آرشیف

2017-11-25

دوکتور ص. سعیدي

د توطیې تیوري!

د شخصیت ، تفکر، منطق او ذهني محاسباتو حالت هغه وخت یوې بدې مرحلې او درجې  ته واوړي چې هرڅه کې شک او تردید کوي، هرڅه ورته تور توطيه او دسیسه ښکاري. هر حتی د خېر  اوږد شوي لاس کې هم فریب او دوکه ګوري او لکه د کارغي بچی چې څوک لاس کوز کړي نو ترې واولزي چې نه چې ماپسې تیږه  را اخلي. هرې اوږدې رسۍ ته د مار خیال کوي. 

دغه حالت مونږ مشکوک، ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي جبون او هرچاته د شک او ترید په كتو سره د  اوسني انسان شخصیت او حتی افراط به نه وي چې ولیکم : د انساني ټولنې د تفکر طرز  بدل کړای دی. 

زمونږ ‌‌‌‌‌‌ډېر بیا باور لري چې سیاست، درواغ، دوکه، فریب او په هر قیمت قدرت، څوکۍ او پېسې ترلاسه کول دي. 

هر سیاستوال راته خاین او دوکه باز ښکاري. دا خبره چاته  مخامخ نه کوو خو همداسې 

مو ذهن کې شته. 

مونږ باور لرو چې مشرانو او لی‌‌‌‌‌‌ډرانو مو ټول وخوړل. ( چا مو یو څه وخوړل خو ده واړه 

كاروان وخوړ.) 

هو دا حالات شته خو ولې ټولو ته همداسې دوکه باز او فریبګر وایو؟  

هو مونږ ولې داسې شوو، عوامل او د حل لارې کومې او څه دي؟ 

هو داسې حالات هم شته چې خپله او زمونږ دوستان ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي د داسې لومو ښکار یو چې ‌‌‌‌‌‌ډير روسته په حقایقو رسو او ډېر  ځلي لا  پرې خبر هم نه یو چې خطاء ایستل شوي یو. 

 هو د فتنو او د حیلو عصر دی او زمونږ د یو شمېر زیاتو دا کاملاً عام لید لوری او  دا ‌‌‌‌‌‌ډول د تفکر طرز هم عیني عوامل لري چې د تجربو نه را ولاړ شوای دی. مونږد استخباراتي  لوبو  فلمونه او حوادث ګورو او ترې خبریږو. 

د لسهاوو جنایي قضایاو نه خبرتیا او استخباراتی خبر تیا مونږ ته  له یوې  خوا قوت راکوي خو له بلې خوا هرڅه کې مو د منفي نظر او هر څه کې دشته پټ لاس او توطېې  افکار او شخصیتي منفي  بدلون  لید لوری تقوی كوي. که قضایاو کې د شته پټ لاس د شتون مستقیم معلومات نه لرو نو په منطق او تحلیل یې برابروو چې کیدای شي خطاء هم وي، خو منطق یې د هماغې د توطيې د تیوري په منطق ( كنسپراسي تیوري) برابروو.  داسې ښکاري چې بل انتخاب هم نه شته خو زما تمرکز د افراطي تور او سپين لیدو پر حالت دی.  هو نن انسان ددغو عواملو له وجهې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلی برحق او بیا کله غیر حق تغیر کړای او مجبوراً تغیر  کړای. 

یوبل بد حالت هم هماغه حالت دی چې پولیس، قاضي، رئيس او څارنوال کور او شخصي ژوند کې مشکوک او یا ریاست کوي. هرڅه ته د شک او تردید په سترګو ګوري  او د ریاست امر او نهی کور او شخصي ژوند کې هم کوي. 

کله ملامت او کله ملامت نه یو. 

مونږ سره لوبې شوي او دوکه شوي یو او ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي صداقت کې خرڅ شوي یو . 

نو دا کار مونږ سخت محتاط او حتی جبون کړي یو. 

هو د هر خېر لاس ته هم د شک او تردید په سترګه ګورو او تجارب مو همداسې دي. خو دقت کول او جرئت له لاسه نه ورکول په کار دي. دا حالت ته دقت کول پکار دي او خپله لار مېندل او له افراط او تفریطه وتل په کار  دي. بل انتخاب نه شته. 

کار کول او منل چې کله کله به تېر وځو هم. خو تېروتنه نه قصدي ده او نه داسې تېروتنه چې ترمیم نه شو کړای. 

د تېروتنې د اصلاح شهامت هم لوی بحث دی. 

هو سیاست دوکه او فریب دی چې دوکه باز انسانان یې کوي،  خو سیاست عبادت دی چې صادق او خېر خوا انسانان یې کوي. 

د کور او شخصي ژوند او رسمیاتو فرق کول او پر دې فکر کول پکار دي چې د فریب، دوکې او حیلې سره صداقت، خدمت او صادق انسانان هم شته. 

هو د توطیې تیوري جهان کې شته او په ‌‌‌‌‌‌ډېره کچه شته خو د خېر، خدمت او صداقت خاوندان هم زمونږ نړۍ کې شته  چې باید ورته لاس ورکړل شي او مرسته ورسره وشي. 

بېداري  او هوښیارتیا او ویښ ضمیر په کار دی  او د ښو او صادقو انسانانو له بدو نه تفکیک په کار دی. ښو سره مرسته او بدو سره متفاوت چلند  په کار دی.  

الهی مونږ ته د خېر او خدمت او د ښه مسلمانی صفاتو د متصف کېدو توان راكړې. 

 

آمین.