آرشیف

2016-4-30

شاه ولی آرین

د سولي او سياسي پيوستون د کنفرانس د بريالیو پایلو لنډ رپوټ: د۲۰۱۶زکال د اپریل د میاشتی ۹ او ۱۰نیټه

بسم الله الرحمن الرحیم

د سولي او سياسي پيوستون دغه تاريخي کنفرانس چې د ۱۳۹۵لمریز کال د وری يا حمل په (نولسمه) او (شلمه) نیټه د سولي د ملي جبهی، ځنی سياسي، مسلکي بنسټونو ، ملي مستقلو شخصيتونو او تيليفونی غونډو د برخه والو په پرله پسی هلو ځلو جوړ شوي و، د دوه ورځني بريالي مسير د طی کولو نه وروسته د حمل د شلمې ورځې په ماښام په دغو موافقو پای ته ورسيد:

 ۱- جبهه او جبهه ايزه مبارزه شريک اصل دی
۲- د سولی او وطن په خاطر يو د بل منل او زغمل د اوسنۍ زمانی ستره اړتیا ده. 
۳- دننه افغانستان کې د ستری غونډی جوړه ول.
۴- تيوری سره برابر لومړنی تشکيلاتی کار 
۵- د کنفرانس د پريکړه ليک او فيصلو سره سم د کار ادامه.

د غه کنفرانس ته د افغانستان د نيمی پيړی په سياسی مبارزو کې ځکه بی مثاله غونډه ويلو شوچې:
 
۱- یا دی ناستی د سياسی مبارزو له پاره د مقابلی پر ځای مفاهيمی ته نوی لار پرانيسته.
۲- بله اساسی ځانګر تیا داده چې د کنفرانس ګډونوالو په خپل شخصی لګښت د دومره لری واټنونو نه مټی را نغښتی او د کنفرانس چاری او لګښتونه یې برابر کړی او د هیڅ ډول دولتی، سیاسی، استخباراتی کړیو د مرستو او اغیزو پرته یې دغه ستر د هیواد او ولس پالنی ویاړتر لاسه کړی دی.
۳- کنفرانس ته له دیکتی شوو او له مخه د جوړو شوو اسنادو پرته د کنفرانس په دننه کې  دموکراسئ او جمعی نظرته د احترام په لرلو سره د کنفرانس د ټولو ګډونکونکو هر نظر د وینا نه نیولی بیا د ورکساپونو تر بریده په نظر او عمل کې د جهه ایز سیاست او کار تګلاره او کړنلاره تعینولی شې.
۴- د هیواد په استقلال د معامله ګرو. د خلکو د سرونو د پوروړو. د هیواد د ملی، دولتی او فردی شتمنیو د لوټګرو. پرته هر څوک کولای شې په جبهه کې غړیتوب تر لاسه کړی.
په کنفرانس کې د امریکا، کاناد، استرلیا، اروپائی هیوادو او افغانستان نه د کل په توګه د ۱۵۰ تنو هیوادوالو نه چې د ښځو او ځوانانو استازی هم په کې شامل وو، د ګډون بلنه شوی وه .
د کنفرانس چاری د طرحه شوی آجندا سره سم د دوه ورځو له پاره په نظر کې نیول شوی وی.
لومړی ورځ د اپریل ۹ مه نیټه:

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره د سهار په لسو بجو په رسمی توګه پیل شوه. د هیواد د ملی سرود د اوریدو نه وروسته ښاغلی ډاکټر متين صافی ددی ورځی پروګرام د برخه والو سره شريک کړ او  ډاکتر یونس ناصری ،انجینر فضل احد بهرام زی او ډاکتر متین ساپي د پروګرام اداره په غاړه واخيسته.
دغونډی په پیل کې د هیواد  د پیاوړی ژورنالیست، سیاسی ، فرهنګی  او خپلواک شخصیت ښاغلی زرغون شاه شنواري نه غوښتنه وشوه چې غونډی ته پرانيستونکی اساسی وینا او پیغام واوروی.
په دغه وینا کې د هیواد د تیرو سیاسی او ټولنیزو مبارزو پر تاریخی ارزښتونو، اړتیاوو او نیمګړتیاوو چې د دوه تاریخی مشروطیت جنبشونو د پیل نه رانیولی او بیا تر اوسه دوام لری لنډ ضروری، انتقادی بحث او نظر څرګند کړ شو. په وینا کې
د هیواد د څو لسیزو د روانی غمیزی د له منځه وړلو په لار کې د سیاست پوهانو او هیواد والو د برخی اخیستو او تجربو په دریو لارو او شیوو چې عملی کار پری شوی وو او روان دی په لاندی توګه د غونډی د ګډونوالو مخی ته کیښودی او داسی یې وویل:
۱- په دغو تیرو کلونو کې د هیواد سیاسینو د هیواد د غمیزی د له منځه وړلو له پاره  وار په وار د یو پرخ افغان شموله حزب د جوړیدو په ضرورت د هیواد په دننه او بهر کې  هلی ځلی تر سره کړی ، اما کومه  عملی لاسته راوړنه یې تر لاسه نه کړای شوه.
۲- په هیواد او بهرکې د مختلفو احزابو او سیاسی جوړښتونو تر منځ چې حتی کړنلاری او تګلاری یې هم سره نږدی وی د یو واحد یا شریک ګوند د جوړیدو او یا هم د ګډ کار له پاره هلی ځلی تر سره شوی اما په پیله کې نه دا چې سره د یو واحد ګوند د جوړیدو او یا د ګډ کار د مخته وړلو جوګه  شول، بلکه نور هم سره تیت او پرک شوول او په څو نورو نوو ګوندونو سره وویشل شول.
۳- بله لار همدا جبهه ایز حرکت دی چې موږ غوره کړی او دادی  نتیجه یې ورکړه د فرانکفورت دغه حاضر کنفرانس یې روښانه بیلګه یادولی شو چې د هیواد د سیاسی مختلفو ګوندونو، فرهنګی او ټولنیزو نهادونوو ملی هیواد پال دموکرات شخصیتونو په خپلو ګوندونو کې د استقلالیت په لرلو سره مګر د جبهی اصولو او موازینو ته په کار اوفعالیت کې لمړیتوب ورکولو تر شعار لاندی دلته د یوه چتر لاندی را ټول شوی یو او د هیوادني ستر ارمان له پاره چې د سولی او سیاسی پیوستون په نتیجه کې به خپل هیواد او خلکو ته په ګډ او ټینګ هوډ خدمت کوو .
 موږ ټینګ باور لرو چې انشآ الله و به کړای شو دغه ستر ارمان او هدف ته  د رسیدو جوګه شو. غونډی وار په وار د لاسونو په پړکولو سره د کنفرانس د اساسی رپوت نه خپل  ملاتړ څرګند کړ.
– ورپسی نومیالی لیکوال او سیاست پوه  ډاکتر عبد العزیز ګردیزی د افغانی ټولنی په جوړښت، اړیکو او مسلطو روابطو ژوره علمی وینا وکړه چې د ټولنی او د دی د کشمکشونو په پیژندنه کې ډیره ګټوره وه.
– د افغان ملت د ګوند مشرنامتو سیاستوال ډاکترمحمد امین واکمن د افغانی نهضت پر اوږدو مبارزو او د افغانانو تر منځ د یو والی په لارو علمی خبری وکړی او د فرانکفورت د کنفرانس د جبهه ایزی تګلاری څخه یې د خپل ګوند بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
په اسپانیا کې د افغانی دانشمندانو د ټولنی مشر پروفیسورعزیز الرحمن حکمی په خپله علمی لیکنه کې د ملی دموکراتو قوتونو او روشنفکرانو د یووالی پر خنډونو او حل لارو رڼا واچوله چې لیکنه یې د جبهه ایزی طرحی د برابرولو له پاره د محوری لیکنی په توګه د یادونی وړ ده.
 – د هیواد وتلی علمی سیاسی شخصیت ښاغلی همایون تاج په تیره یوه پیړی کې د افغانستان د خلکوپه سیاسی مبارزو ژوری خبری وکړی، ویې ویل چې د وطن د نجات له پاره اغیزمنه لار د پراخی جبهی جوړول دی.
– همدا ډول د افغانی خویندو میندو استازی اغلی شکیلا ځدران د غونډی په ګډونوالو او ټولو افغانانو غږ وکړ چې د جبهی او جبهه ایزی مبارزی پر اصلونو یو بل ته لاسونه ورکړی او زیاته یې کړه چې د سولی موجودیت د هیواد والو د تعلیم او تربیی له پاره ډیره اړینه ده او تعلیم او تربیه د هیواد او هیوادوالو یو عینی او اساسی ضرورت دی.
– پیژندل شوی افغانی سیاسی شخصیت  ښاغلی ډاکترعبد المحمد درمانګر په خپله اساسی وینا کې د افغانی نهضت پر وړاندی درنو ذمه واریو ته اشاره وکړه ویې ویل د افغانستان راتلونکی د دی وطن د خلکو او د هغوی په سر کې روڼ اندو خوځښتونو او شخصیتونو په سیاسی یووالی پوری تړلی ده.
– د هیواد د ارواښاد جمهور رئیس محمد داود د کابینی د مخابراتو وزیردیپلوم انجینر پاچا ګل وفادارپر افغانستان هر ډول تیری وغنده او د هیواد اوسنی وضعه یې د زغملو نه پورته وګڼله.
– د هیواد سیاسی شخصیت ښاغلی نوروهاب څپاند په جبهه او جبهه ایزی مبارزی تحقیقی وینا وکړه و یې ویل په اوسنیو شرائطو کې د ټولو ملی دموکراتو او سوله دوستو قواوو د اتحاد له پاره پراخه جبهه غوره لار ده.
– د افغانی ټولنی مستقل سیاسی فرهنګی شخصیت ښاغلی شاه ولی ارین له ټولو هیواد والو او تالار کې ناستو افغانانو څخه هیله وکړه:راځی په شریکه د خپل ګران وطن روانو حالاتو ته سم ځیر شو او ددی وخت د ذمه وارو روشنفکرانو په توګه د وطن د مور په وړاندی د اولاد مسؤلیت سرته ورسوه.
– د افغانی سیاست او مبارزو په درشل کې پیژندل شوی سیاسی او فرهنګی شخصیت ښاغلی حسن امیری په خپله وینا کې د ۱۳۵۷ کال څخه راپه دی خوا پیښو ته اشاره وکړه او جبهه ایزی مبارزی ضرورت ته یې د ګډونوالو توجه راوړوله.
د غونډی دغی برخی د ماسپښین تر دوو بجو دوام وموند او د لمانخه د ادا کولو او ډوډی  خوړلو له پاره د تفریح په اعلانولو سره  لمړنی برخه پای ته ورسیده.

د لومړی ورځی دوهمه برخه:
د کار په دغه برخه کې  جمعی رهبری او دموکراتیکو اصولو ته د احترام او رعایت په نظر کې نیولو سره د جبهه ایز سیاست د مثبت او هر اړخیز سیاسي  تشکیلاتي جوړښت، تګ لاری، فکری خط د غوره سمون په خاطر د ورکشاپونو له پاره  دغه ۵ لاندی عنوانونه  غونډی ته وړاندیز او و منل شول.
۱- څنګه کولای شو یوه سیاسی جبهه جوړه کړو.
۲- د جبهی نقش د سولی په تآمینولو کې.
۳- د جبهی رول د هغو سیاسی قوتونو او ګوندونو په یووالی کې چې د سولی پلویان دی.
۴- د افغانستان د اوسنې وضعی تحلیل او سولی ته د رسیدو لاری چاری.
۵- د جبهی اساسی فکری لیکی.
د پورتنی وړاندیز د منلو سره سم د کنفرانس د ټولو ګډونکونکو نه غوښتنه وشوه چې په دغو ورکشاپونو کې د خپلو سیاسی، فکری، مسلکی او خپلو خوښو وړتیاوو په نظر کې نیولو سره خپله انتخاب وکړی او برخه واخلی.
ورکشاپونو  د ماسپښین له ۳ بجو نه د مازیګر تر شپږنیمو بجو پوری خپل کار ته دوام ورکړ، چې وروسته بیا د هر ورکشاپ د غونډو نتیجه ګیری او رغنده جوړونکی نظریات د ورکشاپونو د منشیانو هر یو ښاغلی داکتر یونس ناصری، نوروهاب څپاند، ښاغلی حنان روستائی، شاه ولی آرین اومحترم صفدرخان له لوری غونډی ته وړاندی شول.چې د ګډونوالو د تائید او جبهه ایزحرکت د راتلونکی کار له پاره د ټاکونکو موادو په توګه اړین وګڼل شول او د غونډی د تا ئید وړ وګرزیدل.
د دغو نظریاتو لیکل شوی بڼه د کنفرانس د لومړی ورځی د تحریر هیئت ته سپارل شوی دی. چې د جبهی د سیاسی ،ټولنیز، تشکیلاتی جوړښت ، کار او فعالیت، فکری خط او تخنیکی چارو د پیاوړتیا او عملی کار له پاره به تری لازمی او ضروری استفادی په نظر کې ونیول شې. د لومړی ورځی کنفرانس د مازیګر په اتو  بجو پآی ته ورسید.

د سولي او سیا سي پیوستون د جبهی د کنفرانس د دومی ورځی د اپریل د۱۰نیټی لومړی برخه:

غونډه د سهار په لس بجو د ښاغلو همایون تاج، شاولی آرین او اغلی لونا فرهود تر رهبری او نظارت لاندی پیل شوه او په خپل وار سره په غونډه کې ۲۵ تنو هر یوډاکتر عبد العزیز ګردیزی، اغلی شاپیری حکمی،ښاغلی محمد بشیر بشریار، اغلی فهیمه ګهیځ،  انجینرمسعودی، حکیمی صاحب، ناهید شنواري، ښا غلی اسماعیل غرنی، انجینر عبدالشکور، محمد ارشاد، د هیواد پخوانی جنرال  علی محمد مجبور، مهراب زمانی، روستائی صاحب، ګل احمد نبی ،جهادی شخصیت انجینرخانمحمد نظام، اسحق زی صاحب، محترم غنی اتمر، ډاکترنعیم حساس، ډاکترظفر لرغون، مهراب احمدزی، ډاکتر متین ساپی، محمد داود هلمند ، فیصل الفی ، ښاغلی نواب احمدزی او ۱۵ کلن ځوان  شیر احمد احمدزی  د غونډی ویناوال وو، چې د مختلفو نظریاتو، ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو او ملی شخصیتونو نه تشکیل شوی وو،د هیواد په روان حالت، د جبهه ایز حرکت پر وضعیت، تشکیلاتی جوړښتونو، ساختار، د هیواد د تیر ۴۰کلنی بهیرپر مثبتو او منفی اړخونه یې رغنده خبری وکړی ، د وینا والو په خبرو کې په ټولیزه توګه په هیواد کې د روانی غمیزی نه د هیواد او هیواد والو د خلاصون لار د ټولو افغانانو د ملی یووالی او یو ملی ځواک جوړیدل چې همدا جبهه یې یوه موثره لار ده اساسی او ګډ ټکی وو. ددغو ښاغلو او د کنفرانس د لومړی ورځی د وینا والو ویناوی او مقالی د سولی د ملی جبهی په جوړولو کې ټاکونکی رول لوبولی شې.
په وینا والو کې یو شمیر تکړه ځوانانو هم خپل اندونه د غونډی ګډونوالو ته په ګوته کړل چې په هیواد کې د ځوانانو د زده کړو، کار نشتوالی، امنیت او بهرنیو هیوادو ته د مهاجرت ستونځی یې د اندیښنو وړ وګڼلی او په دغه جبهه ایز سیاست کې یې د ځوانانو ونډه او موقف اړین و ګاڼه او د جبهی نه یې غو ښتنه همدا وه چې دوی په راتلونکی کار او مبارزه کې د دغه قشر نقش ته پاملرنه وکړی ځکه چې د هیواد د نفوس یوه مهمه او اساسی برخه تشکیلوی.
په وینا والو کې یو شمیر ښځو هم خپلی ویناوی او مقالی غونډی ته وړاندی کړی او په دی یې ټینګار و کړ چې د ښځو قشر د هیواد نیمایې برخه تشکیلوی او تر اوسه په تیرو او روانو نظامونو کې د ښخو حقوقو او په ټولنه کې د دوی نقش اوموقف ته اساسی او اړینه پاملرنه نه ده شوی ،خشونت ، د کار او ټولنیز ژوند محرومیتونه او سل ګونو نورو ستونزو سره لاس او ګریوان کیدل هغه څه دی چې هم په جبهه ایز سیاست کې د دوی ګډون او ونډه او همدا ډول د دوی د حقوقو ، نقش او موقف نه حمایت باید د جبهی په اساساتو کې څرګند وی.
د ویناوالو دغه برخه د مازدیګر تر ۲ بجو دوام وموند وروسته د لمانځه او ډوډی خوړلو له پاره تر دری بجو تفریح اعلان شوه.
دری بجی  بیا په رسمی توګه کنفرانس پیل شو چې په دی برخه کې د سکایپ له لاری یو شمیر استازو د امریکا او ګران هیواد افغانستان نه غوښتل کنفرانس ته خپلی ویناوی واوروی.
د سکایپ له لاری لمړی ویناوال ښاغلی محترم ډاکتر تاج الدین ملت مل د امریکی نه خپل اندونه، نظرونه ،وړاندیزونه او اندیښنی د کنفرانس د ګډونکونکو مخی ته کیښودی او د سولی او سیاسی پیوستون د جبهی جوړیدل یې یو عینی او ضروری اړتیا و ګڼله.
همدا دول د اجندا سره سم  ښاغلی سردارمحمد نادر نعیم، د افغانستان څخه د سکایپ له لاری خپله وینا  کنفرانس ته واوروله  او وویې ویل چې : د هیواد  د روانو ستونزو لاملونه ، د بین المللی ټولنی په شتون کې ستونزی، د سیمه ایزو هیوادو نقش ،د بین المللی ټولنی او دولت  له لوری د سولی په لار کې غیر عملی ګامونه ، د جنګ د دواړو لورو نه پخلاینه ،هغه څه دی چې د دی اړتیا لیدل کیږی چې په هیواد کې د یو دریم  ملی ځواک د جوړیدو له پاره کار وشې، تر څو د روانو ستونزو نه د هیواد او خلکو د خلاصون له پاره عملی ګامونه واخستل شې.
هغه د دغی جبهی جوړیدل د خپلو پورتنیو موخو ښه لار وګڼله او د جبهی د جوړیدو په کار کې یې د خپلی ونډی اوعملی کار وعده  وکړه.
په غونډه کې د ښاغلی زرغونشاه شنواري د هلو ځلو او د دی جبهی په کار کې د همیشنیو فعالو ونډو د اخیستو له امله د جرمنی د فرانکفورت  ښار د افغانانو له لوری هیوادنۍ ډالی د ښاغلی نواب احمدزی له لوری د دیپلوم انجینر پاچاګل وفادار له خوا د دوی په استازی توب نوموړی  ته ورکړ شوه.
ورورسته تر دی ۲۰ دقیقی تفریح اعلان شوه او د تحریر هیئت  د غونډی د پریکړه لیک پر مسوده کار پیل کړ چې د غه مسوده د ښاغلی همایون تاج له خوا غونډی ته ولوستل شوه. او د یو شمیر ادلون بدلون نه وروسته د لمړی ځل له پاره د رایو په اتفاق تصویب شوه.
دغونډی د کار په ورستیو کې ښاغلی زرغونشاه شنواری  د جرمنی د هغو دوستانو او تخنیکی ډلی نه چې په سر کې یې ډاکتر صاحب متین ساپی او ښاغلی داود عظیمی قرار درلود د غونډی د ټولو ګډونکونکو په استازیتوب د زړه له کومی مننه وکړه او د دوی هلی ځلی یې د ستاینی وړ وګڼلی او د کنفرانس د راتلونکی کار د بریاوو غوښتنه یې وکړه.
د کنفرانس  کار  د محترم دینی عالم او جهادی  شخصیت ښاغلی انجینر خانمحمد نظام په دوعایې سره پای ته ورسید.

ومن الله توفیق