آرشیف

2023-1-9

دوکتور صلاح الدین سعیدی

د حل لار! 

 

 

تازه خبر کې راغلي چې د پاکستان په مرکزي بانک کې د ارزو د تبادلې له پاره صرف ۵ اعشاريه ۶ مليارډه ډالر پاتې دي. 

شنونکي وايي په اوسني وضعيت کې ښايي څوک پاکستان ته د پور ورکولو زړه هم ونکړي.

سرچینه *تبسم راډیو.*

نو دحل لار: 

پاکستان باید خپله اتومي وسله مزایدی ته کېږدي چې خپله قرضه او مفاد یې اداء او ورکړي! 

دوهمه لار در پاکستان د اوسنی او تېرو مشرانو په لندن او جهان کې د سترو ملکیت او جزایرو مصادره او په دې توګه د قرضونه پرې کول دي.

ېواځې نواز شریف او زرداري کورنۍ د لندن د ښار په مرکزي او قیمتی ترینو سیمو کې ستر ستر عمارتونه او ملکیتونه لري. 

د پردو د استخباراتو په لاس وارد شوي او امپورت شوي غله چارواکو خیانتونه ېواځې پاکستان کې نه بلکې افغانستان او … کې لرل او لري. 

د پاکستان د پوځي استخباراتو مشران نړۍ کې بسته جزایر خریداری کړي او دا غله او مختلسین ېواځې افغانان غلو چارواکي مشخصه نه ده! 

د پاکستاني چارواکو د غلا سلسله او لست هم اوږد دی. 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۸/۰۱/۲۰۲۳

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