آرشیف

2018-9-4

دوکتور ص. سعیدي

د تربګنیو او شخړو یو لامل!

 

د تربګنۍ عوامل به زیاد وي خو یو یې نوم اخلم او هغه میراث او د میراث مال او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول غیر منقول ملک او عقارات دي.
په تأسف سره زمونږ په حقوقي او اجتماعي سیستم او نظام كې د شخص د وفات  په صورت کې مالونه او مکیتونو، عقارات او شتمنۍ  واړه او واړه شي او هغه د نزاع، تربګنیو او دښمنیو سبب  هم شي. 
هو جایداد او عقارات یادوم چې د نسلونو په تېریدو  تقسیم شي، واړه شي او بې کیفیته او د تربنګۍ لامل هم شي. 
انګلستان او اوس نړۍ او بعضې ټولنو او برخو کې، د زمکې او سترمال خاوند خپل جایداد او ملکیت د یوې کمپنۍ او شرکت (ټرسټ) تر نامه لاندې ثبتوي او  دا ملكيت د مالك په څنګ کې د شرکت تر ادارې لاندې راځي کوم چې د مالک اوامر او هدايات بیا د منجمنت  او د شرکت ( ټرسټ)  لخوا اجراء کیږي او د کال اخیر کې مفاد ښودل کیږي او یواځې دغه مفاد ( دیویدند ) د ورثې ( ټرسټي ) تر مېنځ تقسیمېږي اما اصل  مال ( عقارات، ملکیتونه او فابریکې) مخصوصاً عقارات ثابت او د ټرسټ د منجمنت تر ادارې لاندې وي. د شخص د وفات په صورت کې دا ملکیت د ټرسټ او شرکت ملکیت دې او د ورثې ( ټرسټي) د تصمیم ګیری تر نظر لاندې کار کوي او بیا د هر مالي کال اخیر کې مفاد یادیویدند په ورثه تفسیمیږي. دا ټرسټ  او شرکت دی چې تصمیم نیسي چې کوم ملکیت، مثلاً کومې ورثې ته د استعمال لپاره مناسب او یا ورته اضافي  دی او باید مثلاً د ستر کور پر ځای مثلاً اوس چې د فامیل غړي یې لږ شوي،  وړکی کور ورته ورکړل شي. 
دا ترسټ دی چې تصمیم نیسي اما ملکیت په کل کې ثابت او واحد پاتې کیږي.
نو په دې توګه ملکیتونه او عقارات، جایدادونه او فابریکې له یوې خوا نه وړوکې کیږي، اداره یې نه بې کیفیته کیږي او د قواعدو او اصولو د روښانوالي په علت د ورثې د تربګنیو او دښمنیو موجب هم نه کیږي او ددغه مال له کبله د تربګنیو ضرورت نه وي او په دې توګه د تربګنیو او دښمنیمنتفي شي لامل او د دشمنۍ پر ځای د ژوند نه لذت وړي. 
اما مونږ او د میراث غمیزې افغانستان او ورته ټولنو کې اوږدې او بدې غمیزې زیږولي او ستر نومونه ورک شوي او د مال او ملکیت اداره هم یا وړه او بې کیفیته شوې او یا د مرګ، ژوبلې او تربګنیو یو ستر عامل هم شوای او د تربګنیو له عواملو ده.
په کار ده چې افغانستان ته  دا حقوقي سیستم او دا ستره بشري لاس ته راوړنه او  مجموعه په کل کې معرفي شي، قضا او محاکم د ټرسټ  په برخه کې متناسب قوانینو سره آشنا شي او د  ټرسټي ( ورثه- بالمفهوم ترجمه) تر مېنځ  د اختلاف په صورت کې محاکم د تصمیم توانایي او استعداد پيدا کړي او ورته وروزل شي.  
دا هغه یو کاري حقوقی سیستم دی چې ستر نومونه نور همه ستروي او د قرنو په تیریدو سترې کورنۍ سره نورې  هم سترې او نامي شي او د تربګنیو پر ځای نورمال ژوند کوي.
په کار ده چې دا برخه کې د افغانستان ستره محکمه او د قانون ګذارۍ مراجع او علمي مراکز دا نوی اساس کیږدي او عملي اقدام وکړي. 
ما غوښتل دې برخه کې کار پېل کړم خو د ژوند  د نورو مصروفیتو په خاطر او د کار د حجم د ستر والي په خاطر له هغه نه بیرته شوم! 
که ممکنه وي دا نظر د افغانستان عدلي او تحقیقاتی مراجعو سره شرېک کړئ او دې برخه کې د کار د مفیدیت او ټولنه کې د بې ځایه جنجالو او تربګنیو د یو ستر لامل د برطرفولو  او منتفي کولو برخه کې یو ستر، تاریخي ګام واخیستل شي.

دوکتور صلاح الدین سعیدی 
۳/۹/۲۰۱۸
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