آرشیف

2017-5-18

دوکتور ص. سعیدي

د ستر تشویش او د توضیح اړتیا لرو!

 

 

 

وايي چې طالبانو له جناب حکمتيار سره سولې په تړاو خبرې کړي دي.
 

دا ښه خبر دی او الله (ج) مو د سولې، استقرار، د  وطن او ملت ته د خدمت لاره کې د سترو بریاوو څښتنان کړه او دې لاره کې مو هر نېک قدم د ستر اجر جوګه وګرځوه. 

د اسلام  دین با عظمته دین د دارینو د نجات دین، د سلې، عاطفې او ګذشت دین  دې او له افراط او تفریط نه مسلمانان منع کوي.

دانسان نېک عمل هغه وخت د الله په دربار کې  قبلېدای شي چې د فاعل نیت د الله ( ج ) رضا وي. دا رضا د مسلمان انسان د زړه او الله (ج) رابطه ده او دا رابطه او اخلاص بنده او الله (ج) ته مالوم دی، چې په جبر او اکراه نشي حاصلیدلای. نو د اسلام مقذس دین د انتخاب او د بنده د انتخاب په صورت کې مسلمان م‌ؤمن شي. 

افغان ملت مسلمان او  ددې ملت د اکثریت د غوښتنې سره سم اسلامي عدالت قایمول هم شرعي او هم دیموکراتیک امر او کار دی. 

هو قاعده دا وه او دا د منلو ده چې  افغان ولس اکثریت قاطع مسلمان ولس دی او دیمکراسي د خلکو د ارزښتونو سره برابر حاكميت جوړول دي خو دا صلاحیت د ملت دی چې ددین نه کوم برداشت او فهم غوره او پرځای بولي او د هغه فکر او فهم خاوند  ته  رایه ورکوي. 

د ټولنې د مخکښ، ملا او عالم كار دی چې ملت سره د هغه په انتخاب کې مرسته وکړي اما ملت څوک د انتخاب له حقه نشي محرومولای. دا د مسألې درست فهم نه دی چې ووایو او تأکید وکړو:  حق له غالب سره دی ( الحق لمن غلب ). دا نظریه دمنلو وړ نه دی. 

نو په عالم اسباب كې حاکمیت ته رسیدل او د احزابو د نسخو تحقق ورکول او زمونږ توافق یواځنۍ ممکنه لار هماغه ټول ټاکنې او د احزابو، سیاسي سازمانونو او ملي شخصیتو حاکمیت ته کاندیداتوري او ملت ته برنامې وړاندې کول او له ملته د خپلو برنامو د تطبیق مشروعیت اخیستل دي. 

كه مو انتخابات او ټاکنې وګټلې او په دې توګه مو د حاکمیت کولو او حکومت جوړولواو د خپل د فهم سره سم د دین او اسلام نه د ښو قوانینو په پاسولو کامیاب شوی نو د معینې مودې لپاره به حاکمیت کوئ  او بعد له مقررې او معینې مودې ( ۴-۵کلو ) نه بیا له سره انتخابات او ټاکنې کیږي او ټاکنو  ته ه ځو. دا هغه ممکنه لارده چې عالم اسباب کې پرې توافق شوای او یا کېدای شي. له دې اصله او لاری به ټول ددې نظام په چوکاټ کې دفاع او کار کوي او توافق همدا دی اوبل توافق ګنجایش نه لري . 

د ملت اکثریت او سلیم خیر خواه عقل ددې سخت ملاتړ کوي چې د حزب اسلامي د خبر پر بنیاد وسله وال طالبان هم په هېواد کې د روانو ناخوالو د مخنيوي لاره د سولې خبرې اترې بولي او هيله لري، چې د سولې پيل شوې پروسه دې مثبتې پايلې ولري. 

دا هم نېک عمل دی چې بیا تأکید غواړم چې د تأييد خبر ده چې حزب اسلامي له وسله والو طالبانو سره د سولې په تړاو د خبرې اترې کوي. 

زمونږ د ستر تشویش او  نارامۍ موجب د لاندې افادو او وعدو روستۍ برخه ده او هغه دا چې:

د دې ګوند مشر جناب ګلبدين حکمتيار ګواکې څو ورځې وړاندې پر طالبانو غږ کړای چې طالبان دې له جګړو لاس واخلي اودسولې له لارې موخو ته د رسيدو هڅه وکړي، او که له دې لارې په هېواد کې د يوه اسلامي نظام پر جوړيدو بريالي نه شول، نو دی به يو ځای ورسره د جګړې لپاره غرونو ته پورته شي…

 

یا داچې په ددې افادو انعکاس او نقل قول کې خطاء شته یا هدف یو وه خو ویل شوي بل ‌‌‌‌‌‌ډول دي. 

 

د قبول وړ قاعده او د لوبو اصلي او ممکنه درسته لار داده چې : 

د سولیزو برنامو له لارې، مبارزو او انتخاباتو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوو او ملت ته خپلې برنامې او نسخې او د هغو د صحت منطق وړاندې کوو او که مو انتخاباتو اوټاکنو کې وګټله نو بیا به د برنامو سره سم، ملت ته د ورکړلو شوو وعدو سره عمل کوو او که مو انتخابات و نه ګټل او د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول له سلو رایو مو ٣٠ رايې تر لاسه کړې، قواعد د لوبې منو او پارلماني اپوزیسیونی او یا ائيتلافی حاکمیت باندې کار کوو او په دوامداره توګه ملت ته د خپلو  ښو برنامو توضیحات ورکوو او ملت له ځانه سره دروو او ړړګبیا نوی ټاکنو ته ځو. خو که مو بیا و نه ګټله او یا اول ځل و نه ګټله او لامې د حکومت په جوړیدو صلاحیت تر لاسه نه کړ  نو بیا غرونو ته پورته کېدل دقیقه او حسابي خبر نه ده.  چې ملت انتخاب  نه کړې، درسته معقوله لار نه ده.  

دابه قوي منطق نه وي كه مې انتخابات ونه ګټل بیا غرو ته ځم او نظام ته خطره او سولې ته بیا ګواښ جوړم.  

دا هم د دیمواتیکو اصولو خلاف، عهد شکني او غدر دی چې د اسلام دین مخالف کار دی.  

 امید خبره او تأکید بل ‌‌‌‌‌‌ډول تعبیر او تفسیر ولري او  وي او د وضاحت په ورکولو موجود جدي تشویش او یا هم سوء تفاهم رفع کړای شي. 

و من الله التوفیق 

14/05/2017

00447886474638