته په ټلیفون کې وویل:"موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند ته رسیدو لپاره مرسته او هڅې کوو."
د ډسمبر پر ۱۸مه، لومړي وزیر عمران خان له طالب پلاوي سره د لېدو پرمهال غوښتنه وکړه چې جګړه او تاوتریخوالی کم کړي.
د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو غړي او لوړ پوړي چارواکې باید متوجه وي چې د پاکستان او ایران په شمول له ټولو بهرنیانو سره د دوی  د ناستو جزئیات لیکل کیږي، او یو مهال د کتاب په بڼه خپریږي، په کار ده چې د خبرو او ژمنو پر مهال یې پام وي چې د افغان ولس احساسات کوم وخت د دوی له اګاهانه او یا غیر اګاهانه څرګندونو او ژمنو څخه زیانمن نه شي.
پرته له شکه، خلیلزاد به د امریکا او طالبانو د مذاکراتو، او دارنګه د بین الافغاني مذاکراتو په اړه کتاب خپروي، پټې او ښکاره خبرې او ژمنې، هغه که د طالبانو، که د امریکا، ناټو، هند، پاکستان، چین، روسیې او یا نورو هیوادو او چارواکو لخوا وي، که خپله د امریکا لخوا له طالبانو، پاکستان، چین، روسیې، ناټو، اروپایې هیوادو او هند سره ژمنې وي، او د خلیلزاد همدا اثر به ډیر ارزښت لرونکی هم وي. خلیلزاد به په قطر او اسلام اباد کې د ناستو او ژمنو اړوند معلومات خامخا خپروي.
د سولې اړوند ناستې چې طالبان یې پاکستان، ایران، ازبکستان او هر هیواد کې کوي، د ناستو جزئیات به یو وخت د ژباړونکو لخوا هم خپریږي، او کیدای شي چې د امریکا – طالبانو د ناستو ځینې جزئیات د امریکایې لوري لخوا د ګمارل شوې افغان ژباړن لخوا هم د کتاب په بڼه ژر خپور شي.
د افغان سولې مذاکراتو کې د قطر د بهرنیو چارو استازی دکتور مطلق بن ماجد القحطاني هم کیدای شي د افغان سولې په تړاو کتاب ولیکي، کوم چې له طالبانو، افغان، پاکستاني، امریکایې او اروپایې چارواکو سره د افغان سولې برخه کې په اړیکه کې او ناستې یې ورسره کړي دي.
جنرال میلر هم په دي برخه کې له طالبانو، ارګ، قطري او پاکستاني چارواکو سره ډیرې او مسلسل ناستې کړي، او کوم وخت به خپل خاطرات لیکي، دارنګه د جنرال نیکولسن خاطرات به هم رسنیز کیږي.
د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر پوټین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به هم کرار نه وي، ناست، د افغان کشالې او سولې مذاکراتو اړوند به یې یادښتونه او ممکن کتاب کوم وخت خپور شي.
زما ویره له امریکا او قطري کتاب خپرونکو څخه نه ده، هغوی به تر ډیره پر حقایقو بناء، خو په افغان سوله کې د دوی د هیوادو او شخصیتو رول به پکې ډیر ښودل کیږي، مګر که د پاکستاني او ایراني چارواکو لخوا د افغان سولې اړوند خاطرې او کتاب خپریږي او یا رسنیز کیږي، پرته له شکه داسي څه به پکې وي چې په ویلو به یې افغان ځوانان د کمي احساس کوي او تر ډیره د تحریف ویره هم پکې شته. ښه مثالونه یې د سي آی اې د جاسوس ګیري شرون کتاب"افغانستان ته په لومړي ځل ننوتل"، د  سي آی اې د جاسوس ګرینر کتاب " ۸۸ ورځې تر کندهاره"، د سټیوکول کتاب "S ریاست" او د زلمي خلیلزاد کتاب "استازی" دي، چې د امریکا ګټو په نظر کې نیولو، بیا هم تر ډیره د افغان کشالې اړوند حقایق پکې را څپړل شوې او لیکل شوي.
