آرشیف

2021-4-7

شاه ولی آرین

د ترکیې غونده او نوې هیلې

 

ټولو ته معلومه ده  چې د مسکو له غونډې نه وروسته، د افغان سولې له پاره ــ د جګړې د دواړو اړخونو په ګډون ــ افغانان او ټول نړیوال په دې سوچ کې دي چې، ایا د ترکیې غونډه به د افغان سولې له پاره داسې یو څه وشي کولای چې په افغانستان کې تیرې له څلویښت کالو نه زیاتې اوږدې جګړې ته د حل لار پیدا کړي او یا ورته د پاي ټکي کیږدي؟

سره له دې چې د مسکو تر غونډې وروسته یو شمیر شننونکي او سیاستوال په دې سوچ کې دي، چې د ترکیې غونډه به هم د مسکو د غونډې شانته یوه فورمولیټې ناسته وي، خو زما په اند د مسکو غونډه، دومره بې تاثیره هم نه وه، ځکه طالبانو تمه درلوده چې د غونډې کوربانه: چین، پاکستان او ایران به د طالبانو دریځ ځواکمن کړي، اما برعکس د دغې غونډې اعلامیې په ډاګه کړه چې حتا د طالبانو حامیان هم نه غواړي چې اسلامي امارت دې بیا افغانستان کې رامنځته شې.

ولیدل شول چې طالبانو جدي عکسل العمل و ښوده او په ډاګه یې وویل چې بهرنیان د افغانانو پر سرنوشت د پریکړو، یا دیکتې حق نه لري.

زما په اند د ترکیې غونډه له هره اړخه د مسکو له غونډې نه هم مهمه ده. لیدل کیږي چې د دغې غونډې له پاره افغان دولت، افغان سیاسیون او د ګوندونو مشران، هر یو ځانته طرحې لري، چې د هیواد په دننه ګې دولت او د مصالحې عالي شورا، کوښښ کوي چې ټول له یوې واحدې طرحې سره دغې مهمې غونډې کې حضور پیدا کړي. تر هغه ځایه چې لیدل کېږي افغان دولت او ولس مشر، بیا هم یو مهم قدم پورته کړ.

ولس مشر په هیواد کې دننه او هم په بهر کې د هغو کسانو اندیښنو او نیوکو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ، چې ویل یې ولسمشر سولې ته متعهد نه دي، خپل وخت غواړي تکمیل کړي، حال دا چې د وخت نه تر مخه ټاکنې، او په ټاکنو کې د ده او مرستیالانو یې برخه نه اخستل، له یوه خوا د ده مخالفین او له بله پلوه طالبان له سخت ازمون سره مخ کړل.

طالبان تل د ټاکنو په هکله ځانونه تیروي او هغه دلایل وړاندې کوي چې، یوازې غواړي له ټاکنو تیښته وکړي، چې د دوي تیښته افغان ولس او نړیوالو ته دا پوښتنه رامنځته کوي چې، که چیرې طالبان رښتیا هم پر ۷۵ سلنه خاوره حاکمیت لري  بیا نو ولې  له ټاکنو نه ویره لري؟

د افغان جرمن انلاین د خبري برخې په حواله، سره له دې چې د ارګ نه یوې سرچینې خبریال پاڼې ته ویلي چې:

د ترکیې غونډه د اپریل میاشت کې په ۱۶تاریخ نه ترسره کیږي او علت یې هم د اجندا پر سر ستونزې په ګوته شوي دي، چې همدا اوس د زلمی خلیل زاد، د روسیه او پاکستان له لوري هڅې روانې دي تر څو دغه ستونزې حل کړي. همدا ډول زیاتوي چې د اروپايي ‌ټولنې او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د افغانستان د سولې په تړاو ژور بحثونه هم تر سره شوی دي.

داسې ویل کیږي چې دغه غونډه به د اپریل د میاشتې پر ځاي د می میاشتې ته وغزیږي. مګر تر اوسه افغان حکومت او طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي. خو تر دې وړاندي طالب سرچینو خبریال ویبپاڼی ته ویلي  و، چې د ترکیې د غونډې له پاره پر څلورو مهمو خبرو پریکړه شوي وه، چې په هغو کې د طالب د (۶۰۰۰) بندیانو خلاصون، د امریکائې ځواکونو د وخت تمدید، دایمي اوربند او د بین لافغاني خبروغزیدا شامل دي.  بل لورته طالبانو هم ګواښ کړي چې، که چېرته امریکایان پر خپل ټاکلي ‌وخت له افغانستان نه پوځیان ونه باسي،‌ دوي به بریدونه ورباندې وکړي.

همدا ډول د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي دي چې، دوي ته د سیاسي ګوندونو له خوا د (۳۰) په شاوخو کې طرحې رسیدلي دي، او دوي د یو کمیسون په جوړولو سره غواړي چې د دغو ټولو طرحو په نظر کې نیولو سره یوه جامع او واحده طرحه د ترکیې غونډې ته وړاندی کړي.

ورته مهال د افغانستان ولسمشري ماڼۍ ویلي، چې افغان چارواکي او سیاسیون نن په ارګ کې د سولې د نقشې د طرحې په اړه ګډه ناسته ترسره کړې ده.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، افغان ولسمشر د سولې د لارې نقشه د غونډې ګډونوالو ته په څرګند ډول تشریح کړه چې جزییات به یې ډیر ژر له رسنیو سره شريک شي.

زما په اند د ترکیې غونډه کیداي شې د افغان سولې له پاره یو مهم اساس کیږدي، تمه شته چې په دغه ناسته کې، د ملګرو ملتونو په مشرۍ، د حل داسې یوه لار غوره شې چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.

ورستیو مطبوعاتي خپرونو، د هیواد د جګړې  د دواړو اړخونو له تبلیغاتو او طرحو نه داسې بریښي چې یو څه شرایط برابر شوي دي، چې د سولې له پروسې او بین ا لافغاني مذاکراتو سره مرسته وکړي.

لیدل کیږي چې د افغان دولت له لورې، د ټاکنو را مخته کول، د مشارکتي حکومت له پاره چوپتیا، د اساسي قانون د تعدیل له پاره امادګي د قانوني مراجعو له لارې، د ملي امنیت د شورا د مشر مطبوعاتي کنفرانسونه او حسن نیت، د جمهور رئیس له لورې د یوې جامع طرحې وړاندي کول، هغه څه دې چې د سولې له پاره د افغان دولت لیوالتیا او د قدرت د شریکوالي مانا ورکوي.

همدا ډول د نړیوالو دخیلو او ګاونډیو هیوادو هلې ځلې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ، د امریکا ټینګار پر افغان دولت او طالبانو، د زلمی خلیل زاد هلې ځلې او د هغې طرحې وړاندی کول، چې هم د افغان ولسمشر د طرحې او غوښتنو مهم او عملي ټکی ورکې په نظر کې نیول شوي، د مثال په توګه  د مشارکتي حکومت نه وروسته د ټاکنو له لارې د زعیم ټاکل، د لاسته راوړنو ساتل، د ښخو د حقوقو رعایت او هم د طالبانو یو شمېرغوښتنې د مثال په توګه د فقې اسلامي شورا، د اساسي قانون د تعدیل کمیسون، اسلامی دولت او داسې نور ارزښتونه.

زما له انده د ترکیې غونډه هم د طالبانو له پاره ښه فرصت دي او هم د افغان دولت له پاره، چې ډېر امکان شته چې به یوه مشارکتي حکومت ۵۰- ۵۰ باندی سره دواړه لورې تفاهم ته ورسیږي. ځکه هم طالبان پر دې پوهیږی او که غواړی معقول سیاست وکړي، نو په نظام کې به شامل شې ، ځکه چې بله لار نه لري او هم افغان دولت باید پر دې پوه شې چې ځني  مجبوریتونه یې اړ باسي چې د سولې لار غوره کړي.

 

اوربند د سولې اړین شرط دی!

 

شاه ولی ارین