آرشیف

2020-5-20

شاه ولی آرین

د سولې دښمنان (دویمه برخه)

د نړۍ د وسلو تولیدونکي او پلورونکي هیوادونه:
 
نړۍ اوهیوادوالو ته لکه لمر روښانه ده چې زموږ په ګران هیواد کې د څلورو لسیزو په روانه جګړه کې راز، راز یو شمېر مرګوني خفیفه او ثقیله وسلې و کارول شوي، چې د میلیاردونو او حتا په تریلونونوډالروهم ور اخوایې حسابولي شو، چې د نړیوالو وسله پلورونو هیوادو بازار یې خورا ګرم ساتلی، نو ځکه د وسلو پلورونکي هیوادونه چې د افغانستان د نیابتي جګړې عاملین دي، د خپلو اقتصادي ارزښتونو په خاطر چې د همدې وسلو له لارېیې تر لاسه کوي د جګړې له دوام سره کاملا همغږي دي. د غه هیوادونه ممکن په ظاهر کې د سولې نارې سورې ووهي او یو اندازه پیسې هم شاید په دي لار کې د نورو او خپلو ولسونو د غولولو له پاره مصرف کړي، خو په بدل کې یې څو برابره لا زیاتي تر لاسه کوي او د خپلو استخباراتي شبکو له لارې د جګړو شدت ته دوام ورکوي.
 
دغه د وسلو مافیا تل ستراتیژیکي سیمې او هیوادونه چې خپلی ګټې په مختلفو لارو په کې ویني د جګړو د اور او زور د تازه کولو له لارې خپلو موخو ته ځان رسوي، په عراق، افغانستان سودان او یو شمیرنورو عربی او افریقائې هیوادو کې جګړې یې روښانه بیلګې دي. او دغه شمیر هیوادونه د روسی، چین او امریکا په شمول زموږ د هیواد د سولې په دښمنانو کې حسابولي شو.
 
تر هغه ځایه چې لیدل کیږي د ملګرو ملتونو د یوې احصائې له مخې د افغانستان په ۱۸ کلنه جګړه کې۱۲۰۰ میلیاردهډالر اختصاص شوي چې د دغو ډالرو له جملې شپږ کامه شپږ شيېته میلیاردهډالرهپه یوه کال کې په افغانستان کې مصرفیږي. چې د دغه رقم یوهډېره برخه یې د وسلو او مهماتو پلورونکو داخلي او بهرنیو کمپنیو، لوژیستیکي، ترانسپورتي او بهرنیو مشاورینو د معاشاتو او امتیازاتو په لار کې لګیږي، چې دغه کمپني هم د همدغو ځواکمنو هیوادو په اختیار کې دي او ګټه ترې پورته کوي، نو ځکه دوي ته د سولې د دښمنانو نوم ورکولای شو.
 
د مخدره تو کو د قاچاق او استعمال مافیا:
 
زموږ په هیواد کې د مخدره توکو د کر، تولید او قاچاقو له لارې  داخلي او بهرني د قاچاقو مافیا ئې کړۍ لوړه پانګه او سرمایه تر لاسه کوي. همدا ډول د ملګرو ملتونو د یوې احصائې له مخې له افغانستان نه د مخدره توکو عواید په کال کې۷۰ میلیاردهډالرو ته په نړۍ کې رسېږي، چې د سولې په موجودیت کې د مخدره توکو مافیا، قاچاقچیان او په جګړو کې د ښکیلو خواوو لکه طالبان، د نړۍ د ځواکمنو هیوادو استخباراتي ځیني شبکې له دغو پورتنیو عوایدو نه ګټه پورته کوي، نو ځکه دوي هیڅکله نه غواړي چې زموږ په هیواد افغانستان کې دې سوله رامنځ ته شې.
 
ګاونډي هیوادونه:
 
د افغانستان یوشمېرګاونډی هیوادونه هم چې د تاریخ په اوږدو کې زموږ له هیواد سره، سرحدی، ستراتیژیکي، تاریخي او داسې  نوری ستونزې لری، هیڅکله نه غواړی چې په افغانستان کې سوله راشې او افغانان دې د یو پیاوړي ځواکمن دولت او حاکمیت لرونکي هیواد شې. نو تل هلې ځلې کوي، د هیواد له مخالیفینو سره مرستې کوي، کمپونه ورته جوړوي روزي یې تمویلوي یې او د ورور وژنې او هیوادورانونې له پاره یې رالیږي او خپل هیواد پرې ویجاړوي چې د پاکستان، ایران موخې په دغه لار کې ټولو ته معلومي دي.
 
پییلي طالبان:
 
دی کې هیح شک نشته چې طالبان افغانان دي او یو شمېر خورا ډېریې د بهرنیو موجودیت په هیواد کې د نیواک علت ګڼي او خپله جګړه د بهرنیانو په مقابل کې مشروع ګڼي او حتی په دی لار کې ځان قرباني کوي، خو په ډېره خواشینۍ سره چې یو شمېر خورا ډېر رهبران یې د پردیو هیوادو د استخباراتي شبکو ښکارګرزیدلي او د خپلو شخصي ګټو او پانګونو په خاطر د جګړو اورته لمن وهی، بیګناه افغانان هم د دوی په لیکو کې هم د دولت له لیکو نه او هم ملکې وګړی ددوی د شخصي ګټوښکار او قربانیان دی.
 
دغه استخباراتي کړۍ او خرڅ شوي رهبران د کال ۷، ۵ میلیارده ډالر په روانه جګړه کې عاید لری، چې له دغی جملې نه ۵۰۰ میلونه ډالر د مخدره توکو له لارې عاید تر لاسه کوي.همدا ډول طالبان د مخدره توکو د قاچاقچیانو او د تولید کونکو فابریکو د خاوندانو نه یو شمېر نورې مرستې لکه سلاح، مهمات، موټر، موټر سیکل، مخابراتي توکي، نقدی پیسې او د زخمیانو د د درملنې پوره امکانات تر لاسه کوي.
 
پورتني امکانات او په روانه جګړه کې د دوی د اولادونو او د کورنیو د غړو نه شتون چې د روانې جګړې ټول قربانیان یوازی مظلوم ولس وی، څنګه به دغه رهبران دغه امکانات او بی شمېره ډالر له لاسه ورکوي او سولې ته به غاړه ږدي.
 
د قدرت مافیا، د بیت المال او ځمکو غاصبین، د کانواو معدنونو لوټماران:
 
په هیواد کې یوه پراخه کتله هیڅکله نه غواړي چې سوله دې راشي، ځکه چې سوله د دوی په ګټه نه، بلکې سوله د دوی په تاوان ده. د دغو هیواد دوښمنو او سولې دوښمنو اولادونه او کورنۍ په هند، روسیه، ترکیه، ازبکستان او اروپاېی هیوادو کې په ارامه ژوند تر سره کوي او د نورو نامشروع عوایدو تر څنګ د هیواد د بیت المال له لار هم امکانات تر لاسه کوي.
 
دغه مافیا د دولت په دننه، تنظیمونو، سیاسیونو، د دولت اپوزیسیون او د ځینو غیر قانوني مسلحو ګوندونو مسؤلین دي چې هم زر لري او هم زور، چې نه یې ولس د مخنیوی امکانات لري او نه هم حکومت ځکه چې د ځینو بهرنیو هیوادو او هم د بهرنیو مافیاېی کړیو له لوري یې پوره ملاتړ کېږی.
 
په دریمه او وروستی برخه کې به هم د سولی د دښمنانو په نورو برخو خپل اند در شریک کړو.
 
نور بیا