مګر د پاکستاني لیکوال احمد رشید کتاب"طالبان" زما په اند ۵۰ سلنه ناوړه تحریف، د پاکستان د ګټو، د طالب له نوم ناوړې ګټې پورته کولو باندي را څرخي. د پرویز مشرف کتاب"د اور پر لیکه"، د جنرال حمید ګل مرکې، د رحیم الله یوسفزي مرکې او لیکني، که په غور وکتل شي، له تحریف ډکې، او داچې څه ډول له افغان کشالې د پاکستان په ګته امتیاز ترلاسه کړي.
د افغان – امریکا او طالبانو اړوند په ایران کې چاپ شوې کتابونه او لیکنې یې تر ډیره له حقیقت څخه لیري او ناسم معلومات پکې خپاره شوې.
اوس چې د پاکستان اړیکې له سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو سره ترینګلي شوې، پرته له شکه د طالبانو په قطعې کارولو به یاد هیوادونه له ترهګري څخه ویروي، او له طالبانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر کتنې یوه ورځ وروسته، متحده عرب اماراتو ته د محمود قریشي سفر هم د پلان برخه ګڼل کیدای شي. دارنګه د طالبانو اړوند د هند انديښنې لا هم پر ځای پاتې او پاکستان په دي برخه کې له خپل ټول نفوذ څخه کار اخیستی او اخلي.
په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو تر وقفې وروسته، د افغان حکومت پلاوی کابل ته ستون شو، که څه هم طالبانو ته اسلام اباد د ورتګ بلنه ورکړي وه، کیدای شي دا بلنه مخکې ورکول شوې وي، مګر په دومره بیړه پاکستان ته د طالبانو ورتګ هغه هیواد ته په افغان سوله کې ډیر امتیاز ورکول ګڼل کېدای شي، مګر ښکاري چې پاکستان به په افغان سوله کې له افغان حکومت او طالبانو څخه د بېلو او ډیرو امتیازاتو ترلاسه کولو په هڅه کې وي.
طالبانو ته په کار ده چې د ګاونډیو هیوادو، منځنۍ اسیا، سیمې او اروپا ځینې هیوادونو ته خپل سفرونه جاري وساتي، تر څو په افغان سوله کې یې ملاتړ تر لاسه او د هغوی په بې طرفه رول باندي ټینګار وکړي.
له هند سره د طالبانو نه اړیکې، یاد هیواد هڅوي چې په افغانستان کې د سولئیز حل پر ځای نظامي تګلارې ته ترجیح ورکړي، که څه هم دا کار شونی نه دی، مګر د افغان سولې مخکې پروت قوي خنډ یې ګڼلای شو.
له افغانستان څخه امریکا ته لابي لپاره لیږل شوې ډالر هم پټ پاتې نه شول، د ځینو رسنیو د راپورونو پر اساس له افغانستان څخه امريکا ته بې حسابه ډالر استول کېږي او هلته د امريکا په سنا او نورو ډيپلوماټيکو چېنلونو کې یې سختې ګنګوسې را پارولي چې څرنګه له يوه بېوزله او د امريکا پر مرستو پاېدونکي افغانستان څخه د امريکا سنا او نورو لابي سنټرونو ته بې حسابه مليونونه ډالر استول کېږي.
ډیره عجیبه ده چې له یو کمزوي، د سوال په روپو چليدونکې او جګړه کې ښکېل هیواد "افغانستان" څخه د جګړې د دوام او له افغانستان څخه د امریکایې پوځیانو نه وتلو د کمپاین "لابي" لپاره، د نړۍ د ستر نظامي او اقتصادي ځواک مرکز واشنګټن ته پریمانه ډالر لیږل کیږي.
تمه ده چې طالبان او افغان حکومت د مذاکراتو اساسي مسایلو ته ننوځي، د دوی له ژورو اختلافونو څخه نور هیواد

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند