آرشیف

2016-12-26

دوکتور ص. سعیدي

د خطاء دولتداربله بیلګه!

په افغانستان كې د نفتي موادو د تجارت  د دولتي كولو هڅې نادرسته هڅې دي! 
دولت هیڅكله هم ښه تاجر نه وه او نه دی. د دولت او حاكميت تعريف په كمونستي او سوسيالستی نظامو او سرمايه داری سیستمو کې فرق کوي. دا کار چې دولت تجارت کاوه په کمونیستی اقتصاد او رهبری شوي اقتصاد کې تجربه شوای او زمان ثابته کړې چې دولت ښه تاجر نه دی. اما مدرن او کاري آزاد بازار د قانون له حاکمیته پرته، د مافیایی شرایطو حاکمیت کې او د آزاد رقابت د فرصتونو له ایجاده پرته ښه او کاري نه شي چلیدلای. ددغه حال د ایجاد لپاره باید کار وشي او دا ممکنه ده. داچې خصوصي سکتور بیرته دولتي کیږي دا یو عقب ګرد دی او هغه وخت د منلو وړ ده چې تمام امکانات د آزاد بازار چې د قانون ترحاکمیت لاندې وې، زمینه سازي وشي. په غیر له دې اسان سازي کول او خصوصي 

سکتور دولتي کول خطا کار دی.
اضافه کول غواړم چې روسانو دا کار کړای  خو بحث اوږد دی اما زه د ټولو لارو په کار اچولو روسته که بله لار نه وه د یو لن‌‌‌‌‌‌ډ محال لپاره ددې کار طرفدار خو ژر باید بیرته 

خصوصي او يا ګ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډ کړای شي.
تجارت. ریسک اخیستل او تصمیم نیول چې نتیجه کې مفاد او تاوان دواړه شته. دبل په مال کی ریسک او خطر قبلول او اخیستل انسان ته لازم جرئت نه وركوي او در تاوان په صورت كې د عدالت تأمین ‌‌‌‌‌‌ډېر ګران او حتی اکثرو مواردو کې ناشونی ښکاري. 
زما تحلیل او ارزونه د اقتصاد دولتی کونه  او دولتی کولومخالف  دی او دولت ښه تاجر نه دی.