X

آرشیف

د ذوالحجې لس ورځي غنيمت وگڼئ!
سپتامبر 16, 2015

eazam

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :
هر انسان گټه کول خوښوي او د گټي تر لاسه کولو لپاره هڅي کوي، که چا ته زياته گټه په آسانۍ سره په لاس ورځي نو په دې کي هيڅ شک نشته چي د هغې په هکله به زيات حرص لري او ډېره پاملرنه به ورته کوي .
د آخرت د ثوابونو او گټو لپاره هم ځيني داسي کارونه او وختونه الله جل جلاله   مقرر کړي دي چي په هغو کي ډېره گټه انسان ته په آسانۍ سره په لاس ورځي، له هغو وختو او کارو هم بايد انسان په ښه توگه استفاده وکړي څو ډېر ثوابونه او ستري گټي په لاس ورشي.
د دُنيا فائدې او لاس ته راوړني خو ختمېدونکې دي، نو که هر څومره زياتي وي بيا هم د آخرت د گټو په مقابل کي په دې هم لږ دي چي هغه لاس ته راوړني تلپاتي او له منځه تلونکې نه دي .
په دغو وختونو کي يو وخت د لوی اختر د مياشتي لومړنۍ لس ورځي دي .
دا  له هغومبارکو ورځوڅخه دي چي الله پاک د دغو ورځو دفضيلت له  کبله پر خپلو بندگانو احسان کړی  اودوی ته يې داسي موقع برابره کړې چي  لږ عبادت هم ترې په ډېره لوړه کچه قبلوي او ورته ډېر زيات ثوابونه ورکوي .
نو له دې کبله بايد دغه ورځي غنيمت وبلل شي او ترې صحيح فائده واخيستل شي او بايد دغه ارزښتناکه موقع له لاسه ونه باسوځکه بيامعلومه نه ده چي بل کال به دغه مبارکي ورځي پرموږ راشي او که نه؟
د دغو مبارکو ورځو ډېر فضيلتونه راغلي دي خو زه غواړم چي خبره لنډه خلاصه کړم،نو يوازي يو حديث ليکم چي له هغه  د دغو ورځو قېمت  او ارزښت څرگندېږي :
عن ابن عباس رضي الله عنهما ، قَالَ : قَالَ رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : (( مَا مِنْ أيَّامٍ ، العَمَلُ الصَّالِحُ فِيهَا أحَبُّ إِلَى اللهِ مِنْ هذِهِ الأَيَّام )) يعني أيام العشر . قالوا : يَا رسولَ اللهِ ، وَلاَ الجِهَادُ في سَبيلِ اللهِ ؟ قَالَ : (( وَلاَ الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ ، إِلاَّ رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ ، فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيءٍ )) رواه البخاري .(رياض الصالحين ص : ۸۸ ج :۲)
 
له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل :
داسي ورځي نشته چي په هغوکي دي نېک عمل  الله – جل جلاله –  ته تر دغو ورځو زيات خوښ وي (يعني د ذوالحجې  د مياشتي لس اولنۍ ورځي) صحابه کرامو –  رضی الله عنهم –  وويل :اې د الله پېغمبره! – صلی الله عليه وسلم –  د الله په لارکي جهاد کول(په نوروورځوکي)هم ورته (د دغوورځو تر عبادت) زيات خوښ نه دی؟
 رسول الله –  صلی الله عليه وسلم –  وفرمايل : د الله په لارکي جهاد هم  د دغو ( ورځو د عبادت په څېر الله ته خوښ)نه  دی ، پرته له هغه سړې چي  جهاد ته له خپل ځان او  مال سره و وزي  او يو هم بيرته را نه وړي
( يعني مال هم قربان کړي اودی هم شهيدشي)(بخاري شريف)
داڅومره لوی فضيلت دی،چي په نورو وختونوکي جهاد هم د دغو ورځود عبادت سره برابرنه دی؟ 
بايد له دغو ورځو  ښه استفاده وکړل شي اوپه خوب اوغفلت کي ئې له  تېرولو بايد په کلکه ځان وژغورل شي  او بايد په دغو ورځوکي له نورو ورځو  ډېر زيات په عبادتونوکي مصروف  و اوسو او بايد د هرښه کار د کولو هڅه وکړو.
بايدالله ته توبې وباسو،دلمانځه ډېرخيال وساتو،دفرض لمانځه سره بايدپه نفلوکي هم ډېرکوښښ وکړو.
د قرآن کريم تلاوت ته وخت ورکړو او د هر د ثواب کار کوښښ  وکړو.
اوکه موپه وسه وي نوبايد د دې مياشتي دلومړنيو نهو ورځو  روژې ونيسو.
خصوصادعرفات دورځي روژه خوبايدخامخاونيسو:
عن أَبي قتادة – رضي الله عنه -، قَالَ : سُئِلَ رسول الله – صلى الله عليه وسلم – عن صَومِ يَوْمِ عَرَفَةَ ، قَالَ : (( يُكَفِّرُ السَّنَةَ المَاضِيَةَ وَالبَاقِيَةَ )) رواه مسلمرياض الصالحين ص : ۷۸ ج : ۲)
له حضرت ابوقتاده _ رضی الله عنه _ څخه روايت دی چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د عرفات د ورځي  د روژې په هکله پوښتنه وشوه؟ (چي څومره  فضيلت لري؟)
ويې فرمايل : د تېرشوي کال او پاته کال (گناهونه)رژوي (ختموي يې)!!
يعني ددووکلونوگناوي الله پاک ددغي يوې روژې له کبله الله پاک انسان ته وربخښي.
د يادوني وړ ده چي په داسي عبادتونو سره صغيره(واړه)گناهونه بخښل کېږي، د کبېره(لويو)گناهونو لپاره توبه ايستل ضروري ده،که  د الله پاک دحق سره يې تعلق وي .
که دمخلوق حق وي،نويابه يې حق بېرته ور رسوي اويابه ترې بخښنه غواړي .
مطلب  دا دی چي دغه شپې ورځي بايدپه عبادتونوکي تېري کړو، له گناهونو توبې وباسو، د آخرت لپاره پکي توښه برابره کړو او په مخکي ورځوکي چي کومه کمزوري  را نه  شوې وي بايد جبيره يې کړو.
الله پاک دي دعبادتونه توفيق راکړي اوبيا دي ئې په خپل عالي دربار کي په ښه توگه قبول کړي .
و صلی الله علی نبينامحمد و علی آله و اصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.