آرشیف

2020-10-16

دوکتور ص. سعیدي

د سولې د مذاکراتو خطاء اجندا!

نوى او زوړ اسلامى حاکميت دې پر تاسې مبارک وي چې تاسې يې خپله برنامو کې  ولرئ اما در دغې او هغې برنامې د مشروعيت مرجع تاسې او نه اوسنى افغان حاکميت دى.
اول خو حاکميت يا اسلامي دى او يا غېر اسلامي. اسلام الهي او روستى الهي دين دى چې د نوي او زوړ پسوند ورته ورکول که عمدي وي، کفري تأکيد دى. له بلې خوا ددې او يا بلو نسخو مشروعيت د امارت اسلامي په شمول او د هغو د مشروعيت مرجع په عالم اسباب کې د افغانستان لپاره افغان مسلمان  ملت دى. د ملت د اختياراتو برخه کې له ملته پرته او د ملت له انتخابه پرته تصميم نه مشروع دى او نه هم منطقى او ديموکراتيک په ريښتنې مانا.
ددې تجربه شوو دوکو په آخر کې د ملي بحث او پسوند ور اضافه کول د تجربې له مخې دوکه پر دوکه او نوې منفي اختراع ده. 
د يو خوا ملي کول يعنې  لويه جرګه او دبلې خوا ملي کول ددوى فرمايشي  اسلامى عالى شوراء تعبير کيږي چې دواړه خلل لري.  دا دواړو کې تقلب او دوکه د تجربو له مخې حتمي ښکاري.
مونږ د يو شخص او يو وګړي او ېو رأى عصر کې ژوند کوو  او د  آحمد شاه ابدالي بابا لويو جرګو عصر هم زمونږ د تأريخ برخه ده او بس. مونږ ته نور هغه په 21 سدى کې د مشروعيت مرجع د نن نظام او بنيادي مسايلو لپاره نه ده او  نه پېژنو. زمونږ د مشروعيت مرجع د قانون سره سم تعريف شوې لوې جرګه ده. 
مونږ په دې باور لرو چې اسلامي علماء ورثه الانبياء دي او ملت ته بايد ددوى په انتخاب کې مرسته او رهنمايي وکړي، خو د اسلام ستر پيامبر هم خپل جانشين  نه دى ټاکلاى او حضرت ابوبکر (رض) په سقيفهء بنى ساعده کې د ملت مسلمه لخوا او حضرت على کرم الله وجه د عامه ملت مسلمه لخوا د مسلمانانو خليفه انتخاب شو او د شوراى حل او عقد مسئله هم د عباسيانو عصر کې يعنې د حضرت پيامبر اسلام نه څو قرنه روسته مطرح شوې. 
منو چې د وطن مشران او جمهور رئيس د خپلو صلاحيتونو د اعمال لپاره د افغانستان د نافذ اساسي قانون د 65 مادې سره سم دهر چا سره چې وغواړي مشورې وکړي حق لري او کولاى شي. هغوى حق لري مشورتى او يا تأريخي لويې جرګې راوغواړي او د هغوى په مرسته تصميم ونيسي. اما په هغه مواردو کې چې د اساسي قانون برخه ارزښتونه دي،  د کار پروسيجرونه په داخلي او نړېواله کچه تقريباً روښانه دي، چې نه بايد د ملت له ارادې نه بهر په قطر او دوحه کې تصميم ونيول شي. داسې تصاميم مشروع نه دي او د افغانستان غميزه هم اوږدوي. 
د طالب، د افغان حاکميت، د ملي او اسلامى منابعو تعابير واحد نه دي او مونږ نه شو کولاى تا ټولو باندې د افغانستان په چوکاټ کې توافقوکړو او دا تر ډېره حده نه ممکنه ده او نه زمونږ کار دى. د مذاهبو او ارزښتونو برخه کې د هر چا خپل تعبير، خو په عالم اسباب کې اوسنۍ قاعده او د مشروعيت مرجع د افغان ولس اکثريت دى. دا ملت په اکثريت قاطع مسلمان دى او د مسلمان انتخاب د اسلامى علماو تر رهنمايى لاندې هم تر ډېره کچې روښانه دى. 
ټوپک مه کاروئ او ملت ته د انتخاب فرصت ورکړئ. بله لار نه شته. 
زه باور لرم چې همدا د حل لاره ده. و من الله التوفيق
ډاکټر صلاح الدين سعيدى 
16/10/2020
00447886474638