آرشیف

2020-5-18

شاه ولی آرین

د سولې دوښمنان (لومړۍ برخه)

په هیواد کې د څلورو لسیزو جګرو په بهیر کې څو واره د جګړې د ختم او سولې له پاره هلې‎‎‎‎ ځلې تر سره شوي، مګر په خواشینۍ سره چې هر وار د سولې بهېر له ستونزو او ناکامیو سره مخ شوی دی، دا ځکه چې په هیواد کې روانه جګړه د افغانانو جګړه نه ده، بلکې هغه ناولې نیابتي خونړۍ جګړه ده چې د نړۍ د وسلو د تولیدونکو هیواد او د حریصو ګاوندیو له خوا پر افغان ولس تپل شوي ده.
 په هیواد کې روانه جګړه بین المللي ستراتیژیک، اقتصادي، سیاسي بُعدونه او موخې لري، چې د افغانستان د بشپړ سیاسي استقلال د لاسته راوړلو وروسته چې دغازی امان الله خان په مشرۍ تر سره شو، د انګریزانو د دې ماتې وروسته په دغه سیمه کې د پاکستان را جوړول او په فلسطین کې د اسرائیلو د هیواد په نامه ځواک جوړول، هغه څه دي چې د زبر ځواکو تاقتونو د ستراتیژیکو موخو د عملي کولو له پاره ترې ښه پوره ګټه تر لاسه کړای شي.
 د سړې جګړې پر مهال کې کله چې نړۍ دوه قطبي وه، هر لوری غوښتل چې نړۍ کې خپل سیاسي، اقتصادي او د ستراتیژیکو ګټو د ټینګولو او ساتلو له پاره هلې ځلې وکړي.
 
