آرشیف

2021-1-18

د سميع افغاني شعر

ښکلې ادا پکې ده
د زړه صفا پکې ده

دا دشاعر اواز دى
شور او غوغا پکې ده

چې په وطن درديده
مينه خورا پکې ده

د وطن حال عجين دى
درد د دنيا پکې ده

د پرګنو اواز دى
غږ د بلوا پکې ده

د ولسونو لارښود
د حق وينا پکې ده

د اميدو کلام يې
ژوندون او سا(ه) پکې ده

يوه زړه ښکلې خبر
زما او ستا پکې ده

هر يو ناسور مرض ته
د ژوند شفا پکې ده

هر رغوونکي کار ته
سيده تابيا پکې ده

په تروږمو کې ميشتو
ثقه رڼا پکې ده

د قربانۍ هغه ورځ
د کربلا پکې ده

بچت د خير که غواړۍ
غټه سپما پکې ده

ربه جنت يې کور کړه
زمونږ دعا پکې ده

17/01/2021