آرشیف

2020-6-21

شاه ولی آرین

د زلمی خلیلزاد له لوري د سولې د مذاکراتو بیاپیل

«د عبدالله په مشری د سولې د شورا رول»
 
ټولو ته معلومه ده چې افغان دولت د نړیږالو فشارونو چې په سر کې یې امریکا ولاړه ده، په نظام کې د عبدالله عبدالله د ټیم(شمالي ټلوالې) غوښتنو ته غاړه کیښوده او د سولې د عالي شورا د ریاست د بشپـړاو بې کنتروله صلاحیت تر څنګ یې پنځوس سلنه په حاکمیت کې د واک هم برخمن کړ.
 
دا چې دغه سیاسي توافق ډېرو هیواد والو ته د منلو وړ هم نه وو، ولی بیاهم تمه کېده چې د هیواد د اوسني سختو شرائطو په نظر کې نیولو سره به د توافق خواوې د وجدان په اډانه کې د هیواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره هلې ځلې وکړي او داسې یوځواکمن، مؤثر،هیواد او خلکو ته ژمن حکومت به رامنځته کړي، چې وشی کولاي په نظام کې دننه روانې ستونزی له منځه یوسي او هم به د سولې په برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي.
 
داسې لیدل کېږی چې د تېر ځل د ملي یووالي حکومت په شان یو وار بیا  په کابینه او د حکومت په نورو برخو کې د خپلو ګروپیکو کسانو د ځای پر ځای کولو لانجه دا ځل بیا هم همغه شانته نوره هم لا د بې ثبا تئ او بې اعتمادیو خواته روانه ده او افغانان یې د سترو تشویشونو سره مخ کړي دي.
 
بله د پام وړ خبره خو داده چې عبد الله عبد الله ته د سولې د شورا او په نظام کې پنځوس سلنه برخه، د دې له پاره ورګړ شوی چې دي د جمعیت د ګوند استازیتوب کوی او د جمعیت ګوند باید د دی سیاسي توافق یوه برخه وی، اما د ۲۰۲۰ ام کال د جون د میاشتی پر ۱۸مه نیټه کله چې د صلاح الدین ربانی له لوری د جمعیت اسلامي ګوند دمرکزي دفترپه پرانسته غونډه کې یې وینا کوله، نظام، د سولې شورا او د بین الافغاني خبرو ټا کلی هیئت یې تر جدی نیوکو لاندی راوست او د ځان او د خپل ګوند مخالفت او دریځ یې روښانه کړ.
 
افغان ولس ته بله د اندیښنې خبره داده چې د دولت له لوری هغه باج او په نظام کې څوګونې برخې چې عبد الله، رشید دوستم، عطامحمد نور او امرالله صالح ته ورکول شوی دي، څنګه کیدای شې چې باتور دوستم ، خالد نور، احمد مسعود، لطیف پدرام او داسې نور دی د ډبل امتیازاتو د لاسته راوړلو له پاره هم له عبد الله عبد الله سره سر خوځوی، برخی دی اخلی او هم د عبد الله سره په ظاهره کې مخالف صلاح الدین ربانی سره هم ولاړ وی او برخه دی غواړی، البته د پوهیدو نه ده چې داسی وضعیت ته کوم نوم یا عنوان ورکولای شو؟
 
ټولو ته معلومه ده چې په هیواد کې په زرګونه د هیواد او ولس ګټو ته ژمن ځوانان، نجونې، نارینه او ښځې چې د لوړو زده کړو نه برخمن دي، د دی نظام، سیاسي، کړیو، سیاسیونو او د همدی ګروپیکو غیر عادلانه تړونونو له امله بې دندو پاتی کېږی او دی ته اړ ویستل کېږی چې یا هیواد پریږدی او یا همدا ځوانان د اقتصادي ستونزو او مجبوریتونو له مخې د جګړو لیکو ته ور ودانګي.
د سولې اوسنۍ شورا چې مشري یې عبد الله عبدلله تر سره کوی، داسې بریښي چې یوازی به د خپلې ډلې د امتیازتو د یو مرکز په توګه ترې ګټه پورته کړي او لاسته راوړني به یې لکه د تیرو شوراکانو شانته یوازی د بیت المال لوټول وی او نوره هیځ تمه تری نه شې کیدای.
 
زما په اند داسې وضعیت نه د سولې له پروسې سره مرسته کولای شې او نه یو با ثباته نظام جوړولای شې.څرنګه چې بهرنیان د هیواد د نظام په جوړونه کې ستری تیروتنې کوي، همداسې د دوي دغه د سولې د پروسې هلې ځلې هم هسی د وخت تېریدنې دی او ماته په امریکا کې د ترامپ د ټاکنیزو هلو ځلو یوه پروژه بریښي چې کله توده شې او کله سړه پر مخ روانه وي.
 
ایا سوله داسې وی چې اشغالګر دی سری سترګې ګرځی او افغانان دی وژل کېږی؟. ایا په نړۍ کې سوله بې له اور کم او اور بند نه منځته راغلې ده؟
 
د سولې په برخه کې چې خلیلزاد هر ځل هلې خلې پیل کړی په پټه یا بربنډ دول یې پاکستان او طالب چارواکو ته امتیازات ور په برخه کړی او افغان وژنې زور موندلای دی.
 
حقیقت خو دا دی چې د عملي سولې له پاره د اور بند، سیمه ایزو او بین المللی اجماعو او ضمانتونو پرته د سولې عملي کیدل ناشوني کار دی او د سیاسي لوبو پرته بل څه ورته نه شو ویلای.
 
یوه بله د اندیښنو خبره خو داده چې په میډیا کې ټول سیاسي، ټولنیز، مدني او د نظامي چارو کارپوهان او شنونکي ټوله ورځ یوازی یو لوری یانی دولت ننګوې چې بندیان نه خوشی کوی، او یا سولې ته ژمن نه دی. او داسې نور، مګر پر دی سترګې پټوی چې ولی طالبان اور بند نه کوی، ایا طالبانو له القاعدی سره چې د تړون مهمه برخه ده رابطه پری کړی ده.؟.له یوی خوا له امریکا سره د سولې تړون تر سره کوی اما له بل پلو له ایران، چین او روسیی سره رابطې ټینګوي نظامي او مالي مرستې تر لاسه کوي.
 
شنونکې او مبصرین باید بې پری او د واقعیتونو بر بنآ بحث او خبری وکړی ښو ته ښه او بدو ته بد ووایي.
 
سوله د افغانانو جدي او حیاتي اړتیا ده، تر څو چې یو ځواکمن، متحد، ژمن د فساد او اختلاس پر ضد  مبارز نظام ونه لرو او تر څنګ یې افغانان متحد او ملي یووالي خپل نه کړی د سولې هیلې او راتګ نا ممکن کار دی.
 
د افغانانو د ملي یووالي پر لور!
 
شاه ولی ارین