آرشیف

2016-11-16

eazam

د دُنيوي ژوندانه مثال

بسم الله الرحمان الرحيم 

نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :
په دُنيوي ژوندانه بايد انسان باور و نه لري ځکه دا ژوند د اعتبار وړ شی نه دی . 
دا يو ډېر ژر تېرېدونکی دی، په دې ژوند کي بايد داسي و اوسي چي آخرت له پامه و نه غورزوي . 
الله تعالی د دې ژوندانه لپاره ډېر ښائسته مثال په خپل مقدس کتاب کي بيان کړی دی . الله تعالی فرمايي : 
إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالْأَنْعَامُ حَتَّى إِذَا أَخَذَتِ الْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَا أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَنْ لَمْ تَغْنَ بِالْأَمْسِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآَيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (يونس :24) ،
ژباړه : د دُنيا د ژوند مثال داسي دی لکه موږ چي له اسمانه اوبه را واورولې، نو د زمکي شنيلي چي انسانان او څاروي يې خوري، ( ښه ) گڼ، پرېمانه شي، څو چي زمکي خپله تازگي واخيسته او ښکلې شوه او څښتنانو يې گومان وکړ چي ( اوس ) دوی ( له خپل باغ څخه په گټه اخيستلو ) وس لري، په ناڅاپي ډول د شپې يا د ورځي زموږ امر راغی، نو موږ هغه داسي تالا والا کړل، ( چي ته به وايي : ) پرون ( هلته ) له سره څه شی نه وو، په دې توگه خپل أيتونه په تفصيل سره د هغه قوم لپاره بيانوو چي فکر کوونکي دي !!   
په دې مبارک آيت کي الله تعالی د دُينوي ژوندانه لپاره ښکلی مثال بيان کړی چي د دُنيا د حالت سره مطابق دی . 
ځکه د دُنيا خوندونه هم دغسي بې باوره او د لنډ مهال لپاره دي، لکه هغه باغ چي ورسېږي، په دې وخت کي يې خاوند ور ته خورا اميدونه لري او په دې فکر کي وي چي اوس خو کار خلاص دی، حاصلات او گټه مي لاسته راغله، خو ناڅاپه يو عذاب پرې راشي او ټول باغ له منځه ولاړ شي، خاوند يې خالي لاس او زړه يې له غم اوqيې را وشکوم، ناڅاپه د باغ آخر ته ورسېد، هلته نه گلان وو او نه مېوه . 
ډېر خفه شو په دې چي له باغ څخه يې خالي ټوکرۍ را و ايسته، په دې کار يې ډېر وژړل او افسوز يې وکړو خو هيڅ په لاس نه ور تلل، ځکه د ده سره دا شرط لگول شوی وو چي دوهم ځل به د گلانو او مېوو د راشکولو لپاره باغ ته نه ځي . 
دغسي د دُنيا د ژوندانه مثال هم دی، د دې ژوند هره ورځ او شپه د باغ يوه حصه ده چي ترې د ځان لپاره مېوې او گلان يعني نېک اعمال په عملنامه کي جمع کېدی شي، خو انسان په دې فکر کي چي سبا به نېک عمل وکړم، سبا بيا د بلي ورځي د نېک عمل فکر کوي، خو ناڅاپه د انسان د مرگ وخت را ورسېږي، هغه وخت بيا انسان ته د نېک عمل د تر سره کولو لپاره وخت نه ور کول کېږي . 
نو بايد دغه ژوند غنيمت وگڼل شي او ترې د آخرت لپاره توښه تياره کړل شي مخکي له دې چي دغه فرصت مو له لاسه ووزي .

د آخرت د ژوند د اوږدوالي مثال : 
علماوو د پوهي لپاره داسي مثال بيان کړی دی چي که د زمکي او اسمان منځ ټول د سپېلني يا د ژدنو له دانو ډک شي، بيا يو مرغه هر زر کاله وروسته يو ځل راشي او يوازي يوه دانه په هر ځل د ځان سره وړي، نو آخر به داسي يو وخت راشي چي دغه ټولي دانې به ختمي شي خو ليکن د آخرت ژوند به هيڅکله ختم نه شي .   
خو بايد موږ او تاسو د دُنيا په  دې بې باوره او لږ ژوند کي داسي څه وکړو چي خپل تلپاته ژوند مو پرې سم شي، نه دا چي په دې لنډ ژوند تېر وزو او نه تېرېدونکی ژوند مو له ياده وباسو . 
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام