آرشیف

2017-4-16

دوکتور ص. سعیدي

د جناب حامد کرزي روستي اظهارات !

سیاسیت كې دایمي دوست او دایمي دښمن نه شته. منافع، مصالح او ګټې دایمي دي.  اساس دخبرې دادچې څوک له چار سره په کومه موضوع او خبره، مشترک او ګ‌‌‌‌‌‌ډ منفعت لري؟ 
د خېرخواه او خادم انسان به د تل لپاره د وطن، خلکو، ملت او د هغوی د مقدساتو ساتل او خدمت کول اساس وي اما د کاذب، پلورل شوي او خاین به د خپلو ګټو پر بنیاد منافع او مصالح په نظرکې نیول کیږي. 
سیاست کې حد اکثر اهداف او موخې او حد اقل اهداف او موخې مطرحې دي. مونږ مجبور یو چې پرګمتیک سیاسیت غوره کړو او د هغه په چوکات کې د اقل ضرر په قبول له حد اکثر ضرر نه ځان خلاص او جدا او ځانته نجات ورکړو. 
مونږ په وینو کې منزل وهو- يو غليم چې ووهو بیا بل وهو بیا بل وهو. 
دا سې افراطي برخوردونه او واقعیتونه نه منل دا ستر تاوانونه پیدا کوي او د زغم نه دی. 
 دا هوښیاره خبر نه ده که مو کور وسوځول شو خو خوشاله یو چې دیوالونه یې پاخه شول. مونږ په کلکه باور لرو چې د افغانستان او سیمې مسایل په احساساتو او پر افغانستان د سترو بمونو په اورولو نه تنها چې نه حلیږي، بلکې وضعه نوره هم کړکیچنه کولای شي او کړکیچنه کوي. 
د افغانستان مساله په عقل او تدبر او د ترور او دهشت د ځالو په شن‌‌‌‌‌‌ډولو باندې کیدای شي او کیږي. 
پاکستان د تروریزم او دهشت د ایجاد، تمویل او صدور ځای دی. 
تروریستان او تروریستي حاکمیتونه لکه د پاکستان حاکمیت ته باید سزا ورکړل شي چې په افغانستان او سیمه کې د دهشت او ترور له فتنې خلاص او دا د دهشت سمبول. له مېنځه ویوړل شي.  
د امریکې په مقابل کې په اوسنیو شرایطو کې په داسې حال کې چې په تېرو 17 کلو کې احتیاج او محتاج کړای شوو ، داسې جهاد اعلانول لکه څنګه چې جناب حامد کرزي اعلان کړ، یو خطاء او نادرسته قدم او حرکت دی. داسې حرکت چې احساساتی دی او انګیزه یې که هرڅه وي، سیاسي پخوالی نه لري. بې موقع دی  او افغانستان ته بد عواقب لرلای شي او لري. مونږ د اوږدمهاله د  جناب حامد کرزي تر حاکمیت لاندې خوار او محتاج او بې اتفاقه د امریکې مرستې ته پاتې وساتلای  شو.  د هغه وخت د بې مثالو تاریخي مرستو  څخه د بې کفایته حاکمیت په وجه هم ښه ګټه وانه اخیستله شوه او د قومي تعصب او سمتي تعصب پر بنیاد تربګنیو ته د کاذبو شخصیتو په وړاندې کولو، لمن ووهل شوه او له مارانو اژدهاران جوړ شول. 
مو نږ سیاست کې استقرار او حسابي قدمو ته اړتیا لرو. د امریکې سره دشمني د پاکستان لاس ته کېناستل او د روسانو سره بیا آشنایی ته  ضرورت پيدا کوي. او دا د روسانو د محدودو امکاناتو په صورت کې افغان ولس ته سخت خطرناکه تمامیدای شي او تمامیږي. 
د افغانستان اوسنۍ ټول مادي بقاء په عالم اسباب کې د امریکې پر مرسته ولاړه ده. 
نو د اوږدمهاله لپاره د بهرنیو ځواکونو ایستل له افغانستانه درسته، پرځایه او افغاني  د عزت خبر ده اما د امریکایانو د اوس ایستلو ټکل چې د  وتلو هو‌‌‌‌‌‌ډ هم نه لري   او په دې ‌‌‌‌‌‌ډول امریکې سره دښمني اعلانول، او بیا د روسانو له سفیر سره لیدل او تفاهمات کول، د جناب حامد کرزي او د افغانستان لپاره ستر، سخت، او خطرناکه عواقب لرلای شي او لري. 
پوهې او درایت ته اړتیا شته او په دغو اظهاراتو او اقداماتو کې پوره پوهه او درایت نه وینم. 

پای
سعیدی 
14/4/2017
00447886474638