افغانستان چې تازه د انګریزی استعمار نه ازادي تر لاسه کړې وه، هم د دغو دوو قطبونو ښکار باید ګرزیدلي واي.
 د هیواد د ستراتیژیک موقیعیت او په شمالي پوله کې د پخواني شوروی اتحاد سره د اوږدې ګډې پولې له امله شوروی اتحاد ته خورا په زړه پورې و، چې زموږ هیواد سره نږدي اړیکې ولري اوهمدا ډول د پاکستان موجودیت چې په ورستیو کې یې د یو هستوی سلا لرونکی هیواد په توګه ورته په دغه سیمه کې د امریکا سره په نږدیوالی کې ستر ګواښ و، په ټول ځواک او امکاناتو سره کوښښ وکړ تر څو زموږ ګران هیواد افغانستان خپل او ځانته یې نږدی کړي.
 افغانستان سره د شوروی اقتصادي، نظامي او سیاسي مرستو شوروی اتحاد خپل ارمان ته ورساوه او د شوروی پلوه د خلکو دموکراتیک ګوند له لوری سیاسي قدرت ترلاسه شو، مګر حریف یې بل زبرځواک امریکا، سمدلاسه د هغه وخت د دولت له مخالفینو سره د اړیکو په ټینګولو سره د میلونونو ډالرو په مرسته د افغان وژنو اور راتود کړ چې دا دی تر اوسه دوم لری.
 په افغانستان کې د سولې هلې ځلې اوسنۍ خبره نه ده. د ډاکتر نجیب الله د حاکمیت په وخت کې د شوروی او متحده امریکا په همغږۍ او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د بینن سیوان په استازیتوب چې د ملګرو ملتونو د استازی په توګه یې لکه دا اوس چې خلیل زاد اخته دی خورا زیاتي منډې رامنډې ووهلي، مګر د داکتر نجیب الله د  نظام په اساسي څوکیو کې د یو شمیر، نجیب ته خاینو عناصرو شتون او له بل پلوه د هیواد د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له لوري چې شخصي او نورې ستراتیژیکې ګټې یې له لاسه ورکولې، د یو شمیر هیواد پلورونکو له لوري چې د ګاونډیو هیوادو د اسارت او مریتوب حلقې یې په غاړه کې پرتې وې، د سولې پروګرام یې  سبوتاژ، نظام سقوط او په هیواد کې یي داسې لوی غوبل رامنځ ته کړ چې دا دی تر همدا اوسه هم دوام لري.
 هغه وخت او زمان وښوده چې د سولې د پروګرام د سبوتاژ او ناکامیو تر شا د چالاسونه وو؟ هدف یې څه و؟، چا په کې ګټې وکړي او چا ته په کې تاوانونه واوښتل؟ چې په راتلونکو برخو کې به پرې رڼا واچول شې.
 غواړم یو مهم او اساسي ټکي ته اشاره وکړم، هغه دا چې سوله په یوه قوت، قوی او ژمنه اراده او استقلالیت تر سره کیدای شې، دا چې وائي: «ږېره زما واک یې د ملا» ایا په داسې موقعیت او وضعیت کې امکان شته چې سوله مدیریت او راوستل شې؟
 سوله د یوې ټولنې او په ټولنه کې د اوسیدونکو انسانانو طبعي حق دی، له انسانانو نه د داسې حقوقو اخیستل یو بشري جنایت دی او هر څوک چې دا جنایت کوي او یا د دا ډول جنایت پلوي کوي تاریخ ته محکوم دی.
 نولس کلنه روانه نیابتي جګړه هم یو جنایت دی، چې د یو شمیر حریصو ګاونډیو او د نړۍ د زبرځواکو هیوادو د ستراتیژکو موخو د عملي کیدو په خاطر ورته لمن وهل کیږي، تمویلیږي، مګر بیه یې افغان مظلوم ولس ورکوي. 
 د سولې روان بهېر چې مدیریت یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د استازی خلیل زاد له لورې عملي او تر سره شو، ایا د سولې د هلو ځلو عنوان ورته ورکولای شو؟
 ایا تاسو داسې یو هیواد په نړۍ کې پیژنئ چې مخالفین، اپوزیشن، سیاسیون ، د ګوندونو استازی  او په نظام کې دننه افراد یې د دولت او نظام د خبر او توافق پرته په دپلوماتیکو پاسپورتونو د نړۍ نورو هیوادو ته ورځی د نظام د مخالیفینو سره د سولې په رابطه خبرې اترې کوي.
 د داسې سولې هلې ځلې به مو لیدلي وي، کوربه هیواد چې د جګړی یو اساسي اړخ دی د سولې د خبرو له جزئیاتو نه خبر نه وي، او یا په داسې حالت کې سوله راتلای شې چې طالبان وائی له امریکا سره نوره جګړه نه کوم خو خپل هېوادوال وژنم او یا دا چې له طالب سره سوله کوم، خو په خپله نظام کې ګډه ژبه، تفاهم یو واحد غږ او عمل نه شم عملي کولای.
 نظام موجود دی، درې ګونې قواوې موجودې دي، ځواکمن امنیتی ارګانونه شته خو قانون نه شم پلی کولای.
 که په ځير سره وګورو  د دولت داسې داخلي اپوزیسیون به مو لیدلي وي چې همدا اوس په نظام کې پنځوس سلنه لوړ مقامات ورسره وي او نور هم د پنځوس سلنې د غوښتنې دعوه ولري. ایا د خندا او تعجب خبره نه ده؟
 زما په اند سوله هغه وخت راتلای شې چې د سولې اړخونه سره تثبیت شې. د سولې پلویان او دښمنان باید وپیژندل شې
 د جنګ د دواړو اړخونو پروګرام او د سولې غوښتنې او اړتیاوې باید د جګړې د دواړو اړخونو له لوري، له ولس سره شریکې شي.د ولس استازي باید د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب وکړي. سیمه ایز او بین المللي ناظرین باید د سولې په پروسه کې فعال سهم ولري.
 منځګړي سوله ساتي ځواکونه باید لا پخوا رامنځ ته شوی وای، چې د دواړو اړخونو له خوا منل شوي وای. د کورنیو او بهرنیو هیوادو د استازو په ګډون، د سولې د پروسې د نظارت یو کاملاً بی پرې فوق العاده کمیسون باید جوړ شوی وای، چې ضرورت یې اړین دی.
 دا هغه نیمګړتیاوې او اړتیاوې دي چې د سولې په روانه پروسه کې یې د نه شتون له امله د سولې پروسه ټکنۍ کړه او د هیوادوالو د سولې هیلې یې د یاس او نا اومیدۍ لور ته واړولي.
 یوه بله اړینه موضوع چې د مخه هم ورته اشاره شوې په هیواد کې د روانې سولې د دوستانو او دښمنانو انډول، موقف، موقیعیت او امکانات دي، چې په ډیرې خواشینۍ سره ویلای شو چې د سولی د دښمنانو پله ځکه درنه ده چې هم ځواک لري او هم اقتصادي امکانات او د سولې پلویان چې مظلوم ولس دی، نه اقتصاد لري او نه وسائل، مګر یو څه لري هغه اراده او ځواک دي، که چېری ویښ شي، متحد شي، یو غږ او اواز شي، بیا نو هر څه تر لاسه کولای شي، چې په راتلونکو برخو کې به د سولې د دښمنانو، پلویانو او د افغان ولس د ځواکمن کیدو په هکله لازم معلومات وړاندی شې.
 
نوربیا
 شاه ولی ارین