آرشیف

2015-7-10

eazam

د روژې د ماتولو په وخت کي دُعا گاني

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي ونسلم علی رسوله الکريم امابعد :
د روژې د ماتولوپه وخت کي دا لاندينۍ دُعاګاني لوستل سنت دي.
اللَّهُمَّ لَكَ صُمْتُ وَعَلَى رِزْقِكَ أَفْطَرْتُ(ابوداود ص:۲۷۸ج:۲)
(ياالله!ستالپاره مي روژه ونيوله اوستاپه روزۍ مي ماته کړله)
بله دعاء دا ده :
ذَهَبَ الظَمَأُوَابتَلَت العُرُوقُ وَثَبَت الاَجرُان شَاءَاللهُ تَعَالَی
(رواه ابوداودباسنادحسن،مشکات ص:۱۷۵ج:۱)
ژباړه : تنده لاړه،رګونه لانده شول اوانشاءالله تعالی اجرثابت شو!!
دغه مسنوني دُعاگاني دي،دا خوبايدولوستل شي،له دې پرته کومه دَُعاء چي د چاخوښه وي،هغه دي ولولي او دخپلو حاجتونوحل  دي له الله پاک څخه وغواړي ځکه د روژې د ماتولوپه وخت کي دَُعاگاني قبلېږي.
پاته شود پېشنمي په وخت کي دعاگاني.
دپېشنمي په وخت کي چي کومي دُعاگاني انسان کول غواړي،ورته اختياردی،خوپه دې شرط چي د گناه ياد خپلوي پرېکولونه وي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام